د افغانستان د علومو اکاډمۍ د لومړي ځل لپاره د عامه پوهاوي يو ورځنی سمينار جوړ کړ.
دا ورکشاپ د علومو اکاډمۍ د فقهې او قانون مرکز د نشهيي موادو د زيانونو، حراموالي او د مخنيوي په اړه جوړ کړی و.
دا چې په دې سمينار کې په عمومي ډول پر کومو موضوعاتو بحث وشو، په دې اړه د دې سمينار يو ويناوال برهانالله نيازی وايي:
"په دې سمینار کې د مخدره موادو د ماهیت په اړه بحث وشو، د حراموالي دلایليې پهکې وڅېړل شول. همدارنګه د نشهيي موادو د زيانونو په اړه هم بحث وشو، دا سمينار مو د دې لپاره جوړ کړ چې د نشهيي موادو زيانونه بيان کړو، ټولنیز او کورني زیانونه مو يې بيان کړل او بيا مو د یوه پرېکړهليک په شکل حکومت ته وړاندې کړ."
دا چې د اسلامي احکامو په رڼا کې د نشهيي موادو کښت، استعمال، قاچاق او استعمال څه حکم لري، په دې اړه د علومو اکاډمۍ د فقهي ډیپارټمنټ امر محقق یار محمد صمدي وايي:
"د اسلام د مبارک دین له نظره د نشهيي موادو کښت، قاچاق او ټرافیک بېخي حرام دي، هغه څه چې انسان ته زيان رسوي، د اسلامي ټولنې په زیان دي او هغه څه چې الله جل جلالهیې خوړل حرام کړي، د هغه کښت هم حرام دی، ځیني فقها وايي چې په مخدره موادو کې ښکېل کسان باید د شرابو غوندې مجازات شي. دا د قاضي او امام په حکم پورې اړه لري چې له تندي تریو کولو شروع بیا تر اعدام پورې رسېږي، کله چې د مخدره موادو مافیا داسې بدې کړنې ترسره کړي، کولای شي چې مسلمان قاضي او امیر پر هغه د اعدام حکم وکړي."
ډېری ځوانان له دې امله هم په نشو اخته کېږي چې د نشهيي موادو له زيانونو ناخبر وي، له همدې امله په دې سمينار کې دې موضوع ته هم پاملرنه شوې وه، په دې اړه د علومو اکاډمۍ د تفسیر او حدیث د مرکز رئیس څېړنوال عبدالرحمن عادل وايي:
"د مخدره توکو یو اساسي زیان دا دی چې استعمالوونکي يې د الله جل جلاله له اطاعت په ځانګړې توګه، له لمونځ څخه منعه کوي، هغه کسان چې په نشهيي توکو اخته دي، وینو چې هغوی دیني اړخ خصوصاً لمونځ ته هېڅ ډول توجه نهلري، دوهم دا چې انسان د الله له ذکر څخه محروموي او هغه د مکلفیتونو احساس او درک چې ایمانیې تقاضا کوي، د مخدره توکو له امله زیانمنېږي. د مخدره توکو کارونه له انسان څخه حیا او سړیتوب اخلي، نشه د الله د نعمتونو د زوال او عذابونو د نزول سبب کېږي."
اوس به دا واورو چې دا ډول سمينارونه د عامو خلکو له نظره څومره مؤثر او ګټور دي.
دوی وایي:
"نوم مې انجنير نجیب او د کابل اوسېدونکی یم. کوم سمینار چې په علومو اکاډمۍ کې دایر شوی، زیات ګټور دی، خو عام خلک استفاده نهشي ځینې کولای، نو په دې خاطر چې عام خلک استفاده ځینې وکړي، باید د سمینار مقالې د کتاب په شکل چاپ شي او په راډیو ګانو کې پروګرامونه پرې جوړ شي، تر څو عام خلک استفاده ځینې وکړي، ځکه چې د نشهيي توکو متضررين اکثر عام خلک دي."
"زما نوم محبوبالله لبیب او د بدخشان اوسېدونکی يم. د مخدره موادو د ضررونو په اړه زیات بحثونه کېږي، خو کله چې داسې سمینارونه د پوهانو او محققینو لهخوا کېږي، ډېر د اعتماد وړ او ګټور تمامېږي او د عامو خلکو د پوهې کچه لوړوي."
"زما نوم انجنير محمد یوسف او د جلالاباد يم، په علومو اکاډمۍ کې جوړ شوی سمینار ګټور دی، ځکه له دې لارې د خلکو د پوهې کچه لوړېږي او باید په داسې سمینارونو کې د ټولنې بېلا بېل قشرونه ګډون وکړي چې د مخدره موادو په اړهیې د پوهې کچه لوړه شي."
له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت د پالېسۍ مرستیال عثمان فروتن دا ډول سمینارونه د نشهيي موادو د مخنیوي په برخه کې ګټور بولي او له نورو اکاډمیکو ادارو څخه هم غواړي چې دې ته ورته سمينارونه جوړ کړي.
نوموړی زیاتوي:
"کوم سمينار چې په علومو اکاډمۍ کي جوړ شوی و، له شک پرته د اعتیاد په مخنیوي او عامه پوهاوي په برخه کې ستر رول لري، په دې اړه هڅې باید لا هم پراخې شي، داسې سمینارونه له نشهيي موادو سره د مبارزې په برخه کې اغېزمن دي، موږ له ټولو ادارو غواړو چې تر دې هم زیاتې هڅې وکړي."
د مخدره موادو وزارت په هېواد کې د نشهيي موادو له امله راپيدا شويو اجتماعي ستونزو ته په کتو سره وایي چې که د هېواد دیني عالمان، څېړونکي او علمي مرکزونه له دولت سره په ګډه د نشهيي موادو پر وړاندې مبارزه کې برخه واخلي او د خلکو د عامه پوهاوي په برخه کې لازمې هڅې وکړي نو د نشهيي موادو کښت، توليد، قاچاق او استعمال تر ډېره بريده کمېدای شي.
راپور: محمد اياز ترنک