د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۴ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۲۷

عظیمي: افغان مېرمنې او ماشومان د مخدره توکو له زیاتېدونکي ګواښ سره مخ دي


Afghanistan -- Drug addicts smoke heroin on a river in Kabul, 18Jan2013

د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې وزیره وايي، افغان مېرمنې او ماشومان په مخدره موادو د روږدي کېدو له مخ پر زیاتېدونکي ګواښ سره مخ دي او په خبره یې چې که وضعیت ته یې پام ونه شي، دغه هېواد ته به یې پایلې ښې نه وي.

له مخدره موادو سره د مبارزې وزیره وايي، د انتحاري حملو او چاودنو ترڅنګ د مخدره موادو کښت او قاچاق هم له کلونو راهیسې له افغانانو په ځانګړي ډول، له مېرمنو او ماشومانو قرباني اخلي.

سلامت عظیمي په مخدره موادو د افغان مېرمنو او ماشومانو د روږدي کېدو مخ په زیاتېدونکی ګواښ د اندېښنې وړ ګڼي او وایي چې په یاده برخه کې باید جدي هڅې وشي.

نوموړې چې د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د سلواغې په لومړۍ» یې د کوکنارو او مخدره موادو له کښت سره د عملي مبارزې او حل لارې د څرنګوالي په اړه جوړ شوي کنفرانس ته خبرې کولې، د قانون کمزوری حاکمیت، د افغانستان خلاصې پولې او کورنۍ مافیا د یادې پديدې د پراختیا لاملونه یاد کړل.

له مخدره موادو سره د مبارزې وزیره سلامت عظیمي
له مخدره موادو سره د مبارزې وزیره سلامت عظیمي

اغلې عظیمي وویل:

"د نا امنیو او د قانون د کمزوري حاکمیت له امله د هېواد په اکثرو سیمو کې ځوانان، ښځې او ماشومان په مخدره موادو د روږدي کېدو له شدید ګواښ سره مخ دي او دغه پدیده ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې ده، باید وویل شي چې د دغې پديدې په وړاندې د مبارزې لپاره ګډو هڅو ته اړتیا ده."

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت د پالېسۍ مرستیال هم په افغانستان کې ورځ تربلې په مخدره موادو د روږدو کسانو د شمېر په زیاتېدو اندېښنه وښوده او ویې ویل چې دا مهال په ټول هېواد کې درې اعشاریه پنځه میلیونه کسان له مخدره موادو اغېزمن او پنځه لکه په بشپړ ډول روږدي دي.

په ورته وخت کې د دغه کنفرانس یو شمېر ګډونوالو د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د جګړې د زیاتېدو یو لامل له مخدرو موادو نه د یو شمېر کورنیو مافیايي کړیو ګټه اخیستل یاد کړل او ویې ویل، که یادې مافیايي کړۍ ونه پېژندل شي او خلکو ته افشا نه شي، دغه پدیده به ډېری افغانان د مرګ تر کومې ورسوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې معین امام الدین مطمئن په دغه کنفرانس کې وویل، دا مهال د افغانستان له ۳۴ ولایتونو په ۲۴ هغو کې یې کوکنار کرل کېږي چې د تېرو کلونو په پرتله په کې زیاتوالی راغلی دی.

ښاغلي مطمئن زیاته کړه:

"هغه سیمې چې له مخالفینو سره دي، یوازنی لامل یې هلته د کوکنارو د کر پراخوالی دی، هلته خنډ نشته او کوکنار په ازادانه ډول کرل کېږي، د کورنیو چارو وزارت د ځواکونو پنځه سلنه د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت پولیس دي چې اوس مهال یې د ستونزو په وړاندې شمېر ډېر کم دی، خو تر یوه حده به ستونزې هوارې شي."

ښاغلي مطمئن که څه هم په هېواد کې د کوکنارو د کښت د مخنیوي مسؤلیت له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت کار بولي، خو تر څنګ یې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې د پولیسو د کموالي ستونزه مني او وايي چې باید دغه ستونزه هواره شي.

بل خوا د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي او د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان چې په دغه کنفرانس کې د حل لارو د موندلو په هدف رابلل شوي وو، وايي چې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د حکومت سیاسي اراده ډېره مهمه ده.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG