د زهرو کاروان د دې اوونۍ په خپرونه کې د نشهيي موادو په برخه کې د اوونۍ مهمو پېښو ته لنډه کتنه لرو.
د امریکا د مرکزي استخباراتو د نویو هڅو په اړه مو خبروو چې غواړي د طالبانو مالي سرچینې تشخیص او بندې کړي.
له دیني علماوو څخه د مخدره موادو پر ضد د مبارزې په موخه د یاد وزارت د غوښتنې په اړه راپور چمتو شوی.
د ټرېماډول درملو د زیاتې کارونې د زیانونو په اړه له ډاکترې فرشتې انیس سره مرکه کړې او د یوه معتاد له خاطرې وروسته، ډرامه هم اورېدلای شئ.
دا ټول پروګرام د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلای شئ: