د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۸

بلخ چارواکي: په نشه يي توکو د روږدو د شمېر زیاتوالي اندېښمن کړي یو


په بلخ ولایت کې د مخدره توکو سره د مبارزې ریاست چارواکي وايي چې په ټولنه کې د بې‎کارۍ موجودیت او د مخدره توکو د قاچاق زیاتوالی د دې لامل شوی چې پر مخدره توکو د روږدو کسانو شمېر زیات کړي.

په بلخ کې د مخدره توکو سره د مبارزې ریاست مشر عبدالرحیم اوغلي ازادي راډیو ته وویل چې په بلخ کې په مخدره توکو له سلو زرو څخه ډېر روږدي کسان موجود دي او دا کچه مخ په زیاتېدو ده.

اوغلي وویل چې زرګونه ښځې او تنکي ماشومان هم په مخدره توکو روږدي دي.

په بلخ کې د مخدره توکو سره د مبارزې ریاست مشر وايي چې پر مخدره توکو د روږدو کسانو اکثریت شمېر د کلدارې او شورتپې ولسوالیو څخه دي.

هغه وویل:

"په مخدره توکو د روږدو کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی او کچه یې له سلو زره څخه لوړه ده، دا شمېره په روان کال کې مخ په زیاتېدو ده چې موږ یې اندېښمن کړي یو."

په بلخ کې د مخدره توکو سره د مبارزې ریاست چارواکي وايي چې د کار د زمینې نشتون، ناامني اکثرآ ځوانان اړ ایستي چې مخدره توکو ته مخه کړي او په شمال زون کې د مخدره توکو د قاچاق موجودیت د معتادینو د شمېر زیاتوالي سره هم مرسته کړې.

په بلخ کې د مخدره توکو ریاست مشر عبدالرحمن اوغلي وايي، سره له‎دې چې په بلخ کې د معتادینو د درملنې څو مرکزونه موجود دي، خو د معتادینو د کچې د کموالي په خاطر او په مخدره توکو د ټولو روږدو کسانو د درملنې لپاره بسنه نه‎کوي.

په بلخ کې د مخدره توکو سره د مبارزې ریاست مشر وايي چې مرکزي دولت په ولایتونو کې د معتادینو د شمېر کموالي ته لازمه توجه نه‎لري او د کافي بودجې نشتون دوی د معتادینو د درملنې په برخه کې له ستونزو سره مخ کړي.

بلخوا په بلخ ولایت کې ګڼ شمېر خلک شکایت لري چې په مخدره توکو روږدي کسان ښار کې ښځې او ماشومان ځوروي، غلاوې کوي او په اکثرو مواردو کې په لویو-لویو جرایمو کې هم لاس لري.

د مزار شریف یو تن اوسېدونکی احمد سهیل یې په اړه وايي:

"د معتادینو شمېر په بلخ ولایت کې مخ په زیاتېدو دی، دوی له کورونو غلاوې کوي، د موټړونو د شا ښیښې غلا کوي او ماشومان ځوروي، حتی په لویو لویو جرایمو کې هم لاس لري او قتلونه یې ترسره کړي دي."

په بلخ کې یو شمېر معتادین وايي چې د کار د نشتون له امله یې مخدره توکو ته مخه کړې ده.

د مزارشریف دوه تنه معتادین فرزاد او محبوب یې په اړه وايي:

"زموږ په وطن کې کار نه و، ایران ته مهاجر شو، هلته په چرس او بیا وروسته په مخدره توکو روږدی شوم، اوس هم له کثافاتو بوتلونه راټولوم او کله مې چې وپلورل بیا مخدره توکي پرې پیرم.

-په مخدره توکو روږدی یم، کله چې پیسې ونه‎لرم مجبور شم چې غلا وکړم، خو اکثراً زما کورنۍ زما د مخدره توکو پیسې راکوي."

په داسې حال کې د مخدره توکو سره د مبارزې ریاست په بلخ ولایت کې په مخدره توکو د روږدو کسانو د شمېر په اړه اندېښنه ښيي چې په سرپل، جوزجان او سمنګان ولایتونو کې هم په ۱۳۹۶کال کې په مخدره توکو د روږدو کسان شمېر نسبت پخوا ته په دوه برابره زیات شوی دی.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG