یو ځوان چې ۱۴ کالهیې نشه کوله، وايي چې له ۱۰ کالو راهيسې يې نشه پرېښې ده.
۳۷ کلن مظفر یوسفي په ایران کې د زدهکړو پر مهال په نشو اخته شوی و.
نوموړی وايي:
"په ۱۱م ټولګي کې وم، د خپلو ټولګیوالو له خاطره معتاد شوم، ځکه هغوی ټرېماډول ګولۍ استعمالولې. ما هم د کنجکاوۍ په خاطر دا ګولۍ استعمال کړې. هغوی زه وهڅولم، ویل یې که دا ګولۍ وخورې درسونه به دې ښه زده شي، ذهن به دې خلاص شي او غښتلی به شې. دوه درې ځله مې ټرېماډول ګولۍ وخوړلې، اخر خبره ان کرسټال، پوډرو او تزریق ته ورسېده."
یوازې مظفر نه، بلکې دوه واړه وروڼهيې هم په نشو اخته وو.
بالاخره له نشهیانو سره د ټولنې، کورنۍ او خلکو بد چلند د دې لامل شو چې ظفر یوسفي او وروڼهیې نشه پرېږدي.
دی وايي:
"په ډېره بده سترګهیې راته کتل، هر چا چې به له موږ سره د نشې په پرېښودلو کې هڅې وکړې او موږ به نشه خوشې نهکړه، د دوی زحمتونو به نتیجه ورنهکړه، نو بیا بهیې له موږ سره بد چلند کاوه. ټولو موږ پر سر ټکولو، که دولت و، که خلک، کورنۍ او یا قوم. ښايي باور ونهکړئ چې مور او پلار به مې په ورځ کې ۱۰۰ ځله زموږ د مرګ هیله کوله."
مظفر يوسفي اوس د نشې پرېښودلو د څو مرکزونو د جوړولو له لارې هڅه کوي چې د معتادینو درملنه وکړي.
دوی د درملنې له يوه ځانګړي میتوده کار اخلي چې د خبرو، دلايلو او نصيحتونو له لارې ناروغ ته قناعت ورکوي چې نشه پرېږدي او دې میتود ته «درمان ګفتاري» وايي.
مظفر يوسفي په معتادینو پسې ګرځي، په هغوی پسې کنډوالو ته ورځي، تر پلونو لاندې ورښکته کېږي او له هغوی سره خبرې کوي.
دی هغه معتادین لټوي چې پر ځان بېباوره شوي وي او فکر کوي چې اعتیاد علاج نهلري.
دی هڅه کوي چې د دوی دا مفکوره تغییر او دوی درملنې ته وهڅوي:
"اته کاله مخکې له معتادینو سره د همکارۍ انګېزه راسره پیدا شوه، ټوله کورنۍ، ښځه، ژوند او شتمني مې خوشې کړه او هرات ته راغلم. په هرات کې د نشهيي موادو پرېښودلو د مرکزونو لومړنی بنسټګر زه وم. دلیلیې دا و چې زموږ هېوادوال د اعتیاد له درده کړېدل. نن دا دی په هرات کې د نشې پرېښودلو ۱۲ مرکزونه فعالیت کوي."
هرات تر ۶۰ زره زیات نشهیان لري چې په ۱۰۰ کې ۲۰ یې ښځې او ماشومان دي.
مظفر یوسفي وايي چې په هرات ولایت کې یې په اتو وروستیو کلونو کې په خپلو مرکزونو کې تر څلور زره زیات معتادين تداوي کړي چې په ۱۰۰ کې ۷۰ یې جوړ شوي او په ۱۰۰ کې ۳۰ یې بېرته نشو ته مخه کړې ده.
دی وايي:
"په دې اتو کالو کې مې ۴۳۰۰ معتادین تداوي کړي چې په ۱۰۰ کې ۷۰ جوړ شوي دي، د هغوی او کورنیو د ټيلیفون شمېرې یې اوس هم راسره دي. دوی د روان درماني په میتود تداوي شول. خو ۳۰ په ۱۰۰ کې یې له بده مرغه چې بېرته نشو ته مخه کړه."
مظفر يوسفي د نشهيي ژوند له کړاونو ډک بولي، خو دی باور لري چې که هر څوک غښتلې اراده ولري، له نشې څخه ځان ژغورلای شي.
ښاغلی یوسفي زیاتوي:
"د مخدره موادو استعمال واقعاً چې ډېر سخت او خطرناک کار دی. ما ۱۴ کاله استعمال کړل، له بدبختۍ پرته بل شی مې نهدی ځینې لیدلی. زما پیغام تل دا دی چې نشه پرېږدئ، همدا مو د نجات یوازنۍ لار ده. یوه ورځ مې هیله درلوده چې کاشکې د ۲۴ ساعتونو لپاره نشه خوشې کړم، خو دا مې ۱۲م کال دی چې نشه نهکوم، دا هم زما او هم مې د وروڼو لپاره یوه معجزه ده."
هرات له ایران سره د ګډې پولې په خاطر د افغانستان د نورو ولایتونو په پرتله زیات نشهیان لري.
له نشهيي موادو سره د مبارزې رئیس جیلاني دقیق وايي چې ډېری خلک په ایران کې په نشو اخته شوي او بیا د ایراني چارواکو لهخوا هرات ته را اړول شوي دي.
په ورته وخت کې ظفر یوسفي چې ډېر کلونهیې نشه کړې وايي چې بېوزلي، بېکاري او ناامني په نشو د اخته کېدو ستر لاملونه ګڼي.
دی وايي، کلک هوډ يې کړی چې له معتادینو سره مرسته وکړي او هغوی له نشو راوګرځوي.