د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۰

په ننګرهار کې د کوکنارو د کښت مخنیوي لپاره یو پراختیايي پروګرام پیلېږي


د افغانستان د مخدره موادو پروړاندې د مبارزې وزیرې د ننګرهار له والي سره، د کرنې د کلیوالې پراختیا د ازمایښتي پړاو د پلې کولو د پروګرام تفاهم لیک لاسلیک کړ.

کرنیزو ارزښتناکو محصولاتو ته د بزګرو هڅول، ورته بازار موندنه او د کوکنارو د کښت په زیانونو د دوی پوهول، هغه پروګرامونه دي چې د مخدره موادو پروړاندې د مبارزې د وزارت له خوا، په ننګرهار ولایت کې پلې کېږي.

د مخدره موادو پروړاندې د مبارزې وزیرې د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال سلواغې۲۹» د ننګرهار له والي سره په دې اړه د کرنې د کلیوالي پراختیا د ازمایښتي پړاو د پلې کولو په نامه د پروګرام تفاهم لیک لاسلیک کړ.

اغلې عظیمي وویل، په ننګرهار ولایت کې د دغه پروګرام د پلې کولو هدف، ارزښتناکو کرنیزو محصولاتو ته د بزګرو هڅول او د کوکنارو د کښت مخنیوی دی.

سلامت عظیمي
سلامت عظیمي

نوموړي زیاته کړه:

"په دې پروګرام کې موږ ژمن یو چې افغان حکومت او خصوصي سکټور، د متوسطو بزګرانو لازم ملاتړ وکړي، څو د بدیل معیشت د پروګرامونو د طرحو لکه کښت، پروسس او د کرنیزو محصولاتو لپاره د بازار موندنې له لارو، هڅه وشي چې د کوکنارو د نا مشروع اقتصاد مخه ونیول شي."

دې وویل، اوس به دغه پروګرام د ننګرهار ولایت په ۶ ولسوالیو اچین، چپرهار، روداتو، شېرزاد، کوټ او خوګیاڼیو کې پلی او وروسته به په نورو ولایتونو کې هم پیل شي.

د مېرمن عظیمي په خبره په دغو محصولاتو کې ډېر پام ارزښتناکو محصولاتو لکه پستې، بادام، تازو مېوو لکه زردالو، انځر، انار او داسې نورو ته شوی دی.

له مخدره موادو سره د مبارزې د وزارت د معلوماتو له مخې، د کرنې د کلیوالي پراختیا ختیځ پروګرام ته ۲۲.۵ میلیونه ډالره په پام کې نیول شوي او تر ۲۰۲۰ مېلادي کال پورې به دوام وکړي.

د دغه وزارت چارواکي وايي، اوس د هېواد په شااوخوا یوویشتو ولایتونو کې کوکنار کرل کېږي.

۲۱ولایتونو کې کوکنار کرل کېږي.
۲۱ولایتونو کې کوکنار کرل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، په ۲۰۱۷ مېلادي کال کې په افغانستان کې ۹۰۰۰ ټنه مخدره مواد تولید شوي دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل چې د ننګرهار عام خلک، دینې عالمان، سپین ږیري او بزګران د دغه پروګرام عملي کولو ته ژمن دي او د دې غوښتونکي دي چې ولایت ېې د کوکنارو له کښته پاک شي.

محمد ګلاب منګل
محمد ګلاب منګل

نوموړي زیاته کړه:

"نن چې کومه تفاهمنامه لاسلیک کېږي له مخې به یې په ننګرهار ولایت کې څو پروګرامونه په ډېر جدیت سره، د اولس، دیني عالمانو، قومي مشرانو او د ولایتي شورا په مرسته پلي کوو، د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه کې به ان شاءالله جدي یو او هڅه به داوي چې ننګرهار له نشه یي توکو نه د یو پاک ولایت په توګه و نوموو."

ښاغلی منګل وايي، دا چې د ننګرهار اکثره خلک په کرنیزو چارو بوخت دي او دغه شان جنګونو ډېر ځپلی، له همدې امله دغه پروګرام لومړی په یاد ولایت کې پیلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، افغانستان اوس هم د نړۍ په هغو هېوادونو کې شامل دی چې مخدره مواد په کې زیات تولیدېږي.

راپور:خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG