د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

د مخدره موادو او ترورېزم په وړاندې پر ګډې مبارزې د کابل غونډې ټينګار


د افغانستان دفاع وزارت وایي، د کابل د تېرې ورځې په دوه ورځنۍ امنیتي غونډه کې پر دې ټینګار وشو چې د ترورېزم او مخدره موادو پرضد باید جدي مبارزه وشي.

په کابل کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ په نوښت د دوولسو هېوادونو د امنیتي چارواکو او لوی درستیزانو په دوه ورځنۍ ناسته کې د مخدره موادو او ترورېزم پر وړاندې پر ګډې مبارزې ټينګار شوی.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، مخدره مواد او ترورېزم نړیوالې او سیمه ییزې اندېښنې راپارولي او ټول باید په یو غږ د دې پدېدي مخه ونیسي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د چهارشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال سلواغې۲۵» ازادي راډيو ته وویل چې د دي ناستې ګډون کونکو هېوادونو له مخدره موادو او ترورېزم سره مبارزه اړینه وبلله او ټينګار یې وکړ چې له هرې ممکنه لارې يې باید مخنیوی وشي.

وزیري: ټولو هېوادونو ټینګار وکړ چې په دغو دوو برخو کې باید مرسته وشي.
وزیري: ټولو هېوادونو ټینګار وکړ چې په دغو دوو برخو کې باید مرسته وشي.

نوموړي زیاته کړه:

"ټولو هېوادونو ټینګار وکړ چې په دغو دوو برخو کې باید مرسته وشي، ترڅو له ترورېزم او د مخدره موادو له قاچاق نه مخنیوی وشي، په دې برخه کې ټولو ګډون کوونکي هېوادونه هم نظره و او همدارنګه پر دې هم ټينګار وشو چې هر هېواد دنده لري چې په دې برخه کې بشپړ او عملي ګامونه واخلي."

دغه دوه ورځنۍ ناسته چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له لوري په کابل کې جوړه شوې وه تېره ورځ پای ته ورسېده.

په یاده ناسته کې د افغانستان ترڅنګ د پاکستان، جنوبي او منځني اسیا هېوادونو لوی درستیزانو او امنیتي چارواکو ګډون کړی وو.

د دغې ناستې مشري په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن پر غاړه وه.

د دغو ځواکونو ویاند ویلي، دا ناسته د سیمې د پوځي لوړ پوړو چارواکو لپاره یو لوی فرصت و ترڅو د سيمې او افغانستان د امنیتي وضیعت د ښه کېدو لپاره همکاري ډېره کړي.

په همدې حال کې یوشمېر امنیتي کارپوهان یادې ناستې ته په اشارې وايي چې د سېمې په ځانګړي ډول د منځني اسیا هېوادونه د ترورېزم د فعالیتونو له پراختیا اندېښمن دي او د مخدره موادو قاچاق هم دوی ته لوی سر خوږی جوړ کړی.

له ډلې يې عتیق الله امرخېل وویل، دغه ناسته له مخدره موادو او ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې اغېزمنه ده، خو نوموړي په دې برخه کې پر پاکستان د ډېرو فشارونو په راوړلو ټينګار وکړ.

عتیق الله امرخېل
عتیق الله امرخېل

نوموړي زیاته کړه:

"د دغو هېوادنو له خبرو ښکاره شوه چې د ترورېزم پروړاندې باید جدي مبارزه وشي، کومو هېوادونو چې په دغه ناسته کې ګډون کړی و، ټوله د ترورېزم سره پر مبارزې د دغې پدېدي مرکزونو او مخدره موادو قاچاق پر ضد وو، دا یو ډول فشار دی، خو اصلي مسئله امریکا او ناټو ته ورګرځي یعني اړتیا ده چې پر پاکستان فشارونه ډېر کړي."

له بلي خوا د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې د دغه هېواد د لوی درستیز قمر جاوید باجوه چې د کابل په ناسته کې يې ګډون درلود له قوله راغلي چې پاکستان په خپله خاوره کې د ترورستانو ځالې له منځه وړي او په دې برخه کې هلې ځلې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت په کراتو ټینګار کړی چې ترورستان په پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري او تر هغې چې دا ځالۍ له منځه یوړل نشي په سیمه او افغانستان کې به د ترورېزم ګواښ پر خپل ځای وي.

د امریکا متحده ایالاتو هم په وروسیتو کې پر پاکستان فشارونه زیات کړي او ویلي دي چې اسلام اباد باید خپل دوه مخی سیاست یوې خوا ته کړي او له ترورېزم سره په مبارزه کې رښتینی عمل وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG