د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

د کابل په امنیتي غونډه کې پر کومو مضوعاتو خبرې کېږي؟


د پاکستان لوی درستیز د یوه امنیتي پلاوي په مشرۍ د سې شنبې په ورځ کابل ته راغی.

کابل د امریکا په نوښت د مهمې امنیتي غونډې کوربه دی.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د پاکستان په ګډون د منځنۍ اسیا د هېوادونو د پوځ لوی درستیزان او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان په یادې مهمې امنیتي غونډه کې ګډون کړی دی.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۲۴» ازادي راډیو ته وویل چې د ترورېزم پر وړاندې مبارزه او د نشه‌يي توکو د قاچاق مخنیوی د یادې امنیتي ناستې د بحث عمده ټکي دي.

دولت وزیري
دولت وزیري

نوموړي زیاته کړه:

"غونډه د سنټ کام یا د امریکا د امر ورکولو د مرکزي قوماندانۍ له‌خوا رابلل شوې ده، په دې کې د شااوخوا ۱۲ هېوادونو لوی درستیزان ګډون کوي او د ترورېزم په وړاندې د ګډې مبارزې په اړه لارې چارې سنجوي او زما په عقیده به پاکستان اخر دې ته اماده کړي چې نړیوالو فشارونو ته غاړه کېږدي."

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له لوري په کابل کې رابلل شوې غونډه د دوشنبې په ورځ پیل او دوه ورځې به دوام وکړي.

په ورته وخت کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یوه مسؤل جیمز هکر په پنټاګون کې د یوه ټیلفوني کنفراس برمهال ویلي چې له دې وروسته افغانستان د امریکا د مرکزي قوماندانۍ لپاره مهم او د پام وړ دی.

د ښاغلي هکر په خبره، افغانستان کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پام له هغې وروسته زیات شوی چې په عراق او سوریه کې د امریکايي ځواکونو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د منځنۍ اسیا د هېوادونو یو شمېر لوی درستیزان وړاندې په یاده غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته راغلي دي، خو د پاکستان د پوځ لوی درستیز د سې شنبې په سهار کابل ته راغی.

که څه هم د افغانستان دفاع وزارت وايي چې کابل ته د قمر جاوید باجوه سفر د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له لوري په رابلل شوې ناسته کې د ګډون په هدف ترسره شوی، خو تمه ده چې نوموړی به افغان چارواکو سره هم وګوري.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې د کابل او اسلام‌اباد اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې دي.

په کابل کې له وروستیو خونړیو بریدونو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د مهمو مسئلو په اړه خبرې پیل شوي، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبره، د پاکستان د نه‌صداقت له کبله یادې خبرې هم بې‌نتیجې پای ته ورسېدې.

په تېرو دوو کلونو کې د امریکا په نوښت د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین شپږ څلور اړخیزې ناستې ترسره شوې، خو افغان حکومت بیا یادې ناستې بې‌نتیجې بللي او ویلي یې دي چې پاکستان په خپلو ژمنو عمل نه‌دی کړی.

د امریکا متحده ایالاتو هم پاکستان فریبکار بللی او د افغانستان او جنوبی اسیا لپاره د خپلې ستراتېژۍ په چوکاټ کې یې پر دغه هېواد د فشارونو خبره کړې ده.

د مشرانو جرګې د کورني امنیت کمېسیون رئیس هاشم الکوزی بیا په کابل کې د لوی درستیزانو ناستې ته دومره هیله‌مند نه‌دی.

نوموړی وايي، دا ټولې هڅې پر پاکستان د فشار راوړلو لپاره کېږي، خو فکر نه‌کوي چې پاکستان دې دومره ژر د ثبات د ټینګښت په برخه کې رښتینې همکاري وکړي.

هاشم الکوزی
هاشم الکوزی

دی وایي:

"تاسو او د افغانستان ټول ولس ته دا معلومات کېږي، کله چې پر پاکستان فشار راشي، دوی یو ډول چلند کوي، خو چې کله فشار پرې کم شي، بیا بل ډول چنلد کوي. زه دې غونډې ته هم دومره هیله‌مند نه‌یم، لکه څنګه چې دوی ولس ته امید ورکوي."

د ښاغلي الکوزي په خبره، که څه هم نړیوالو او په خاصه توګه د امریکا متحده ایالاتو پر پاکستان فشارونه ډېر کړي، خو دغه فشارونه به هغه مهال نتیجه ورکړي چې مقطعي نه، بلکې دوامداره وي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG