د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

احمدي: په تېرو ۸میاشتو کې څه باندې ۱۸۰۰ قاچاقبران نیول شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په تېرو اتو میاشتو کې یې د مخدره موادو څه باندې ۱۸۰۰ لوی، متوسط او واړه قاچاقبران نیولي دي.

په دې وزارت کې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې مرستیال د یکشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل چې یاد قاچاقبران د هېواد په بېلابېلاو ولایتونو کې د ځانګړیو عملیاتو پرمهال نیول شوي دي.

که څه هم په افغان حکومت داسې انتقادونه مخ په زیاتېدودي چې د مخدره موادو په مخنیوي کې پاتې راغلی، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د روان لمریزکال په اتو میاشتو کې یې د تېرکال د همدې مودې په پرتله د پام وړ لاس ته رواړنې درلودې.

په دې وزارت کې د مخدره مواود په وړاندې د مبارزې مرستیال باز محمد احمدي د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په یاده موده کې یې د مخدره موادو ۱۸۷۶ قاچاقاچ وړونکي نیولي چې ۲۲۷ تنه یې په لوړه کچه قاچاق کوونکي دي.

ښاغلي احمدي زیاته کړه:

"په مجموعه کې د مخدره موادو هغه قاچاقبران چې نیول شوي، ۲۲۷ یې لوی قاچاقبران و، ۴۹ تنه یې متوسط او۱۶۰۰ تنه یې واړه قاچاقبران او لاس پلورنکي دي."

ښاغلي احمدي که څه هم د کوم قاچاقبر نوم وانه خیست، خو زیاته یې کړه په نیول شویو کسانو کې د عامه خدمتونو کارکوونکي، پولیس او د ملي اردو یو شمېر سرتیري هم شامل دي.

بازمحمد احمدي وايي، که څه هم د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې پولیس تر یوه حد د امنیت په ټینګښت او له تروریزم سره په مبارزه کې مصروف و، خو بیا هم سل ټنه مخدره موادو کشف او له منځه وړي.

دا په داسې حال کې ده چې د یوه تازه راپور موندنې ښیې چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت او تولید کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت وایې چې د دوی د تیرو اتو میاشتو سروې ګانې ښیې چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت د تیرکال په مقایسه ۱۹ فیصده او د مخدره موادو تولید ۴۸ فیصده کم شوی دی.

د راپورونو له مخې په افغانستان کې د ناامنیو، فقر او اداري فساد ترڅنګ د مخدره موادو کښت او قاچاق له اساسي ستونزو څخه بلل کیږي.

د چارو یو شمېر کارپوهان که څه هم د حکومت یاده لاسته راوړنه د اهمیت وړ بولي، خو وايي چې په تېرو څوارلسو کولو کې حکومت نه دی توانېدلی چې د مخدره موادو لوی قاچاقبران په نښه او دعدالت منګولو ته راکاږي.

د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې پخوانی وزیر جنرال خدایداد اندېښنه ښکاره کوي چې په حکومت کې د فساد له امله یاد قاچاقبران له محکمې پرته خوشې کیږي:

"قاچاقبران چې نیول کیږي باید د خپل بند موده په زندان کې پوره کړي، په تېرو پنځلسو کلونو کې ثابته شوې چې قاچاقبران نیول شوي دي، دوی د خپل بند موده په زندان کې نه ده تېره کړې، دوی قاضیانو او څارنوالانو ته رشوت ورکړی او خوشې شوي دي."

ښاغلی خدایداد ټینګار کوي تر هغو چې په عدليي او قضايي سیسټم کې اصلاحات رانه شي، دمخدره موادو په وړاندې د مبارزې قوانین پلي نه شي، افغان حکومت نه شي کولای چې د مخدره موادو قاچاقبران محکمه کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG