د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

په تخار کې د معتادینو ډېروالي د دې ولايت خلک اندېښمن کړي


د تخار ولایت مرکز تالقانو کې د معتادینو ډېروالي او د مخدره موادو خرڅلاو خلکو ته ګڼ شمېر ستونزې پیدا کړې دي.

د تخار ولایت اوسېدونکي او دیني عالمان وایي چې په دې ولایت کې د معتادینو ډېروالي نشو ته د روغو ځوانانو د هڅولو تر څنګ، ګڼ شمېر اجتماعي ستونزې هم پيدا کړې دي.

د تالقانو يو اوسېدونکی محمد جواد هجري ازادي راډیو ته وویل چې د تالقانو په بېلابېلو سیمو کې نشه‌يي مواد د پرچون په بڼه په ښکاره ډول خرڅېږي، خو پولیس او اړوند مسؤلین‌یې مخه نه‌نيسي.

نوموړي وویل:

"د هرې ورځې په تېرېدو سره د معتادینو شمېر ډېرېږي، مخدره مواد د ښار په واټونو او کوڅو کې په ښکاره خرڅېږي او دا وضعیت د اندېښنې وړ دی. په تخار ولایت کې د معتادینو د درملنې لپاره هم کوم معیاري روغتون او کلینیک نه‌دی جوړ شوی."

د تخار ولایت دیني عالمان د اسلام له نظره د کوکنارو کښت، تولید، قاچاق، خرڅلاو او استعمال حرام بولي او زياتوي چې د مخدره موادو استعمال خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.

د تخار یو دیني عالم مولوي عبدالصمد له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

"افغانان باید د وروڼو په شان لاس سره ورکړي او د مخدره موادو د کښت، خرڅلاو او استعمال پر وړاندې ودرېږي، موږ باید په خپله ټولنه کې د داسې غیر شرعي کړنو مخه ونیسو، که نه نو زموږ هېواد به له یوه ستر بشري ناورین سره مخ شي."

د دې ولایت یو معتاد چې ساحل نومېږي، له ځوانانو غواړي چې د ځان، کورنۍ او ټولنې د ژغورنې لپاره له نشو ځان وساتي.

ده وویل:

"ما پخوا کار کاوه، جوړ تیار وم، خو یوه ملګري به مې کله نا کله یو دود کرسټال راکاوه، په دې ډول معتاد شوم، کله چې معتاد شوم، هغه ملګري مې هم يوازې پرېښودم، اوس مې پوښتنه هم نه‌کوي، اوس اوزګار ګرځم."

د تخار ولایت له مخدره موادو سره د مبارزې رئیس احمد خالد وایي چې په دې ولایت کې د کوکنارو کښت د پخوا په پرتله کم شوی، له همدې امله له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت ځیني تشویقي پروژې په پلان کې لري چې د کوکنارو د بدیل کښت په توګه به‌یې تطبیق کړي.

احمد خالد زیاته کړه:

"د راتلونکي کال لپاره په تخار ولایت کې د بدیل معیشت پر مؤثرو پروګرامونو کار کوو، حکومت په پام کې لري په راتلونکي کال کې په دې ولایت کې ګڼې پروژې تطبیق کړي چې له دې سره سم به د خلکو ستونزې حل او د مخدره موادو د کښت، تولید او استعمال د زیانونو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړل شي."

ښاغلی خالد وایي چې په تخار کې به د راتلونکي کال په پروګرامونو کې د ولایت په کچه د معتادینو د درملنې یو ۲۰۰ بستریز روغتون هم جوړ شي.

د تخار ولایت مدني فعالان وایي چې د اعتیاد ستونزه تر ډېره د هغو ځوانانو له‌خوا دې ولایت ته راوړل شوې چې له هېواده بهر په تېره بيا ایران ته د کار لپاره تللي او هلته په نشو اخته شوي دي.

د دوی په وینا، په هېواد کې بې‌کارۍ او مخدره موادو ته اسانه لاسرسي د معتادینو شمېر ډېر کړی دی.

راپور: اجمل ارین

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:58 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG