د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۴

امنیه قومانداني: په کابل کې حملې په دغه ښار کې د موجودو ترورېستي ډلو له‌خوا کېږي


د کابل امنیه قومانداني په کابل کې د ترورېستي شبکو موجودیت تأییدوي او ټینګار کوي چې په کابل ښار کې انتحاري حملې او چاودنې د همدې شبکو له لوري پلانېږي.

وروسته له هغې چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان په کابل ښار کې د طالبانو د شبکې د موجودیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه، اوس د کابل امنیه قوماندان وايي هڅې یې پیل کړي څو د بهرنیو ځواکونو په همکارۍ د دغو شبکو د فعالیتونو مخه ونیسي.

د کابل امنیه قوماندان داود امین د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۲۴» ازادي راډیو ته وویل چې په کابل ښار کې ډېری انتحاري حملې د همدې شبکو په واسطه پلانېږي چې د مؤثقو اطلاعاتو له ترلاسه کولو وروسته به له بهرنیو ځواکونو سره په ګډه د دغو شبکو پر ضد جدي اقدام وکړي.

جنرال داود امین
جنرال داود امین

نوموړي زیاته کړه:

"په کابل ښار کې چې دغه انتحاري او ډله‌ییزې حملې ترسره کېږي، دغه حتمي د دغو شبکو د موجودیت له امله کېږي، نو په همدې ارتباط د کابل امنیتي ځواکونه، له ګارنېزیون، ملي امنیت، ملي اردو او په کابل کې له مېشتو بهرنیو ځواکونو سره په همکارۍ هغه ساحات چې دوی پلان ګذاري کړي او ځالې یې په‌کې جوړې کړي په اړه به‌یې پلټنې وکړو."

ښاغلی امین وايي، په کابل ښار کې یې کمربندونه جوړ کړي او ټینګار کوي چې تر اوسه‌یې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو له لوري ډېری دغه ډلې نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن د چهارشنبې په ورځ د بګرام په هوايي اډه کې ویلي و، دا مهال د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف عمده هدف د کابل د امنیت خوندیتوب دی.

جنرال جان نېکلسن
جنرال جان نېکلسن

جنرال جان نېکلسن زیاته کړې چې طالبانو په کابل کې ځای نیولی او په دغه ښار کې شبکې لري چې د حملو لپاره اسانتیاوې برابروي.

د امریکا پوځي چارواکي پر دې ټکي غور کوي چې په کابل ښار کې د شبکو او وسله‌والو ډلو د څپلو لپاره له ځانګړو مخفي ځواکونو استفاده وکړي، لکه څه موده وړاندې یې چې د عراق په پلازمېنه بغداد او همدا شان د افغانستان په ختیځ غرنیو سیمو کې ورنه استفاده کړې وه.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون هم په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قوماندان څرګندونې تأیید او وايي په کابل ښار کې د ترورېستي شبکو موجودیت د اندېښنې وړ خبره ده چې باید مخنیوی یې وشي.

د دغه کمېسیون غړي غلام سخي مشواڼي ازادي راډیو ته وویل:

"زه دا تأییدوم چې هغوی په کابل ښار کې نفوذ پیدا کړی او پر نظامي اهدافو حملې کوي چې ډېری په دغو حملو کې ملکیان وژل کېږي چې دغه په ښار، سوداګرۍ او نورو هر څه باندې منفي تأثیر پرې باسي."

ښاغلی مشواڼی زیاتوي چې همدغه شبکې د رهنمايي معاملاتو د دفترونو له لارې کورونه په کرایه نیسي او یو شمېر نورې کړۍ شته چې د دغو شبکو ځای پرځای کولو کې همکاري کوي.

نوموړی ټینګار کوي چې د امنیتي او کشفي ارګانونو د فعالېدو تر څنګ باید په دې برخه کې خلک له حکومت سره همکاري وکړي، ځکه د هغه په وینا له حکومت سره د خلکو همکاري د شبکو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره یوه ګټوره لاره ده.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG