ملګرو ملتونو، افغانستان، هند او امریکا په مصر کې پر یوه جومات پرونۍ مرګونې حمله وغندله.
د افغانستان حکومت د مصر په سینا ټاپوزومه کې د روضه په نوم جومات باندې د وسله والو پرونی برید په سختو ټکو غندلی دی.
مصري مقامات وايي، په سینا ټاپوزومه کې دې برید لږ تر لږه ۲۳۵ کسان وژلي او لسکونه نور يې ژوبل کړي دي.
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند نجیب ازاد تېره شپه ازادي راډیو سره په دې اړه خبرو کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ترورېزم پر ضد ګډه مبارزه وکړي.
افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دی چې وسله والو په کې پر جوماتونو په بریدونو کې سلګونه کسان وژلي دي.
کورنیو چارو وزارت: په کابل کې پر«امام زمان» جومات حمله کې ۳۹ تنه وژل شوي
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په مصر کې پرونی برید غندلی دی او هغه يې پر بې ګناه عبادت کوونکو د تروریستانو وحشیانه او بزدلانه حمله بللې ده.
د هند صدراعظم ناریندرا مودي پر خپله ټویټر پاڼه د دې برید له امله د مصر حکومت او خلکو ته د تسلیت او غمرازۍ پیغام ورکړی دی.
مودي ویلي د ترورېزم د ټولو ډولونو پر ضد د مبارزې ملاتړ کوي او نوی ډیلی د مصر له ولس او حکومت سره ولاړ دی.
د ملګرو ملتونو سرمشني انتونیو ګوترس او د دې سازمان د امنیت شورا د مصر په سینا کې پر جومات حمله په شدیدو ټکو غندلې ده او عدالت ته يې د دې برید د عاملانو د راښکلو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپله اعلامیه کې ویلي چې تروریستي اعمال چې انګيزه يې هر څه وي، جنایت دی.
مصري چارواکو ویلي چې دا برید د سینا مرکز العریش ته نېږدې په بئر العبد سیمه کې په داسې وخت کې وشو چې خلک د جمعې د لمانځه لپاره راغونډ شوي وو.
د مصر دولتي ټلوېزیون وویل له برید سمدستي وروسته ولسمشر عبد الفتاح السیسي بېړنی امنیتي غونډه را وبلله.
ولسمشر سیسي تر غونډې وروسته په یوې ټلوېزیوني وینا کې وویل:
"هغه څه چې په سینا کې روان دي د ترورېزم پر وړاندې زموږ د مبارزې د مخنیوي په هدف دي، د ترورېزم پر ضد مصر یوازې جګړه کوي، مصر دا مبارزه د سیمې او ټولې نړۍ له طرفه کوي، دې ته په پام څه چې کېږي هغه ټول د ترورېزم پر وړاندې زموږ د مبارزې د درولو په خاطر کېږي، دا د تروریستانو د جنايي او وحشتناکه دسیسې د مخینوي لپاره زموږ د هوډ د ماتولو او حرکت د درولو په خاطر کېږي."
د مصر حکومت د دې برید له امله په هېواد کې درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړی دی.
راپورونه وايي، د مصر جنګي الوتکو له دې حملې وروسته په سینا کې څو ځله بریدونه وکړل.
تر اوسه کومې ډلې د مصر د پرونۍ حملې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.