د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

په مصر کې پر جومات حملې په لسګونو کسان وژلي


مصري چارواکي او دولتي رسنۍوايي چې د سینا په شمال کې وسله والوکسانو پر یوه جومات په حمله کې تر ١٨٤تنو زیات وژلي دي.


دولتي مطبوعاتو ویلي چې حمله د سینا له مرکز العریشه په څلوېښت کیلومتره واټن کې په پرته سیمه بئرالعبد کې پریوه جومات وشوه .


په مصر کې نن حکومت درې ورځنی ماتم اعلان کړی او ولسمشر عبدالفتاح السیسي له خپلو امنیتي چارواکو سره بېړنۍ غونډه کړې ده .


اسوشیتدپرس نن د دریو پولیسو په حواله ویلي چې حمله کونکي څلور تنه وو،په موټرو کې سپاره وو او د جمعې د لمانځه په وخت کې يې پر لمونځ کونکو ډزې وکړې.


د مصر دولتي خبري اژانس مینا د چارواکو په حواله لیکلي چې او تر ١٢٠ تنو زیات زخمیان دي.

XS
SM
MD
LG