د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۱۱

د کابل پر پرونۍ انتحاري حملې د نیویارک ټایمز تبصره


نیویارک ټایمز ورځپاڼې په کابل کې انتحاري حملې باندې لیکنه کړې ده.

ورځپاڼې د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد په حواله لیکلي چې پولیسو د یوه صالون دروزاې ته نږدې چې غونډه پکې روانه وه حمله کوونکی وپېژانده.

مجاهد ویلي د پولیسو یوه قوماندان له انتحاري حمله کوونکي لاسونه چاپېر کړل اوهمدا وه چې چاودنه وشوه.

مجاهد د پولیسو دا قوماندان یو اتل وباله او ویې ویل چې هغه د ډېرو خلکو ژوند وژغوره.

چاودنه د کابل خیرخانه مېنې د لب جر سیمې قصرنوین هوټل په وړاندې وشوه چې د کابل د پولیسو په خبره ۷ تنه پولیس او دوه ملکیان پکې ووژل شول.

ټیلیګراف:

بریټانوي ټیلیګراف ورځپاڼې په افغانستان کې د تریاکو د تولید زیاتوالی مهم بللی دی.

ورځپاڼې ویلي له مخدره موادو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې د شمېرو له مخې د ۲۰۱۶ کال په نسبت په افغانستان کې د تریاکو تولید ۸۷ فیصده زیات شوی چې ټول ټال ۹ زره ټنو ته رسیږي.

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي د تریاکو دا زیاتوالی په افغانستان کې د بې ثباتۍ، ترهګرۍ او د تروریستي ډلو د تمویل د زیاتوالي احتمال ښيي.

د ټیلیګراف ورځپاڼې په مقاله کې راغلي چې اټکل کېږي ترهګر د مخدره موادو له تجارته هر کال میلیونونه ډالره عاید تر لاسه کوي.

د مقالې لیکوال ویلي فکر کېږي د بریټانیا سړکونو ته ۹۰ سلنه رسیدونکي هیرویین له افغانستان راځي.

د ټیلیګراف په خبره بریټانیا چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د مخدره موادو د سوداګرۍ د مخنیوي مشري په غاړه لري د دې ستونزې د هواري او د بدیل کښت لپاره د بزګرو د هڅولو په خاطر لسګونه میلیونه پونډ لګولي دي.

XS
SM
MD
LG