د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۸ وږی ۱۳۹۷ کابل ۰۷:۵۶

اسټرالیا وايي د کابل حملې د دوی سرتېرو ته زیان نه دی رسولی


د اسټرالیا حکومت وايي، په کابل کې په پرونۍ حمله کې د هغه هېواد هېڅ وګړي ته زیان نه دی رسېدلی.

د کابل په قابل بای سیمه کې پرون په داسې وخت کې چې د اسټرالیا د سفارت د کارکونکو موټر د تېرېدو په حال کې و، انتحاري حمله وشوه.

د جرمني خبري اژانس په حواله، په پېښه کې یوه نجلۍ ووژل شوه او ۲۲تنه زخمیان شول.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې، جولي بېشوپ پرون جمعه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي لري او داسې حملې څرګندوي چې تروریستي ډلو افغانان له څه ډول ګواښ سره مخامخ کړي دي.

د دې انتحاري حملې مسؤلیت تر دامهاله کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG