د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۱۴

ملګرو ملتونو د کابل وروستۍ انتحاري حمله په کلکه وغندله


ملګرو ملتونو په پلازمېنه کابل کې پرونۍ تروریستي حمله چې په ترڅ کې یې ملکي وګړي مړه او ټپیان شول، په کلکه غندلې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما په پرونۍ حمله کې د ملکي وګړو په نښه کول په کلکه غندلي دي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو دا حمله یو تروریستي عمل او د نړیوالو قوانینو جدي سرغړونه بللې ده.

ښاغلی یاماموتو وايي چې دا ډول حملې د منلو وړ نه دي او ټینګار کوي چې په داسې حال کې چې افغانان سولې ته تږي دي او افغانستان له ګڼ شمېر ستونزو سره مخامخ دی، دا حملې هیڅ راز توجیه نه لري.

یوناما د جګړې له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتي دي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب په برخه کې له نړیوالو بشري قوانینو سره سم پر خپلو ژمنو ودرېږي.

د کابل په پرونۍ حمله کې چې د جمعیت اسلامي ګوند د پلویانو پر یوه غونډه وشوه د وروستیو ارقامو له مخې د پولیسو او ملکي وګړو په ګډون ټول لس کسان وژل شوي او یوولس ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویندوی نجیب دانش د تلفاتو د وروستيو ارقامو په اړه تېره شپه ازادي راډیو ته وویل:

نجیب دانش
نجیب دانش

"هغه ارقام چې له موږ سره دي، اووه پولیس شهیدان شوي دي او اووه نور ټپیان دي، له ملکي روغتونونو څخه چې موږ ته راپور راکړل شوی درې تنه ملکیان شهیدان شوي او څلور نور ټپیان دي، له روغتونونو څخه چې موږ ته خبر رارسېدلی هم د ټپي شویو پولیسو او هم د ملکي ټپیانو روغتیايي حالت ښه دی."

له دې مخکې د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد ازادي راډیو ته ویلي و چې چاودنې شپږ ملکيان او اته پولیس وژلي او د پولیسو او ملکي وګړو په ګډون اتلس نور یې ټپیان کړي دي.

د پرونۍ حملې مسؤلیت اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی.

په همدې حال کې د مصر دارالافتا وايي، وسله وال طالبان اوس د بهرنیانو په مرسته د افغان حکومت او د سیالو ډلو پر ضد جګړه کوي.

د مصر په دارالافتا کې پر تکفیري فتواګانو او افراطي نظریو د څار څانګې په کندهار کې د طالبانو وروستی برید چې ۲۲ افغان پولیس یې ووژل او ۱۵ نور یې ټپیان کړل غندلی دی او په یو بیان کې دې حملې ته د اشارې په ترڅ کې وايي چې که څه هم طالبان په تروریستي حملو کې له بهرنیو وګړو د کار اخیستو خبره ردوي خو خلکو د هغو په لیکو کې داسې کسان لیدلي چې په ترکمني، ازبکي، پنجابي او نورو ژبو خبرې کوي.

چارواکي: په کندهار کې د طالبانو په حمله کې ۴۵ طالبان او ۲۲ پولیس وژل شوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:51 0:00

د افغانستان د اوږدې جګړې له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې د مصر دارالافتا داسې یوه اعلامیه خپروي.

XS
SM
MD
LG