افغان حکومت وايي، د اداري فساد سره مبارزهيې په لومړیتوبونو کې ده او د دغې پدیدې په وړاندې يې عملي اقدامات کړي.
په داسې حال کې چې د شفافیت نړیوال سازمان د فساد پر ضد د ملي يووالي حکومت هڅې ناکامې بللي، د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د فساد پر ضد یې عملي اقداماتو او هڅو ښه نتیجه ورکړې ده.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د د ویاند دفتر سرپرست شاهحسین مرتضوي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۲۳» ازادي راډیو ته وویل چې حکومت د دغې پدیدې سره د مبارزې په برخه کې يو لړ جدي او عملي ګامونه پورته کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ په دې برخه کې يو لړ عملي اقدامات کړي، د ۱۳۹۶ کال په بودجه کې شفافیت يو له دغو اقداماتو نه دی او تر ټولو مهمه دا چې د دفاع او کورنیو چارو وزارت په ګډون په يو شمېر مهمو بنسټونو کې اصلاحات راغلي او د حکومت هڅه او تمرکز پر دې دی چې څنګه کولای شي شفافیت او ځواب ورکولو ته زمینه برابره کړي."
دا په داسې حال کې ده چې د شفافیت نړیوال سازمان په خپل يوه تازه راپور کې ویلي چې د فساد پر ضد د افغان حکومت هڅو د ملګرو ملتونو د بنسټیزې پراختیا اهداف نهدي ترلاسه کړي.
د دغه راپور په حواله د پایدارې پراختیا ۱۶ مهم اهداف د ۱۹۳ ملتونو لپاره ټاکل شوي ترڅو یې له مخې فقر محوه او تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې د خلکو سوکالي تضمین کړي.
د شفافیت نړیوال سازمان په راپور کې دا هم راغلي چې که افغان حکومت د فساد پر وړاندې جدیت ونهښيي، ناشونې ده چې افغانستان د پایداره پراختیا اهدافو ته چې پهکې د فقر محوه کول، د سولې ټینګښت او ټولنیز عدالت شامل دی، ورسېږي.
په دغه راپور کې له ملګرو متلونو په جدي توګه غوښتل شوي چې افغان حکومت اړ کړي څو د فساد پر وړاندې مبارزې ته لومړیتوب ورکړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې څو ورځې وړاندې د شفافیت نړیوال سازمان د یوه راپور په خپرولو سره په ۲۰۱۷ میلادي کال کې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې د فساد له پلوه د ۱۵ امتیازونو په درلودلو سره، تر سوماليا، جنوبي سوډان او سوریې وروسته، د نړۍ څلورم فاسد هېواد اعلان کړی دی.
په همدې حال کې د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې د لوړپوړو دولتي، ملکي او پوځي چارواکو په ګډونیې د فساد له ۱۵۰۰ پر زیاتو دوسیو کار کړی چې په ترڅ کې یې د یو شمېر چارواکو دندې ځنډول شوي او ځیني کسان ممنوعالخروج اعلان شوي دي.
خو د يو شمېر مدني ټولنو او کارپوهانو په باور کمکاري، له فساد سره د مبارزې بنسټونو په کار کې د حکومت لهخوا سیاسي لاسوهنې او زورواکي هغه لاملونه دي چې په هېواد کې یې اداري فساد ته زمینه برابره کړې ده.
خو له دې ټولو سره سره د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ رئیس سید اکرام افضلي وايي چې په افغانستان کې د فساد ضد روانې هڅې ځکه بریالۍ نهدي چې د دغې پدیدې په وړاندې مبارزه لا بنسټیزه شوې نهده.
نوموړي زیاته کړه:
"د افغانستان حکومت له دې نهدی توانېدلی چې د فساد سره سمه مبارزه وکړي چې لا دلته د فساد ضد مباره لا بنسټیزه شوې نهده دا په دې معنی چې د فساد ضد بنسټونه خپلواک نهدي، د فساد سره د مبارزې په برخه کې قوي قانون نهدی موجود، دا شان په دې برخه کې سیاسي چلند د دې لامل شوی چې د پرمختګونو مخه ډب کړي."
ښاغلی افضلي وايي، تر کومې چې حکومت د فساد ضد مبارزه خپل لومړیتوب ونهګرځوي او په دې برخه کې له سیاسي چلند نه لاس وانهخلي له هېواده د فساد ورکېدل ناشونې دي.
د ده په خبره، د حکومت د يوې قوي ارادې د نهموجودیت له امله د فساد جرړې ورځ تر بلې په پراخېدو او خلکیې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.
راپور: واصل وصال