د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۳

ملي ارمان: پاکستان منافق دی او نه‌غواړي افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي


د کابل چاپ ورځپاڼو نن یو ځل بیا له افغانستان سره د پاکستان د همکاریو په تړاو د اسلام‎اباد د دوه مخي سیاست او په افغانستان کې د راتلونکو انتخاباتو په اړه د روانو بحثونو په اړه بېلابېل مطالب خپاره کړي دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې په یو مطلب کې د پاکستان له پارلماني پلاوي سره د اجرائیه رئیس لیدنې ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې ښاغلي عبدالله د پلاوي له غړو سره په خبرو کې دا واضح کړه چې د کابل او اسلام‎اباد ترمنځ اړیکې هغه مهال ښه کېدای شي چې په پاکستان کې د ترهګرو ډلو د ځالو پر وړاندې اقدام وشي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې اجرائیه رئیس د دواړو هېوادونو ترمنځ په موجوده ستونزو هم خبری وکړې او ویې‌ویل چې دا ستونزې باید د خبرو اترو له لارې حل شي.

خو د ورځپاڼې په وینا اجرائیه رئیس د اړیکو د ښه کولو لپاره د ترورېزم په خلاف صادقانه مبارزه او په پاکستان کې د ترهګرو د ځالو له‎منځه وړل مهم وبلل.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا په خپله سرلیکنه کې وار له مخه په واضح ډول لیکلي دي چې پاکستان منافق دی او نه‌غواړي په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي.

ورځپاڼې وړاندې په امریکا کې د اسلام‎اباد د پخواني سفیر په حواله لیکلي دي چې پاکستان په ظاهره دا ښکاره کوي چې د ترورېزم په وړاندې په روانه مبارزه کې له امریکا سره همکاري کوي، خو د پردی تر شا د ترورېزم او وېره اچونې ملاتړ کوي.

ورځپاڼه لیکي:

د پاکستان دا سیاست نور نو نړیوالو ته رسوا شوی دی او همدا لامل دی چې د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان او جنوبي اسیا سیمې لپاره په خپله نوې ستراتېژي کې پاکستان ته خبرداری ورکړی چې خپل موجوده سیاست دې بدل کړي.

ورځپاڼه د سرلیکنې په پای کې دی نتیجې ته رسیدلی، تر هغو چې دا بد ګاونډی د افغانستان په وړاندې خپله تګ‎لاره بدله نه‎کړي، نو په افغانستان کې سوله نه‌شي راتلی.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې د ځینو پاکستاني ورځپاڼو په استناد لیکلي دي چې افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان له پوځ څخه غوښتنه کړې چې پاکستاني دیني عالمان دې د طالبانو او نورو وسله‎والو ډلو پر ضد چې د افغان حکومت پر وړاندې جنګیږي یوه فتوا صادره کړي.

ورځپاڼه لیکي:

ښاغلي غني دا غوښتنه د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه د تېرې میاشتې د سفر پر مهال کړې وه چې د باجوه له‎خوا هم منل شوې وه او ویلي و چې ډېر ژر به دا کار وکړي.

خو ورځپاڼې د ځینو کتونکو په حواله لیکلي دي چې ممکن دا فتوا هم د جنګ په شدت کې کوم بدلون راولي.

د راتلونکو انتخاباتو په اړه روان بحثونه او په‎دې اړه د بېلابېلو اړخونو دریځونه هم د کابل ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې راخیستل شوي دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې د ولسمشر اشرف غني په حواله په یو مطلب کې لیکلي دي چې حکومت‌یې انتخاباتو ته ژمن دی او راتلونکي انتخابات به په خپل ټاکلي وخت ترسره شي.

ورځپاڼه لیکي:

ښاغلي غني دا څرګندونې د خوګیاڼو د قوم له مشرانو او استازو سره په یوه لیدنه کې چې د دوی د امنیتي اندېښنو په اړه جوړه شوې وه، کړې دي.

د ورځپاڼې په وینا که څه هم ښاغلي غني د ملي شورا د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو په خپل وخت د ترسره کولو خبره کړې، خو کتونکي پرې باور نه‎لري او وایي چې حکومت د ملي شورا او د جمهوري ریاست د انتخاباتو په یوځای د ترسره کولو پلان لري.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې بیا په خپله سرلیکنه کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د رئیس پر ځای د نوي کس په معرفي کې ځنډ ته په اشارې لیکلي دي چې دا کمېسیون اوس دا چانس لري چې خپله خپلواکي ثابته کړي.

ورځپاڼه لیکي:

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي وو، که حکومت د نوي کس په معرفي کې ځنډ وکړ، نو دوی به خپله لاس په کار شي او د موجوده غړو نه به یو کس د رئیس په توګه وټاکي.

ورځپاڼه لیکي چې همدا یې وخت دی چې کمېسیون دا کار وکړي او خپله خپلواکي هم ثابته کړي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې لیکلي دي چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان څارنه راتلونکو انتخاباتو ته شفافیت وربخښلی شي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته په‎کار ده چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان سره خپلې اړیکې پراخه کړي او په راتلونکو انتخاباتو کې ترې مالي، تخنیکي او لوژستیکي ګټه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG