د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

لویه څارنوالي: د لوړپوړیو چارواکو په ګډون د ۱۵۰۰ کسانو پر دوسیو کار شوی


د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې د لوړ پوړیو دولتي ملکي او پوځي چارواکو په ګډون یې، د فساد له ۱۵۰۰ په زیاتو دوسیو کار کړی چې په ترڅ کې یې د یوشمېر چارواکو دندې ځنډول شوي او ځینې کسان ممنوع الخروج اعلان شوي دي.

د دغې ادارې ویاند جمشید رسولي د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د کب د میاشتې په ۶ مه» په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دغه دوسیې د عدليي او قضايي مرکز او د فساد په وړاندې د ځانګړې څارنوالۍ له لورې پلټل شوې دي.

جمشید رسولي
جمشید رسولي

ښاغلي رسولي وویل:

"د افغانستان لویه څارنوالي توانېدلې چې په ۱۳۹۶ کال کې د فساد اړوند له ۱۵۰۰ په زیاتو دوسیو کار وکړي، دغه دوسیې د فساد پرضد عدليي او قضايي مرکز کې او دغه شان له فساد سره د مبارزې په ځانګړې څارنوالۍ کې چې په ملکي او نظامي برخه کې کار کوي، څېړل شوې دي."

ښاغلی رسولي زیاتوي چې د دغو دوسیو له درکه یومیلیارد او شپږ سوه زره افغانۍ د خسارې د جبران او نقدي جریمې په ټوګه د دولت په ګټه پرېکړه شوې چې یوه اندازه پیسې د دولت عوایدو ته سپارل شوې هم دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د شفافیت د څار نړیوال سازمان د یوه راپور په خپرولو سره په ۲۰۱۷ میلادي کال کې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې د فساد له پلوه د ۱۵ امتیازونو په درلودو سره، تر سوماليا، جنوبي سوډان او سوریې وروسته، د نړۍ څلورم فاسد هېواد اعلان کړی دی.

خو لویه څارنوالي وايي، افغانستان د فساد پرضد مبارزه کې پاتې نه دی راغلی، بلکې یوشمېر نور هېوادونو له فساد سره د مبارزې په برخه کې له دوی مخکې شوي دي.

بل خوا د شفافیت د څار بنسټ دغه ارقامو ته د شک په سترګه ګوري او وايي چې د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا د اداري فساد اړوند دوسیو د څېړلو په تړوا د څارونکو خپلواکو ادارو نه شتون د دې لامل شوی چې خلک د څارنوالۍ پر کړنو باور ونه کړي.

د دغه بنسټ رئیس سید اکرام افضلي ازادي راډیو ته وویل چې لا هم خلک نه پوهېږي چې د لويې څارنوالۍ په ادارو کې څه تېرېږي.

سید اکرام افضلي
سید اکرام افضلي

ښاغلی افضلي وایي:

"د فساد پرضد د خپلواکو بنسټونو نه شتون د دې لاامل ګرځېدلی چې دغه پروسه دې شفافیت ونه لري او کوم ارقام چې د څارنوالۍ له خوا ورکول کېږي، د باور وړ ونه ګرځي، په رښتیا هم څوک په حقایقو نه پوهېږي چې څه روان دي، ځکه یوشمېر زور واکي چې په فساد کې ښکېل دي، دوی تراوسه نه دي نیول شوي. "

ښاغلی افضلي زیاتوي، لا هم د ملي وحدت په حکومت کې د فساد پرضد مبارزې لپاره قوي اراده نه ده موجوده، ځکه د نوموړي په وینا، اوس په فساد کې ښکېل د یوشمېر زور واکو او چارواکو دوسیې نه دي څېړل شوي.

د افغانستان لویه څارنوالي ټینګار کوي چې له ژمنې سره سم به پرته له کوم توپیر او امتیازه د ټولو مفسدینو دوسیې په جدیت سره وڅېړل شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG