د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۴

۲۰۱۷ کال کې د فساد پر وړاندې د حکومت بې‌سارو هلو ځلو ته د شک سترګې!


که څه هم په ۲۰۱۷ میلادي کال کې افغان حکومت د فساد پر وړاندې زیاتې هلې ځلې کړي، خو د ملي شورا یو شمېر غړي او عام افغانان وايي چې اوس هم په دولتي ادارو کې فساد موجود دی.

د ملي شورا ځیني غړي وايي، اداري فساد لا هم د حکومت پر وړاندې یو ستره ننګونه ده او په دې برخه کې کوم ځانګړی اقدامات نه‎دی شوی.

د ولسي جرګې غړی ګل پاچا مجیدي ازادي راډيو ته وویل، د نظام په داخل کې د یو شمېر مفسدو چارواکو دوسیې تر اوسه هم نه‎دي څېړل شوي.

د ولسي جرګې غړی ګل پاچا مجیدي
د ولسي جرګې غړی ګل پاچا مجیدي

دی وايي:

"له بده مرغه په نظام کې داسې کسان اوس هم شته چې دوی په فساد ککړ دي. قضايي او عدلي ادارې د هېواد سیاسي وضعیت ته په کتو هغه چلند چې باید ورسره وشي، نه‎شي کولای."

د مشرانو جرګې غړی محي‎الدین منصف وايي، که څه هم حکومت په دې برخه کې لاسته راوړنې درلودې، خو ځیني فاسد کسان اوس هم قانون ته غاړه نه‎ږدي.

په ورته وخت کې د شفافیت د څار بنسټ رئیس وايي، د ۲۰۱۶ کال په پرتله افغان حکومت په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د فساد پر وړاندې مبارزه کې لاسته راوړنې درلودې، خو د بشپړ قناعت وړ نه‎دي.

د شفافیت د څار بنسټ رئیس سید اکرام افضلي
د شفافیت د څار بنسټ رئیس سید اکرام افضلي

سید اکرام افضلي ازادي راډيو ته وویل:

"اوس هم داسې دوسیې شته چې نه‎دي څېړل شوي، هغه لوی فاسدین چې حکومت‌یې له ستونزو سره مخ کړی، دوسیې یې په جدي ټوګه نه‎دي څېړل شوي. دا د دې ښکارندويي کوي چې په حکومت کې د فساد پر ضد د مبارزې سیاسي اراده کمزوې ده."

له ترورېزم وروسته اداري فساد د افغانانو لپاره لویه ننګونه ده.

ښاغلی افضلي وايي، له ژمنې سره سم حکومت تر اوسه هم نه‎دی توانېدلی چې د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره ځانګړی کمېسیون جوړ کړي.

افغان ولسمشر د فساد پر وړاندې د اروپايي ټولنې په درېیم کلني کنفرانس کې ویلي و چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې لاسته راوړنې ورته د منلو وړ نه‎دي.

غني: د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره لوړپوړي چارواکي محاکمه شوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:35 0:00

محمد اشرف غني ټینګار کړی و چې د فساد له‎منځه وړل‌یې له لومړیتوبونو څخه دی، خو بشپړ له‎منځه وړل‌یې له ۱۰ تر ۲۰ کلونو پورې وخت نیسي.

په ورته وخت کې جمهوري ریاست وايي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې یې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ښې لاسته راوړنې درلودې.

د ولسمشسر مرستیال ویاند نجیب ازاد ازادي راډیو ته وویل چې د ځانګړي کمېسیون په جوړېدو کار روان دی او ډېر ژر به وړ او مناسب کسان په‌کې په دندو وګمارل شي.

دی وايي:

"روان کال له فساد سره د مبارزې په برخه کې حکومت زیاتې لاسته راوړنې درلودې، له فساد سره د مبارزې په برخه کې د یو ځانګړي کمېسیون په جوړېدو کار روان دی، ډېر ژر به وړ او مناسب کسان په دغه کمېسیون کې په دنده وګمارل شي."

د ولسمشسر مرستیال ویاند نجیب ازاد
د ولسمشسر مرستیال ویاند نجیب ازاد

ښاغلی ازاد زیاتوي د فساد پر وړاندې عدلي او قضايي مرکز رامنځته شوی چې د فساد ډېری دوسیې په‌کې څېړل شوي، د شتمنیو د ثبت قانون د ولسي جرګې له لوري تصویب شوی.

په افغانستان کې خراب امنیتي وضعیت، په ادارو کې بېروکراسي، د معافیت فرهنګ، د سرپرستانو زیات وخت پاتې کېدل، په دولتي ادارو کې د زورواکو او قومي متنفذینو لاسوهنې او په کارونو کې اداري تداخل د فساد عمده عوامل بلل کېږي.

افکک یا د فساد پر وړاندې د افغانانو د همغږۍ مرکز وايي، له ترورېزم وروسته اداري فساد د افغانانو لپاره لویه ننګونه ده.

د ملي وحدت حکومت په رامنځته کېدو عامو افغانانو تمه درلوده چې ممکن له ژمنو سره سم د دغې پدېدې پر وړاندې څه ډول چې یې ژمنې شوې وې مبارزه وشي، خو له شته پرمختګونو سره سره یو شمېر عام افغانان له دغې مبارزې راضي نه‌ښکاري.

لاهم د ځینو فاسدو چارواکو دوسیې نه‎دي څېړل شوي

دوه تنه کابل ښاریانو په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"نادر اشکان یم، د ملي وحدت حکومت د کار په پیل سره داسې هیلې وې چې دغه حکومت کولای شي اداري فساد له‎منځه یوسي، خو له بده‌مرغه حکومت هغه ستونزې چې لري یې، تر اوسه نه‎دی توانېدلی څه ډول چې شاید او باید دی، د دغې ناوړې پدیدې پر ضد مبارزه وکړي."

"فقیري یم، د افغانستان په ادارو کې اوس هم فساد کېږي، دغه کار خلک ناراضه کړي دي."

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عالي اداره وايي چې په فساد کې ښکېلو د لسګونو چارواکو دوسیې څېړل شوي دي، خو د دغې ادارې رئیس سید حسین فخري ازادي راډيو ته وویل:

"روان کال له فساد سره د مبارزې په برخه کې پرمختګونه شوي، خو دغه پرمختګونه بسنه نه‎کوي، تمه لرو چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې اړوند ادارې، نور کارونه هم وکړي او د ولس تمې پوره کړي."

سید حسین فخري
سید حسین فخري

په ورته وخت کې د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د فساد پر وړاندې د حکومت اقدامات خلکو ته محسوس دي.

د دغې ادارې ویاند وايي، په دې برخه کې د حکومت په اقداماتو سترګې پټول به غیر عادلانه او له واقعیته لیرې خبره وي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG