د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

افغانستان بیا هغو ۴ هېوادونو کې یاد شوی چې اداري فساد په‌کې تر ټولو زیات دی


د شفافیت نړیوال سازمان چې مرکز یې په برلین کې دی د دې سازمان د ۲۰۱۷ میلادي کال په لېست کې افغانستان یو وار بیا د هغو هېوادونو په ډله کې یاد کړی چې تر ټولو ډېر اداري فساد په‌کې دی.

د شفافیت نړیوال سازمان وايي، افغانستان د نړۍ په اداري فساد د ډېرو ککړو هېوادونو په ډله کې پاتې دی او تېر کال دا هېواد له فساد او درغلۍ سره د مبارزې په چاره کې ناکام و.

په دې لېست کې د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې افغانستان د اداري فساد له پلوه په ۱۷۷ شمېره کې یاد شوی دی.

سوریه، سوډان او سومالیا په ترتیب سره له افغانستان څخه په وروسته درې شمېرو کې راغلي دي.

خو په افغانستان کې د اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې عمومي رئیس حسین فخري وايي، سره له دې چې په افغانستان کې تېر کال د اداري فساد پر ضد مبارزه کې ځیني پرمختګونه شوي دي، خو لا هم کافي نه‎دي.

د اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې عمومي رئیس حسین فخري
د اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې عمومي رئیس حسین فخري

ښاغلي فخري چې د شفافیت نړیوال سازمان د دې راپور تر خپرېدو وروسته‌یې ازادي راډیو سره خبرې کولې، د اداري فساد پر ضد مبارزه کې یو لړ پرمختګونه یاد کړل او زیاته‌یې کړه:

"دا پرمختګونه کافي نه‎دي او ځیني وختونه سیاسي مسئلې او انتخابي اقدامات د اداري فساد سره مبارزه له ستونزو سره مخ کوي."

حسین فخري زیاته کړه، یوازې په روان کال کې د اداري درغلیو تر ۶۰ زیاتې دوسیې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د عالي ادارې له‎خوا د افغانستان لویې څارنوالۍ ته سپارل شوي دي چې درنې قضیې دي، خو د ښاغلي فخري په وینا هغه کسان چې محاکمو کې حاضرېږي په فساد کې ښکېل مهم افراد نه‎دي.

دی وايي:

"همدا دوه ورځې مخکې هم د جعل او تزویر یو دوسیه چې د حج او اوقافو وزارت اړوند وه، محکمې ته راجع شوه. یو عادي مأمور په‌کې محکمې ته حاضر شو، خو په‌کې لاس لرونکي مهم کسان چې د یو وزارت مرستیال او بل د مزار شریف یو بانفوذه شخص و، محکمې ته حاضر نه‎شول. له بده مرغه چې په دا ډول اجرأآتو نه‎شو کولای د خپلو خلکو او نړیوالو ادارو قناعت تر لاسه کړو."

په روان کال کې د اداري درغلیو تر ۶۰ زیاتې دوسیې لویې څارنوالۍ ته سپارل شوي.
په روان کال کې د اداري درغلیو تر ۶۰ زیاتې دوسیې لویې څارنوالۍ ته سپارل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت په وار وار ټینګار کړی چې د اداري فساد سره د مبارزې لپاره ژمن دی.

د شفافیت نړیوال سازمان په خپل سږني راپور کې د حکومتونو له‎خوا د غیر دولتي سازمانونو او مطبوعاتو ځپل د فساد له لوړې سطحې سره تړلي بللي دي او زیاته کړې یې ده چې ډېرو هېوادونو تېر کال د اداري فساد پر ضد مبارزه کې ورو حرکت درلود.

په نړۍ کې د اداري فساد په اړه د دې سازمان د ۲۰۱۷ میلادي کال په لېست کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، پاکستان په ۱۱۷م، ایران په ۱۳۰م، تاجکستان په ۱۶۱م، ازبکستان په ۱۵۷م او ترکمنستان په ۱۶۷م شمېرو کې یاد شوي.

د شفافیت د نړیوال سازمان د ۲۰۱۷ میلادي کال په لېست کې نیوزیلنډ د تر ټولو کم اداري فساد په لرلو په سر کې راغلی او ډنمارک، فنلنډ او ناروې ورپسې په نړۍ کې د کم اداري فساد له کبله په ترتیب دوهمه، درېیمه او څلورمه شمېره کې یاد شوي.

XS
SM
MD
LG