د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

عبدالله: سیاسي او نور ملاحظات به د اصلاحاتو په پروسه کوم اغېز ونه‎لري


د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، ملي وحدت حکومت د اصلاحاتو په برخه کې له نړیوالې ټولنې سره کړیو وعدو ته ژمن دی او له فساد سره مبارزه او اصلاحات یې په لومړیتوبونو کې دي.

عبدالله عبدالله چې د یکشنبې په ورځ یې د کورنیو چارو وزارت له لوري چمتو شوي د څلور کلن پلان د تشریح په غونډه کې خبرې کولې وویل چې سیاسي او نور ملاحظات به د اصلاحاتو په پروسه کوم اغېز ونه‎لري.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

دی وايي:

"له نړیوالې ټولنې سره د شفافیت په اړه د ملي وحدت حکومت کړې ژمنې یو ځل بیا تکراروم، هېڅ سیاسي او نور ملاحظات، د اصلاحاتو اصلي مسایل چې د افغانستان د خلکو د بریالیتوب اړتیا ده، تر خپلې شعار لاندې نه‎دی راوستی او نه به یې هم راولي."

ښاغلي عبدالله وویل چې د پولیسو په لیکو کې د ښځو د لازیات جلب و جذب په هدف باید په کورنیو چارو وزارت کې د ښځو معینیت رامنځته شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي وحدت حکومت له‎خوا د اصلاحاتي اقداماتو په اړ کې ولسمشر په دې وروستیو کې د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور استعفا منلې، خو نوموړی لا هم په خپله څوکۍ کار کوي او تازه د سمنګانو والي عبدالکریم خدام هم د یاد ولایت له مقامه د ده د لېرې کېدو په تړاو سیمه‎ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې پرېکړه نه‎ده منلې او دا یې غیر عادلانه اقدام بللی دی.

په ورته وخت کې جمهوري ریاست د برښنايي تذکرو د ویش د لړۍ د پيل لپاره چمتوالی نیسي، خو اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله یې په اړه ملاحظات لري.

دغو سیاسي کړکېچنو حالاتو یو شمېر عام افغانان او له افغان حکومت سره مرسته کوونکي نړیوال متحدین اندېښمن کړي، خو حکومتي مشران ټینګار کوي چې حکومت د اصلاحاتو په برخه کې نړیوالو سره خپلو وعدو ته ژمن دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چې د اصلاحاتو په هدف یې نوې څلور کلن ستراتېژیک پلان بشپړ کړی وايي، له فساد سره مبارزه، شفافیت، تعلیم تربیه، د پولیسو په لیکو کې د ښځو د ونډې زیاتوالی، بشري منابع، د ګټور سیسټم پلي کول او په ځانګړي توګه د وړتیا او لیاقت له مخې د پولیسو ترفیعات او تعیناتو په دغه پلان کې شامل دي.

د کورنیو چارو وزیر ویس برمک وايي، د دغه پلان په پلي کېدو سره به پولیس له جګړې را ووځي او خپلو اصلي دندو ته چې د خلکو ساتنه او د قانوني حاکمیت دی ستانه شي.

د کورنیو چارو وزیر ویس برمک
د کورنیو چارو وزیر ویس برمک

نوموړی وايي:

"څنګه موږ وکولای شو پولیسو ته پراختیا ورکړو او اصلاح یې کړو، اصلاح د پولیسو اخلاق، چلند، تربیه، ورو- ورو موږ وتوانېږو پولیس له نظامي والي خلاص او اصلي دنده ته چې د خلکو او ښار ساتنه، د قانون پلي کول، له جرایمو مخنیوی او داسې نور بېلابېلې برخې په دغه ستراتیژۍ کې ځای پرځای شوي دي."

ښاغلی برمک زیاتوي د دغه پلان په چمتوالی کې د مدني فعالانو، قومي مشرانو، دیني علمان او نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو سره سلا مشورې شوي دي.

په کابل کې مېشت یو شمېر بهرنیو سفیرانو که څه هم په ټوله کې د دغه پلان هرکلی وکړ، خو د پولیسو په لیکو کې یې د ښځو په زیاتې ونډې، شفافیت او په کورنیو چارو وزارت کې فساد سره د مبارزې په مواردو ټینګار ډېروو.

د کورنیو چارو وزیر وايي چې په دغه پلان کې به یادو سپارښتنه ته ځای ورکړل شي.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG