د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او ولسواليو خلکو د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دغه ولایت کې پراختیايي پروژې په ټيټ کیفیت او په ناسمه توګ پلې کېږي او پراخ فساد په کې شتون لري.
په ورته وخت کې بیا د ارزګان د ولایتي ادارې مسؤلین وايي، هېڅ چاته به اجازه
ورنه کړي چې په پراختیايي پروژو کې فساد وکړي.
داپه داسې حال کې ده چې په دغه ولایت کې نن د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت
د یوه استینادي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې او تېره ورځ بیا د ۷ میلیونه
افغانیو په ارزښت هم د ۱۱پروژو د جوړولو چارې پیل شوې.
په دې اړه د شریف الله شرافت راپور ووارئ: