د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۰۹:۲۴

افغان چارواکي: د فاریاب لپاره د طالبانو نومول شوی والي وژل شوی


افغان چارواکي وايي، د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې یې په پوځي عملیاتو کې د دې ولایت لپاره د طالبانو د نومول شوي والي په شمول ۱۲ وسله‎وال وژلي دي.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو له‎خوا نومول شوی والي ذبیح‎غازي په هغو وژل شویو کسانو کې شامل دی چې په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې له‎منځه تللی دی.

د ښاغلي یورش په وینا په دې عملیاتو کې یو شمېر وسله‎وال طالبان ټپیان شوي هم دي او حکومتي لوري ترې یوه اندازه وسلې او مهمات هم نیولي دي.

وسله‎وال طالبان چې د فاریاب ولایت پر ځینو برخو کې کنټرول لري تر اوسه د دې پېښې او په ځانګړې توګه د فاریاب لپاره د خپل نومول شوي والي د وژل کېدو په اړه څه نه‎دي ویلي.

XS
SM
MD
LG