افغانستان
بدخشان کې ترافیکې پېښې د ۷ کسانو ژوند اخیستی دی
د بدخشان په مایمي ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۷ تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د دې ولایت د امینې قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار رسنیو ته نن سه شنبې ویلي، "پېښه د مایمي ولسوالۍ په ورفک سیمه کې د فولډر موټر د چپه کیدو له کبله رامنځته شوې ده".
د کامګار په خبره، ټپیان نژدې روغتون ته انتقال شوي دي.
په افغانستان د سړکونو خرابوالی او د ترافیکي اصولو نه رعایت د ډیرو ترافیکي پېښو اصلي لامل ګڼل کیږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
والکر تورک:افغانستان ته د کډوالو اجباري ستنول باید ودرول شي
دبشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ستر کمشنر والکر تورک وايي افغان پناه غوښتونکي داسې یوه هیواد ته ستنول کیږي چې هلته له جدي خطر سره مخ دي.
هغه د جمعې په ورځ یوه اعلامیه کې وویل چې له کوربه هیوادونو څخه دافغان پناه غوښتونکو د ستنولو بهیر د بشري حق او دپناه اخیستو له نړیوالو قوانینو سرغړونه ګڼل کیږي.
هغه وايي : "افغان ښځې، نارینه او کوچنیان له هغو هیوادونو ستنول کیږې چې دوی هلته د پناه اخیستو په لټه کې وو او اړ کیږې چې د جدي خطر په ګاللو له خپلې خوښې پرته افغانستان ته ستانه شي. "
سره لدې چې افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې د ټولو افغانانو حقوق تامین شوي خو د ملګرو ملتونو د تیرکال رپوټونو وویل چې ځینې هغه افغانان چې افغانستان ته ستنول شوي،د چارواکو له خپلسرو نیونو ، شکنجې او ناوړه چلند سره مخ شوي دي.
دپناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو دسترې کمشنرۍ شمیرې ښيي چې سږ میلادي کال شاوخوا ۲۷۰ زره افغانان له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته اخراج شوي دي.
ریچارد بینت د امید په روغتون د پاکستان دهوايی برید په اړه د خپلواکو تحقیقاتو غوښتنه کوي
افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی وايي د پاکستان له خوا د مارچ په ۱۶ مه کابل کې د معتادانو د درملنې لپاره د امید په روغتون هوايي برید کیدای شي جنګي جرم وګڼل شي.
ریچارد بینت د جمعې په ورځ په خپله ایکسپاڼه دیادې پیښې په اړه د بشپړو او خپلواکو تحقیقاتو غوښتنه وکړه.
ښاغلی بینت وايي په ولسي خلکو او ملکي تاسیساتو قصدي برید امکان لري جنګي جرم وګڼل شي.
نوموړی دیته اشاره کوي چې افغانستان کې دملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت ،یوناما، په دې پیښه کې د څه دپاسه ۲۶۹ ولسي کسانو مړینه تایید کړې ده.
ریچارد بینت له طالبانو هم غوښتي چې په دغه ډول مراکزو کې د ناروغانو خوندیتوب ډاډمن کړي.
پاکستان ادعا کوي چې په دې هوايي برید کې پوځي اهداف په نښه شوي او د ملکیانو د مرګ ژوبلې راپورونه یې رد کړي دي.
بغلان او بدخشان کې د تیرې شپې سیلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي
بغلان او بدخشان ولایتونو کې دتیرې شپې سیلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
بغلان ولایت کې د طالبانو د حکومت لخوا د طبیعي پیښو په وړاندې دمبارزې رئیس هدایت الله بدري طلوع نیوز ته ویلي چې ددغو سیلابونو له کبله بغلان کې لږترلږه لس تنه مړه شوي دي.
هغه زیاتوي چې په مړو شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
ښاغلی بدري زیاتوي چې دغه سیلابونو د بورکې، مرکزي بغلان، ډنډ غوري ، دهنه غوري ، خنجان او تاله وبرفک ولسوالیو کې له سلو زیات کورونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب کړې.
بلخوا د دبدخشان چارواکي وايي چې هلته هم دتیرې شپې سیلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي او د ځینو ولسوالیو ترمینځ لارې یې پرې کړي دي.
د بدخشان چارواکي وايي د ابتدايي شمیرو له مخې ۳۰ کورونه بشپړ تخریب شوي او خلکو د کوکچې له سیند څخه دیو نارینه او یو ماشوم مړي را ویستلي دي.
د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې نن جمعه هم د ورښت او سیلابونو اټکل شوی دی.
بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، فاریاب، بامیان، پنجشیر،پروان، کاپیسا،لغمان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لوګر، خوست او میدان وردک کې د توندو بارانونو او چټکو بادونو اټکل شوی دی.
د ورښتونو کچه له ۱۰ تر۳۵ ملي میترو او دبادونو سرعت په ساعت کې له ۵۰ تر۹۰ کیلومترو اټکل شوی.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست له خلکو غوښتي چې د هوا وضعیت او رسمي خبرداریو ته پاملرنه وکړي.
د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د توند باران ، سیلابونو او چټکو بادونو اټکل شوی
د جمعې په ورځ د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د توند باران ، سیلابونو او چټکو بادونو اټکل شوی دی.
بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، فاریاب، بامیان، پنجشیر،پروان، کاپیسا،لغمان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لوګر، خوست او میدان وردک کې د توندو بارانونو او چټکو بادونو اټکل شوی دی.
د ورښتونو کچه له ۱۰ تر۳۵ ملي میترو او دبادونو سرعت په ساعت کې له ۵۰ تر۹۰ کیلومترو اټکل شوی.
افغانستان کې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست له خلکو غوښتي چې د هوا وضعیت او رسمي خبرداریو ته پاملرنه وکړي.
بلخوا له پیښو سره دمبارزې ادارې د پنجشنبې په ورځ وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې دتوندو بارانونو ،چټکو بادونو ، تلندې او برښنا له کبله ۶ کسه مړه او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
دغه اداره وايي یادې پیښې په کندهار، غور، هرات او تخار کې شوي دي.
له پولیو پاک افغانستان: د پولیو ضد کمپاین نن وروستۍ ورځ ده؛ ماشومان باید د پولیو په وړاندې خوندي شي
په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د پولیو ضد واکسین د کمپاین په وروستۍ ورځ د پولیو د له مینځه وړلو نړیوال بنسټ له کورنیو غوښتي چې خپل ماشومان واکسین کړي.
له پولیو پاک افغانستان بنسټ نن پنجشنبې پرخپله ایکسپاڼه لیکلي، موږ د ټولو هغو میندو او پلرونو څخه مننه کوو چې په روان کمپاین کې یې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړی او زیاتوي کمپاین نن هم دوام لري ترڅو ماشومان د پولیو څخه خوندي پاتې شي. د دې بنسټ په خبره د پولیو په دغه کمپاین کې به چې د دوشنبې له ورځې راهیسې د افغانستان په شاوخوا شلو ولایتونو کې پيل شوی، له پنځو کلونو کم عمره ۸،۳ ملیونه ماشومان واکسین شي.
پولیو یا ګوزڼ ساري ناروغي ده چې یوازې واکسین یې مخه نیولی شي.
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت: له افغانستانه ټول حاجیان سعودي عربستان ته انتقال شول
د طالبانو د حکومت د حج اواوقافو وزارت سعودي عربستان ته د ټولو حاجیانو د انتقال د بهیر د بشپړولو خبرورکوي.
دې وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وویل چې له افغانستانه ټول حاجیان د آریانا افغان او کام آیر هوايي شرکتونو په وسیله په څه کم یونیم سل الوتنوکې مدینې منورې او جدې ته ولیږدول شول. د خبرپاڼې له مخې په لومړي پړاو کې مدینې منورې ته ۱۴۹۸۴ او په دوهم پړاو کې ۱۵۰۱۶ تنه جدې ته انتقال شول. د دې وزارت په خبره سږکال ټولټال دیرش زره حاجیان د حج د مراسمو د ترسره کولو لپاره سعودي عربستان ته انتقال شول. د دې وزارت په خبره ټول انتقال شوي حاجیان د دوی د هستوګنې لپاره په ځانګړیو معیاري او عصري ځایونو کې ځای پرځای شوې دي.
طالبانو له پاکستانه د افغان بندیانو او نادرکه کسانو د وضعیت د معلومېدو غوښتنه وکړه
طالبانو له پاکستانه د افغان بندیانو او نادرکه کسانو د وضعیت د روښانتیا غوښتنه کړې
د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې د د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان کونسلګرۍ ویلي چې د پاکستان له چارواکو سره یې په دغه هېواد کې د افغان بندیانو او نادرکه کسانو د برخلیک په اړه خبرې کړې دي.
د کونسلګرۍ مرستیال انورشاه ملنګیار له پاکستانه غوښتي چې د دغو افغانانو د تعقیب لپاره یو منظم میکانیزم جوړ کړي او د نیول شویو کسانو معلومات له افغان کونسلګرۍ سره شریک کړي.
هغه همداراز د بلوچستان زندانونو ته د لاسرسي غوښتنه کړې، څو د افغان بندیانو وضعیت وڅېړي او ورته قونسلي خدمات وړاندې کړي.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې د بېاسناده افغان کډوالو د ایستلو پراخ بهیر پیل کړی، چې په ترڅ کې یې زرګونه افغانان نیول شوي او بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
په هلمند کې د ناچاودېدلې مرمۍ چاودنې دوه ماشومان وژلي
د هلمند ولایت په خانشین ولسوالي کې د ناچاودېدلې مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او مور یې ټپي شوې ده.
د طالبانو امنیه قوماندانۍ پرون (چهارشنبې) په یوه خبرپاڼه کې وویل، ماشومانو له پخوانیو جګړو پاتې د توپ مرمۍ موندلې او کور ته یې وړې وه، چې وروسته په اور کې وچاودېده.
د معلوماتو له مخې، وژل شوي ماشومان ۳ او ۱۰ کلن وو، او مور یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوې ده.
افغانستان لا هم د ماینونو او ناچاودېدلو مهماتو له جدي ګواښ سره مخامخ دی، چې ماشومان یې تر ټولو ډېر قربانیان بلل کېږي.
پنځو افغان کرنیزو شرکتونو ته د نړیوال بانک او ملګرو ملتونو مالي ملاتړ
د خوړو او کرنې نړیوال سازمان او نړیوال بانک ویلي چې پنځو افغان کرنیزو شرکتونو ته مالي مرستې ورکوي.
دغه مرستې، چې پرون (چهارشنبې) اعلان شوې، د هرات، کاپیسا، کندوز، لوګر او تخار ولایتونو هغو شرکتونو ته ورکول کېږي چې د تخمونو د تولید، زعفرانو، لبنیاتو، سویابینو، پروسس او خوراکي توکو په برخو کې فعالیت کوي.
د راپور له مخې، له دغو پنځو شرکتونو څخه درې د ښځو لهخوا اداره کېږي، او تمه ده چې دا پروژې په کلیوالو سیمو کې د کارموندنې، کرنیزو بازارونو او اقتصادي ودې سبب شي.
روسیې او چین ترهګري د افغانستان او سیمې لپاره جدي ګواښ بللی
روسیې او چین په یوه ګډه اعلامیه کې ترهګري د افغانستان، سیمې او نړۍ د امنیت لپاره جدي ګواښ بللی او له هېوادونو یې غوښتي چې له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد همکارۍ پیاوړې کړي.
دا اعلامیه په بیجینګ کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین ولسمشر شي جینپینګ تر لیدنې وروسته خپره شوې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې دواړه هېوادونه د افغانستان د هغو هڅو ملاتړ کوي چې غواړي ترهګري له منځه یوسي او د افغانستان خاوره د ګاونډیو او سیمې د امنیت پر ضد ونه کارول شي.
روسیې او چین همداراز ویلي چې د افغانستان په اړه به خپلې دوهاړخیزې او څو اړخیزې همکارۍ پراخې کړي او په دغه هېواد کې د دوامدار امنیت او ثبات ملاتړ کوي.