د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، که چېرې وسله وال طالبان د سولې خبرو ته حاضر شي او په دغه هېواد کې د ترهګرۍ ريښې وچې شي، د بهرنیو ځواکونو وتلو ته به هم زمینه برابره شي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، طالبان باید له ورستي رامنځته شوي فرصته په استفادې سره، د خبرو میز ته کيني.
د دغې شورا منشي امین الدین مظفري د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د کب په ۱۳ مه» ازادي راډیو ته وویل چې د خبرو میز کې په ټولو مسئلو بحث کېږي او طالبان کولای شي چې د سولې لاره خپله او خپلې غوښتنې په ازادانه ډول مطرح کړي.
د نوموړي په خبره، د سولې له پروسې سره د طالبانو په یو ځای کېدلو او د ترهګرۍ د ريښو په وچېدو سره به، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته هم زمینه برابره شي.
نوموړي وویل:
"زه فکر کوم چې د بهرنیانو شتون دلته د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره دی، کله چې د دولت وسله وال مخالفین دولت سره هوکړې ته ورسېږي او هغه ترهګر چې د نړۍ له ګوټ ګوټ راغلي او د نظام د مخالفينو تر څنګ ولاړ دي، ماته وخوري، بیا به نو د بهرنیانو د وتلو موضوع د بحث وړ وګرځي."
مخکې تر دې یو شمېر رسنیو د سولې د عالي شورا د مرستیال عزیز الله دین محمد په حواله لیکلي وو چې طالبانو سره تر رسمي خبرو ورسته به د بهرنیو ځواکونو د وتلو په شمول، په ټولو مسایلو بحث وشي.
ښاغلي دین محمد دغه شان ویلي چې د افغان حکومت د سولې تر وړاندیزه وروسته طالبانو په خپلو کې سلا مشورې پیل کړې دي.
ولسمشر غنی تېره اوونۍ د کابل پروسې په دوهم پړاو ناسته کې وویل چې افغان حکومت له طالبانو سره پرته له کوم قید او شرطه، د سولې خبرو ته چمتو دی.
ښاغلي غني ټینګار وکړ چې د افغان حکومت د سولې پروسې په اړه ملي او نړیواله اجماع رامنځته شوې او له طالبانو یې وغوښتل چې د سولې لار خپله کړي.
د ملا هبت الله په مشرۍ وسله والو طالبانو تراوسه د ولسمشر غني دې غوښتنې ته روښانه ځواب نه دی ویلی.
خو ځینو رسنیو د طالبانو د اړوندو سایټونو په حواله لیکلي چې دا ډله په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور په صورت کې له افغان حکومت سره خبرو ته نه کېني.
په ورته وخت کې د سیاسي چارو څېړونکی شهزاده مسعود وایي چې طالبان په ظاهره کې بهرني ځواکونه له افغان حکومت سره د سولې د خبرو اترو مهم خنډ بولي او په خبره یې، باید دې موضوع ته پاملرنه وشي.
ښاغلي مسعود زیاته کړه:
"کلونه کېږي طالبان ټینګار کوي چې بهرني ځواکونه باید له افغانستانه ووځي، زما په نظر که چېرې وړاندیز وشي چې دا موضوع هم د بحث وړ ده، زه فکر کوم چې په دې صورت کې به بین الافغاني خبرو ته لاره هواره شي. "
بل لورته په یوه خپره شوې ویډیو کې چې د طالبانو په ملا رسول ډلې پورې اړوند بلل شوې، ددې ډلې مرستیال ملا عبدالمنان ویلي چې دوی د افغان حکومت د سولې له وړاندیزونو هرکلی کوي.
د یادونې ده چې د افغان حکومت د سولې له وړاندېزه په ملي، سیمه يیزه او نړیواله کچه ملاتړ شوی، خو اوس هغه څه چې په دې برخه کې مهم بلل کېږي، هغه له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته د طالبانو چمتو کېدل دي.
راپور: نسیم شفق