د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

د نشه‌یي موادو په وړاندې د ګډې ستراتېژۍ د جوړېدو په اړه د افغان حکومت غوښتنه!


افغان حکومت د کابل پروسې په نوم په دوهم کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د نشه‌يي موادو پر ضد یوه ګډه ستراتېژي جوړه او د نشه‌يي موادو او جرمي شبکو سره له کوم توپیر پرته مبارزه وکړي.

افغان حکومت د کابل پروسې په دوهم کنفرانس کې نشه‌يي مواد په افغانستان کې د جګړې د دوام ستر لامل او نړیوال ترورېزم مالي سرچينه وبلله.

په دې کنفرانس کې له نړيوالې ټولنې وغوښتل شول چې د نشه‌يي موادو پر ضد مبارزه کې دې یوه ګډه ستراتېژي جوړه کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک په دې کنفرانس کې وویل چې د نشه‌يي موادو کورني قاچاق کوونکو له نړیوالو مافیايي ډلو سره اړیکې جوړې کړي او له نشه‌يي موادو څخه تر لاسه شوې پيسې د نړیوال ترورېزم سرچينه بلل کېږي.

ښاغلی برمک وايي، د مخدره موادو ستر ګواښ ته په کتو سره اړتیا ليدل کېږي چې د مخدره موادو پر ضد یوه نړیواله ستراتېژي رامنځته او په دې برخه کې ګډه مبارزه وشي.

ویس احمد برمک
ویس احمد برمک

نوموړي زیاته کړه:

"د مخدره موادو کورني قاچاق کوونکي او نړیواله مافیا سره یو شوي او له مخدره موادو څخه په ترلاسه شویو میلیاردونه ډالر د ترورېزم مالي سرچينه ده، باید د فقر او ناامنۍ له کورنيو لاملونو سره مبارزه وکړو او بهرني عوامل چې د هیروئینو د تولید لپاره د کیمیاوي موادو قاچاق او په نړیوالو بازارونو کې د هیروئینو ډېره غوښتنه ده، بايد هغه هم له‌منځه لاړه شي، په دې برخه کې د مخدره موادو پر ضد یوې نړیوالې ستراتېژۍ ته اړتیا ده."

ښاغلی برمک وايي، د مخدره موادو کورني قاچاق کوونکي او نړیواله مافیا په کال کې د مخدره موادو له قاچاق او تولید څخه ۲۳ میلیارده امريکايي ډالر ترلاسه کوي او په تېرو درېیو میاشتو کې د افغانستان په سوېل او شمال ختیځ کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د ګډو عملیاتو په نتيجه کې د مخدره موادو د تولید او قاچاقو کورنۍ شبکې پاشل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې ولسمشر غني په کابل کې د سولې په مشورتي کنفرانس کې ویلي و چې د مخدره موادو کښت، تولید او قاچاق تر ترورېزم وروسته په افغانستان کې د جګړې د دوام لامل دی او له نړیوالو یې غوښتي و چې د نشه‌يي موادو پر وړاندې له دوی سره په ګډه مبارزه وکړي.

د ولسمشر غني په خبره سلګونه میلیارده امريکايي ډالر د مخدره موادو په سوداګرۍ کې په ګټه لوېدلي او دې پیسو جرمي او نامشروع اقتصاد پياوړی کړی دی.

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو سرپرست وزير صلاح‌الدین رباني د کابل پروسې دوهم کنفرانس کې د ۲۵ هېوادونو له استازو وغوښتل چې له مخدره موادو سره په مبارزه کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي، ځکه چې افغان ځواکونه د نړیوالو په استازيتوب له مخدره موادو سره مبارزه کوي.

صلاح الدین رباني
صلاح الدین رباني

نوموړي زیاته کړه:

"موږ یو ځل بیا له خپلو ګاونډیانو او نړیوالو څخه غواړو چې د ترورېزم او مخدره موادو پر ضد مبارزه کې خپله همکاري ډېره کړي، زموږ ځواکونه او خلک د سیمې او نړۍ په استازیتوب له دغو دوو پدیدو سره مبارزه کوي، دا ناسته یو ښه فرصت دی چې د ترورېزم او جرمي شبکو د ماتې په برخه کې له توپیر پرته د نړیوالې ټولنې پر ژمنو کتنه وکړو."

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند ترورېزم او مخدره مواد سره ګډ بولي او وايي تر څو چې له مخدره موادو سره د ترورېزم د تمويل اصلي سرچينه وچه نه‌شي، د ترورېستانو ماتول ګران کار دی.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG