د حوت د میاشتې نهمه چې د سرتېرې د ورځې په نوم نومول شوې، له څو ورځو راهیسې د افغانستان په امنیتي او دفاعي ارګانونو کې، د غونډو په جوړولو سره لمانځل کېږي.
د حوت د میاشتې نهمه چې د سرتېري د ورځې په نوم نومول شوې، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ارګانونو لهخوا په داسې حال کې لمانځل کېږي چې یو شمېر سرتېري د دوی د امنتیي تأسیساتو له خرابوالي، د خوراکي موادو له کمښت، د تنخواګانو پر وخت له نهاجراء کېدو او د رخصتیو د نا منظم سیستم څخه شکایت کوي.
دغه سرتېري وايي، خوښ دي چې د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسؤلین د دوی د مبارزو او سرښندنو درناوی کوي، خو له مسؤلو چارواکو دا هم غواړي چې د دوی د ستونزو د هوارولو په برخه کې جدي او بېړنۍ هڅې وکړي.
دوه تنه افغان امنیتي سرتېري جان اقا او امین الله د خپلو ستونزو په اړه ازادي راډيو ته وايي:
"د دوی کور ودان چې زموږ نومیې یاد کړ، خو کله داسې هم شوي چې په لوبیا کې مو ډېرې اوبه اچولي او ډوډۍ مو د لوبیا له اوبو سره خوړلې ده، کله کله مو یو کېلو لوبیا درې وخته خوړلې."
"زموږ د تنخواګانو په اړه وایم چې کله کله زموږ تنخواګانې پر وخت نهراکول کېږي، کله ۱۰ او کله پنځه ورځې تېرېږي او بیا تنخواګانې راکوي."
دوی وايي، د خوراکي موادو د کموالي تر څنګ د تنخواګانو پر وخت نهاجرا کېدل او د رخصتیو د منظم سیستم نهموجودیت هغه ستونزې دي چې دوی ترې رنځ وړي.
د حوت نهمه چې د افغان حکومت لهخوا د سرتېري د ورځې په نوم نومول شوې، له تېرو څو ورځو راهیسې د افغانستان د مرکز او ولایتونو په امنیتي او دفاعي ارګانونو کې د غونډو په جوړولو لمانځل کېږي.
د چارو پوهان د دغې ورځې لمانځل، د ټولو امنیتي او دفاعي ارګانونو د هڅونې لپاره مهم ګڼي، خو ټینګار کوي چې افغان چارواکي دې په پوره دقت سره، د سرتېرو د ستونزو هوارولو ته تدابیر جدي کړي.
د افغانستان د امنیتي چارو پخواني جنرال حی ګل سلیمانخېل ازادي راډیو ته وویل:
"دا ورځ د دې لپاره هم ده چې ټولې ستونزې پهکې یادې شي، دغه سرتېري چې د جنګ په لومړیو لیکو کې جنګېږی او په جبهو کې پراته دي، دولت باید دوی ته جدي توجه وکړي څو په سمه توګه له هېواده دفاع وکړي."
په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت وايي، افغان امنیتي ځواکونه له ډول ډول مخالفو وسلهوالو سره په جنګ کې دي، له دې امله ځینې ستونزې شته، خو هوارولو تهیې تدابیر نیول شوي دي.
د دغه وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل:
"په افغانستان کې جنګ دی او که موږ ووایو چې ټولې ستونزې هوارې شوي، دا سمه نهده. کله کله ستونزې رامنځته کېږي، خو د افغانستان د دفاع وزارت مشرتابه د سرتېرو ستونزې هوارې کړي، که هر قوماندان د دغو ستونزو هوارولو ته کار ونهکړي، پوښتنه ورڅخه کېږي."
دا لومړی ځل نهدی چې د امنیتي او دفاعي ارګانونو یو شمېر منسوبین د دوی د ستونزو هوارولو ته د چارواکو پر نهپاملرنې انتقاد کوي، بلکې پخوا تر دې هم ورته شکایتونه شوي دي.
دوی وايي، چارواکو ورسره تل ژمنې کړي، خو عملي کړي یې نهدي، خو چارواکي ژمنه کوي چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو د ټولو منسوبینو ستونزې به هوارې کړي.
راپور: خان محمد سیند