د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

یو افغان کومانډو: ستونزې په تېرېدو او امنیت په راتلو دی


پتنګ قریشي د افغانستان د ځانګړو عملیاتو د ۱۷ زره کسیز ځواک یو غړی دی، هغه ځانګړي ځواکونه چې د افغان او امریکايي چارواکو په وینا د سیمې په سطحه بې‌ساري دي.

قریشي د کابل اوسېدونکی دی، څلور بچیان لري او د نهو کلونو راهیسې د ځانګړو افغان ځواکونو په لیکو کې خدمت کوي.

نوموړی په کابل کې د ځانګړو عملیاتو په قول اردو کې له ازادي راډیو سره خبرې کولې.

د کومانډویانو روزنه هېڅ وخت نه‌تمامېږي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:09 0:00

د کومانډویانو روزنه هېڅ وخت نه‌تمامېږي، ځکه دوی تل په عملیاتو کې وي او هره ورځ نوي تاکتیکونه یادوي.

قریشي ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو او د داعش د وسله‌والو پر ضد یې ځانګړو عملیاتو کې د پام وړ برخه لرلې.

پتنګ قریشي د مورچل شریکو سره
پتنګ قریشي د مورچل شریکو سره

د مثال په ډول ده او د مورچل شریکو یې دوه کاله مخې له کندز څخه د وسله‌والو طالبانو د چټک ایستلو په ځانګړو عملیاتو کې برخه درلوده او همدارنګه‌یې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې هم د داعش د ځپلو عملیاتو کې مهم رول درلود.

پتنګ فریشي
پتنګ فریشي

اوس افغان حکومت هڅه کوي چې د افغانستان د ملي اردو د ځانګړو عملیاتو د ځواکونو شمېر له ۱۷ زرو څخه دوه چنده کړي.

د دغو ځواکونو شمېر له ۱۷ زرو ۳۴ زور ته لوړېږي.
د دغو ځواکونو شمېر له ۱۷ زرو ۳۴ زور ته لوړېږي.
  • "له ۳۰ نه ۶۳ ټولیو ته زیاتوالی"

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ۲۰۱۷ کال د اګسټ په میاشت اعلان وکړ چې د افغانستان د ملي اردو د ځانکړو ځواکونو قومانداني به له فرقې قول اردو ته ارتقا کوي او د تر ۲۰۱۹ کاله دې د افغان کومانډو شمېر دوه برابره شي.

ارګ: افغان ولسمشر د ځانګړو علمیاتو فرقه په قول اردو بدله کړه

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت یوه ویاند ډګرمن کن فاکنر ازادي راډیو ته وویل چې تر ۲۰۱۹ میلادي کاله به افغان ځانګړي ځواکونه له ۳۰ نه ۶۳ ټولیو ته زیات شي.

جنرال محمد رادمنش د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند دی.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

ښاغلي رادمنش ازادي راډیو ته وویل، د افغان ځانګړو ځواکونو د پیاوړي کولو طرحه به له هماغو پنځه ملیارده ډالرو عملي شي چې د ناټو امریکايي او نورو متحدان‌یې په کلنۍ توګه د افغانستان حکومت ته ورکوي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د افغانستان د ملي اردو د پیاوړي کولو یوه څلور کلنه طرحه جوړه کړې چې تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې ټاکلي اهداف تر لاسه کوو، له دې اهدافو څخه یو د کومانډو ځواکونو ښه تجهیز او پیاوړتیا ده چې موږ فعلاً د کومانډو د قول اردو یا د ځانګړو عملیاتو د قول اردو په نوم جوړه کړې ده."

یو له اهدافو یو د کومانډو ځواکونو ښه تجهیز او پیاوړتیا ده.
یو له اهدافو یو د کومانډو ځواکونو ښه تجهیز او پیاوړتیا ده.

ښاغلي رادمنش وویل، دا کومانډو ځواکونه د افغانستان د ۳۲۰ زره کسیزو امنیتي او دفاعي ځواکونو تر ټولو سنبال او ځانګړي ځواکونه دي چې په هرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې له ۱۵ څخه تر ۳۰ پورې تهاجمي عملیات کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا کومانډو ځواکونه په مجهزترو او عصري وسلو سمبال دي، ډېر هوايي ملاتړ لري، کولای شي په چټکه توګه بېلابېلو سیمو ته ورسېږي، دوی د سیمې د نورو کومانډو ځواکونو په مقایسه په ځانګړې او بهتره ډول روزل کېږي."

  • "د لوبې بدلوونکي"

ډګرمن فاکنر زیاته کړه چې د افغانستان ځانګړي ځواکونه د جګړې په ډګر د لوبې بدلوونکي دي.

دی وايي:

"د زده‌کړې او عمل له اړخه کولای شو افغان کومانډو د سیمې په کچه یو له غوره ځواکونو وپېژنو. دوی هېڅکله د طالبانو په وړاندې ماته نه‌ده خوړلې. کومانډویان د جګړې په ډګر کې د لوبې بدلوونکي دي او له خپلو هوايي ځواکونو سره، دوی واقعاً د افغانستان د راتلونکي امنیتي ځواکونو بېلګه ده."

افغان کومانډویان د سیمې په کچه غوره دي.
افغان کومانډویان د سیمې په کچه غوره دي.

د امریکا متحده ایالات او اروپايي متحدان‌یې د افغان ځواکونو په ځانګړې توګه د ځانګړو عملیاتو د ځواکونو لا پیاوړتیا ته ژمن دي.

ناټو وايي چې د دې هدف لپاره‌یې په افغانستان کې د قاطع ملاتړ د مأموریت د سرتېرو شمېر له ۱۳ زرو څخه ۱۶ زرو ته رسولی دی.

د ناټو د قاطع ملاتړ د مأموریت سرتېري د افغان ځواکونو په روزنه، سلا مشورو او ملاتړ کې مهم رول لري.

افغان کومانډویان
افغان کومانډویان

د نومبر د میاشتې په لومړیو کې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې د دې نظامي تړون د غړو هېوادونو د دفاع د وزیرانو په غونډه کې یو ځل بیا د افغانستان د ځانګړو عملیاتو د ځواکونو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

ده وویل:

"په ځانګړې توګه، موږ د افغانستان د ځانګړو عملیاتو د ځواکونو پر پیاوړتیا تمرکز کوو، هغه ځواکونه چې د ترهګرو او طالبانو پر ضد جګړه کې یې رول ډېر کلیدي او مهم وو."

سیمې په کچه د بهترینې او پیاوړې افغان اردو د جوړولو لپاره د ناټو هڅه!

بروکسل کې د افغان هوایي او کومانډو ځواکونو پر پیاوړتیا خبرې کېږي

  • "د طالبانو د ماتې پيل"

تر دې مخکې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قوماندان د اکټوبر په میاشت کې په کندهار کې وویل، د افغان ځانګړو ځواکونو دوه چنده کېدل به د طالبانو د ماتې په معنی وي.

جان نېکلسن: د افغان هوایي ځواک د پیاوړتیا "پیل" به د طالبانو "پای" وي

هغه ویلي وو:

"د افغانستان د ځانګړو عملیاتو د ځواک دوه چنده کېدل او د افغان هوايي ځواک درې چنده کېدل، د افغان اردو د ځواکونو د تهاجمي ځواک پیاوړي کېدل به د طالبانو لپاره د یو انجام پیل وي، هغوی بریالي کېدای نه‌شي."

د افغان ځانګړو عملیاتي ځواکونو د پیاوړتیا په اړه دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د افغان حکومت مخالف وسله‌والو په دې وروستیو کې، د پایتخت کابل په‌شمول، په بېلابېلو سیمو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

دفاع وزارت: د کندهار د میوند ولسوالۍ په پېښه کې ۴۳ سرتېري وژل شوي

د پکتیا او غزني د ولایتونو د خونړیو حملو د وژل شویو شمېر ۸۰ تنو ته ورسېد

د مارشال فهیم له پوځي پوهنتون سره انتحاري حمله کې ۱۵ تنه وژل شوي

د اکټوبر په میاشت کې طالبانو د دوی پر رژیم د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف د برید د ۱۸مې کالیزې په مناسبت یوې اعلامیه کې وویل، مأیوسه نه‌دي او زرګونه ځوانان‌یې جنګ ته چمتو دي.

افغان طالبان
افغان طالبان

د اسلامي دولت نومې وسله‌والې ډلې د خراسان څانګې هم سربېره پر دې چې افغان او امریکايي چارواکي یې د مشرتابه د ځپل کېدو په اړه څرګندونې کوي په وروستیو کې په افغانستان کې خپل تحرکات زیات کړي دي.

یو افغان کومانډو: ستونزې په تېرېدو او امنیت په راتلو دی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:06 0:00

خو د افغانستان د ځانګړو عملیاتو د ځواک د یو کومانډو ښاغلي قریشي له نظره دا ستونزې په تېرېدو او امنیت په راتلو دی.

یوه ورځ به شي چې خپل یونیفورم کې له کابله تر کندهاره ځم
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:18 0:00

که موږ کومانډویان ژوندي وو یوه ورځ به خپلو هیلو ته ورسېږم.
ځانګړی راپور: اجمل اند
XS
SM
MD
LG