د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو کنډک نن دوشنبه لوا ته ارتقا کوي


په پام کې ده د حکومت د څلور کلن امنیتي پلان د عملي کولو د لومړیو ګامونو په ترڅ کې د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو یو کنډک نن دوشنبه د ځانګړو ځواکونو لوا ته ارتقا وکړي.

د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو کنډک د هغه پلان له مخې لوا ته ارتقا کوي چې افغان چارواکي وايي، له عملي کېدو سره به‌یې په هېواد کې سوله ټینګه شي او وسله‎وال مخالفین به وځپل شي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي، د ځانګړو ځواکونو د لوا پرانیستل د څلور کلن امنیتي پلان د تطبیق له لومړنیو ګامونو څخه دی او د هوايي ځواک د پیاوړي کولو په ګډون نور اقدامات به هم ډېر ژر د عمل په ډګر کې پلي شي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

ښاغلي وزیري تېر ماښام په دې اړه ازادي راډیو ته معلومات ورکړل:

"موږ د خاصې قطعې په نوم یوه قطعه لرو چې د کنډک تشکیل‌یې و. اوس دا قطعه له کنډک څخه لوا ته پورته شوې ده. دا د څلور کلن امنیتي پلان یوه برخه ده چې په نورو برخو کې یې هم عملي کار پیل شوی دی."

ښاغلی وزیری وايي، د بروکسل په غونډه کې د نړیوالې ټولنې له‌خوا د دې پلان له تائید وروسته د هېواد دفاعي-امنیتي ځواکونو د وسله‎والو طالبانو د حملو د شنډولو لپاره د تدافعي عملیاتو تر څنګ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې تعرضي عملیات پیل کړي چې د ده په وینا اوس هم دوام لري.

وزیري وايي:

"د دې پلان یوه برخه دا ده چې څنګه په افغانستان کې امنیت ټینګ کړو. نن موږ په ۱۳ ولایتونو کې ۱۶ او د کومانډو د قطعو ۲۶ عملیات لرو. دا ټول تعرضي عملیات دي."

افغان چارواکي د څلور کلن امنیتي پلان د تطبیق خبره په داسې حال کې کوي چې د وسله‎والو مخالفینو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه تر بل هر وخت زیاته توده شوې ده.

د افغان حکومت د ۴ کلن امنیتي پلان طرح څو میاشتې مخکې جوړه شوه چې د وزیرانو شورا او ولسمشر اشرف غني هم تائید کړه.

د دې پلان له مخې د هېواد هوايي ځواک په عصري او پرمختللو الوتکو او وسایلو سمبالېږي او د ځانګړو عملیاتو د ځواکونو تشکیل له یوې لوا څخه یوې فرقې ته لوړېږي.

همداراز سرحدي ځواکونه د ملي اردو د تشکیلاتو برخه کېږي او د دفاعي امنیتي ځواکونو په نورو تشکیلاتو کې هم یو لړ بدلونونه راځي.

خو پر دې ټولو سربېره د دفاع وزارت چارواکي وايي په پوځ کې د فساد د مخنیوي لپاره هم ځانګړي اقدامات په پام کې نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG