د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۶

جان نېکلسن: د افغان هوایي ځواک د پیاوړتیا "پیل" به د طالبانو "پای" وي


په کندهار کې افغان هوايي ځواکونو ته د بلک هاوک هلیکوپټرو د سپارلو غونډه
په کندهار کې افغان هوايي ځواکونو ته د بلک هاوک هلیکوپټرو د سپارلو غونډه

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو لوی قوماندان، جنرال جان نېکلسن وايي چې د افغانستان د هوايي ځواک د شمېر درې برابره زیاتېدل به د وسله‌والو طالبانو د"خاتمې پیل" وي.

جنرال نېکلسن د جمعې په ورځ د افغانستان حکومت ته د دوو بلک هاک هليکوپټرو د سپارلو په ځانګړو مراسمو کې چې د کندهار په پوځي هوايي ډګر کې جوړ شوي وو، وویل چې افغانستان د ځان نه، بلکې د بشريت د راتلونکې لپاره جنګېږي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو لوی قوماندان جنرال جان نېکلسن
په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو لوی قوماندان جنرال جان نېکلسن

جنرال جان نېکلسن د افغانستان د حکومت وسله‌والو مخالفینو ته څرګند پیغام درلود او ویې‌وویل:

"د افغانستان د ګاونډیو په استازیتوب جنګ بند کړئ! د بې‌ګناه ملکي وګړو وژل بند کړئ! وسلې پر ځمکه واچوئ! په دې هېواد کې ځان او خپلو کورنیو ته ښه راتلونکې جوړه کړئ! که داسې ونه‌کړئ، وبه وژل شئ، ځکه د افغانستان هوايي ځواک به له اسمانه پر تاسو حملې کوي."

جنرال جان نېکلسن زیاته کړه چې د افغانستان د دښمنانانو ملاتړ کوونکي هم باید وپوهېږي چې د جنایتکار او ناکام هدف ملاتړ کوي او بری نه‌شي موندلی.

په کندهار کې په پرونیو مراسمو کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت یو شمېر لوړ رتبه پوځي او ملکي چارواکو ګډون درلود.

ولسمشر غني پر وسله‌والو طالبانو بیا غږ وکړ چې خبرو ته حاضر شي، ځکه د هغه په وینا، بری په جګړه نه‌شي ګټلی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

محمد اشرف غني زیاته کړه:

"که طالبان په دې فکر وي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت ته به ماته ورکړي، د افغانستان اردو، پولیس او د ملي امنیت ځواکونو ته به ماته ورکړي، خام فکر کوي او باید یې له سره وباسي، جنګ بس دی! وینه بس ده! که پر موږ جنګ وتپئ، غاښونه به مو مات شي، خو د حل لاره، سیاسي لاره ده."

د افغانستان د هوايي ځواک یوه پيلوټ، جمشید ازادي راډیو ته وویل چې تېره اوونۍ یې د بلک هاک هلیکوپټرو د پرواز او تخنیک په اړه روزنیز پروګرامونه پیل شوي دي.

هغه خوشبیني څرګنده کړه چې دا بلک هاوک هليکوپټرې به د ترورېزم پر ضد په مبارزه کې ښه اغېز ولري.

جمشید وایي:

"دا الوتکې به له موږ سره مرسته وکړي چې د پیاده ځواک ستونزې حل کړو او د هغو کسانو ملاتړ وکړو چې له موږه د مرستې توقع لري."

هغه الوتکې چې پرون شنبه ولسمشر غني ته وسپارل شوې، تېره میاشت د کندهار هوايي ډګر ته رسېدلې وې.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، داسې دوه نورې الوتکې به هم په څو ورځو کې ورته وسپارل شي.

د افغانستان د ملي د فاع وزارت په وینا، د امریکا متحده ایالات به تر ۲۰۲۴ میلادي کاله، هوايي ځواکونو ته ۱۵۹ بلک هاوک هليکوپټرې ورکړي.

د افغانستان ولسمشر ته د امریکا له لوري ۲ بلک هاوک هليکوپټرې پرون چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ترورېزم پ رضد د نړیوالې مبارزې د پیل کلیزه وه، سپارل شوې دي.

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي قواوو پوځي مأموریت د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکټوبر په ۷مه نېټه پیل شوی و.

وسله‌والو طالبانو د دې کلیزې په مناسبت یو بیان خپور کړی او ویلي یې دي چې زرګونه ځوانان‌یې جنګ ته تیار دي.

د امریکا متحده ایالاتو ویلي چې تر ۳ زرو زیات تازه دمي عسکر یې افغانستان ته روان دي او ډېر ژر به هلته له مېشتو ۱۱ زره امریکايي عسکرو سره یوځای شي.

XS
SM
MD
LG