د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

۲۰۹ شاهین قول اردو: په ۵ شمالي ولایتونو کې عملیاتو ۲۸۷ تنه وسله‎وال وژلي


په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي چې د هوايي او کومانډو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې یې په تېره یوه میاشت کې په ۵ شمالي ولایتونو کې کابو ۵۰۰ ترورېستانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند نصرت‌الله جمشیدي ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات د خالد ۹۶ عمومي عملیاتو په چوکاټ کې د کومانډو او هوايي ځواکونو له‎خوا په بلخ، سمنګان، سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې ترسره شول.

ښاغلي جمشیدي په تېره یوه میاشت کې د افغان دولت مخالفو وسله‎والو ته د اوښتو تلفاتو په اړه وویل:

"۲۸۷ تنه طالب وسله‎وال په پنځو شمالي ولایتونو کې وژل شوي دي، ۱۷۸ نور یې ټپیان دي او ۳۷ تنهیې افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي."

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند نصرت الله جمشیدي
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند نصرت الله جمشیدي

د شاهین قول اردو چارواکي وايي چې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته هم تلفات اوښتي دي، خو کره شمېره د شاهین قول اردو د ویاند له‎خوا په ډاګه نه‎شوه.

افغان امنیتي چارواکي وايي چې په شمال زون کې د افغان دولت مخالفو وسله‎والو په منځ کې بهرني ترورېستان هم شامل دي چې په شمال او شمال ختیځ ولایتونو کې د افغان دولت په وړاندې وسله‎واله جګړه پر مخ بیايي.

د شاهین قول اردو ویاند نصرت‌الله جمشیدي وايي چې د وژل شویو وسله‎والو په منځ کې ازبکستاني، تاجکستاني او پاکستاني طالب جنګیالي هم شامل دي.

هغه په دې اړه وویل:

"طالبانو ته په اوښتو تلفاتو کې د هغه کسانو مړي هم شامل دي چې بهرني جنګیالي دي، دوی د ازبکستان، تاجکستان او پاکستان تابعیت لري او د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې یې جګړه کوله."

د وژل شویو وسله‎والو په منځ کې ازبکستاني، تاجکستاني او پاکستاني طالب جنګیالي هم شامل دي.

د شاهین قول اردو چارواکي وايي چې د ملکي کسانو د تلفاتو د مخنیوي په هدف اوس‌مهال ډېری هوايي ځواکونه او کومانډو سرتېري د شپې له‎خوا ترورېستان په نښه کوي.

د شاهین قول اردو ویاند وايي چې اوس‌مهال د یادې نظامي اډې کشفي برخه او ځمکني ځواکونه په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې خپل محاربوي عملیات پر مخ بیایي.

د افغان دولت هېڅ یوې مخالفې وسله‎والې ډلې د شاهین قول اردو د یادو ادعاوو په اړه غبرګون نه‎دی ښودلی.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG