د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۴

د کونړ د غاښي کنډو پوله‌ساتي ځواکونه له څه شي ځورېږي؟


د کونړ په غاښي کنډو کې پراته پوله‌ساتي پولیس د خوراکي او نورو اړینو موادو له نشتوالي شکایت کوي.

دوی وايي، پنځه میاشتې کېږي چې معاشونه‌يې نه‌دي اخيستي چې له امله‌يې کورنۍ له ستونزو سره مخ دي.

د کونړ ولایت په غاښي کنډو کې د ډیورند پر کرښه افغان پوله‌ساتي سرتېري وايي، پنځه میاشتې کېږي چې یادې سیمې ته بیول شوي چې اوس‌یې خوراکي توکي او نور اړین مواد ختم شوي دي.

یو تن پوله‌ساتی چې له نوم ښودلو يې ډډه کوله، د دوشنبې په ورځ د ټيلیفون پر کرښه ازادي راډیو سره خپلې ستونزې داسې شریکې کړې:

"زه د مرورې ولسوالۍ په غاښي کڼدو کې عسکر یم، پنځه میاشتې او ۲۰ ورځې کېږي چې د غاښي کنډو ته د دندې د اجرا لپاره راوستل شوي یوو، نه راته څوک د مسلمان په سترګه ګوري او نه هم د انسان په سترګه، وریژې، غوړي، اوړه او نور خوراکي مواد مو ختم شوي، د غره سپېرکۍ جوشوو او وخت پرې تېروو."

یوه بل سرتېري هم وویل، دوی له خپل وطن څخه د سر په بدل ساتنه کوي، خو ورته د موادو د نه‌رسېدو په وجه د ژوند سختې شپې ورځې تېروي.

دی وايي:

"موږ په هېڅ صورت کې د وطن دفاع نه‌پرېږدو، په دې کې به موږ وژل کېږو، پښې لاسونه به مو له لاسه ورکوو، بمونه به راباندې پاڅېږي، دا بې‌غیرتي نه‌شو کولای چې افغانستان او خپل سرحد دښمن ته پرېږدو، دا هېڅکله نه‌کوو."

دوی وايي، تنخواګانې يې په بانکونو کې پرتې دي، له دوی پرته‌يې د کورنۍ بل غړی نه‌شي راخيستلای، نو همدا لامل دی چې فامیلونو ته‌يې اوس دکانداران په پور سودا هم نه‌ورکوي.

دوی وایي:

"بچیان مو نور له لوږې مړه شول، اوس موږ حیران یوو چې څه وکړو؟ دکانداران هم ورته سودا نه‌ورکوي، دلته اته پوستې دي او ۴۵ کسان په‌کې دي، د ټولو همدا حال دی."

په ختیځ کې د لومړۍ سرحدي لوا قوماندان جنرال محمد ایوب حسین‌خېل ازادي راډیو ته د ډیورند پر فرضي کرښه د پرتو پوله‌ساتو ستونزې مني او وايي:

"صرف دا هوا صافه شي، اکمالات کوو او د پرسونل تبادله به هم کېږي، وخت‌يې هم په پوره کېدو دی او ډېر ژر به سرتېري تبادله شي."

په دفاع وزارت کې د پوله‌ساتو ځواکونو نوی عمومي رئیس ډګر جنرال جمعه‌ګل همت په یوه ځانګړې مرکه کې ازادي راډیو ته وویل چې دوی هڅه کوي د سرحدي ځواکونو ستونزې هوارې کړي او ناواپاس، غاښې کنډو او بینشۍ ته غځېدلې لارې د ټرافیکو پر مخ پرانیزي.

همت وايي:

"زموږ لومړیتوب دا دی چې د کونړ لیرو پرتو سیمو کې پرتو سرحدي پولیسو ته بندې لارې خلاصې کړو چې ترڅو په وخت ورته اکمالات وشي او تحکیمات به‌یې هم ورته جوړ کړو، ستونزې به‌يې حل شي."

د کونړ په سرکاڼو، مرورې او بینشۍ ولسوالیو کې د ډیورند پر کرښه افغان پوله‌ساتي پراته دي چې له تېرو څو کالو ورته غځېدلې لارې وسله‌والو مخالفینو تړلي او یادو سرتېرو ته افغان حکومت ټول اکمالات د هليکوپټرو په وسیله کوي.

راپور: روح‌الله انوري

XS
SM
MD
LG