افغان پولیس وايي، له جګړو نه ویرېږي، خو د اعاشې، البسې، مهماتو او لوژستیک په برخو کې ستونزې یې شاتګ ته مجبوروي.
یو شمېر افغان پولیس چې د جګړې په لومړیو کرښو کې په دندو بوخت دي، وايي چې نه په خپل وخت جنګي مهمات ورسېږي او نه هم اعاشه او مناسبه البسه لري.
د غور او کندز ولایت یو شمېر پولیسو دغه شکایتونه په داسې حال کې له ازادي راډیو سره شریکوي چې سیمه ییز چارواکي هم ورسره سر خوځوي.
د کندز ـ خان اباد سړک د یوې پوستې پولیسو د نوم د نه ښودلو په شرط د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې خوراک نه ورسېږي او تر ډېره په خپلو سپما شویو پیسو ژوند تېروي.
دوی وايي چې له تېرو دریو میاشتو راهیسې یې تنخواوې نه دي اخېستي.
دوی زیاتوي:
"موږ ته ډوډۍ او خوراک نه رارسېږي، دلته ستونزې خورا زیاتې دي، جنګ راباندې وشي، لارې بندې شي او چې مخابره وکړو بیا هم هېڅ نه رارسېږي، کله چې مهمات، ډوډۍ او اوبه نه رارسېږي، مجبور شو په شا تګ وکړو، ډېر وخت دلته موټر چلوونکو ته پیسې ورکوو چې د خوراک څه راته راوړي، اوس دا دی ژمی راغی، موږ هېڅ البسه نه لرو، خو پراته یوو او خپله وظیفه کوو."
په غور کې هم د پولیسو د یوې پوستې سرتېرو د ورته ستونزو په تائید ازادي راډيو ته وویل، دوی له وطنه د دفاع په خاطر جګړه کوي، خو په اعاشې او البسې کې خیانت یې خورا زوروي.
دوی وایي:
"موږ په یوه پوسته کې دنده تر سره کوو چې له ښاره ۳ کیلومتره لېرې پرته ده، موږ د اعاشې او البسې ستونزه لرو، تل مو شکایت کړی، خو د چاوراکو له خوا هېڅ نه دي اورېدل شوي، یو څه چې رارسېږي، په هغې کې هم خیانت کېږي."
د غور د لوژستیک امر تاج محمد چې له څلورو ورځو راهیسې د پولیسو د ستونزو د هواري په خاطر په کابل کې دی، وايي چې د اریانا سنګسور شرکت د پولیسو د البسې او اعاشې قرارداد اخېستی، خو دا شرکت اوس تری تم دی.
نوموړي ازادي راډيو ته وویل، اوس یې د کورنیو چارو وزارت غږ اورېدلای او د پولیسو ستونزې مخ په هوارېدو دي.
تاج محمد وایي:
"دا درېیمه میاشت ده چې موږ دا ستونزه لرو، شرکت والا ته مو څو ځله زنګ وواهه، خو پیدا نه شو، هغه به هم پیدا شي، خو دا وخت له دې ځایه ۳ سوه بوجۍ اوړه اکمالات وشول او سل بوجۍ هلته اخېستل شوي، زموږ ستونزه اوس ان شاالله ۵۰ فیصده هواره شوې ده."
له دې ور هاخوا، د ځينو نورو ولایتونو پولیسو هم ورته شکایتونه کړي او په دې اړه د مشرانو جرګې غړو هم د یکشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې ژورې اندېښنې څرګندې کړې.
د دغې جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار وايي چې د پولیسو شکایتونه ټول نظام ته شرم دی او د کورنیو چارو سرپرست وزیر باید په دې اړه وپوښتل شي.
ښاغلي مسلمیار وویل:
"په غور او نورو ولایتونو کې له اعاشې نه د پولیسو سر ټکول او د دوی بد ژوند موږ ته زموږ نظام ته او د کورنیو چارو وزارت ته د شرم ځای دی، د دفاعي چارو کمېسیون باید په دې اړه جدي کار وکړي او خپله وزیر راوغواړي، ترې پوښتنه وکړي چې دا ستونزې ولې؟"
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د کورنیو چارو وزارت اقدامات هم په خپل راپور کې ولرو، خو له بیا بیا اړیکو سره سره بریالي نه شوو.
له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، د کورنیو چارو وزارت په تېره بیا د دغه وزارت لوژستیک برخه جدي اصلاحاتو ته اړتیا لري.
ښاغلي غني شااوخوا پنځه میاشتې وړاندې له اداري فساد سره د مبارزې یو کنفرانس ته په وینا کې په امنیتي بنسټونو کې، یاد وزارت تر ټولو فاسد یاد کړ.
راپور: یوسف خان ځدراڼ