د افغانستان د سیمهییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، د سمنګان پخواني والي د ولسمشر د فرمان سره سم د ولایت چارې نوي والي عبداللطیف ابراهیمي ته وسپارلې او په دې برخه کې هېڅ کوم سیاسي جوړجاړی او توافق نهدی شوی.
د سمنګان پخواني والي عبدالکریم خدام چې ویلي یې و د ولایت له دندې د لیرې کېدو په اړه به د ولسمشر غني فرمان ونهمني او کار ته به دوام ورکړي، د سې شنبې په ورځ نهیوازې چې نوي والي ته واک وسپاره، بلکې په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې یې هم ګډون کړی وو.
په کابل کې د اسلامي جمعیت ګوند ویاند ذبیحالله فطرت ازادي راډیو ته ویلي و چې سمنګان ولایت ته د نوي والي معرفي کېدل، د دوی او حکومت ترمنځ د یوې معاملې له مخې شوی دی.
د فطرت په وینا د دې جوړجاړي له مخې به خدام د سولې عالي شورا د مرستیال په توګه ټاکل کېږي.
د ولسمشر له پرېکړو د چارواکو سرغړونه عادي وګړو ته څه پیغام لري؟
خو د سیمهییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاندې منیرې یوسفزاده د سې شنبې په ماښام ازادي راډیو سره په خبرو کې د اسلامي جمعیت ګوند د ویاند دا څرګندونې رد کړې.
منیرې یوسفزاده وویل:
"زه دا کاملاً ردوم، هېڅ ډول جوړجاړی نهدی شوی. د سمنګان د ولایت نوی والي د ولسمشر د فرمان له مخې معرفی شوی دی. په داسې مراسمو کې معرفي شو چې پخوانی والي او سیمهییز چارواکي هم موجود وو او هېڅ ډول ستونزه موجوده نهوه. د سمنګان ولایت په اړه د ولسمشر د حکم د عملي کېدو په برخه کې د اسلامي جمعیت له ګوند سره هېڅ ډول جوړجاړی نهدی شوی."
منیرې یوسفزاده زیاته کړه چې ښاغلی خدام یو ښه والي و او که په راتلونکي کې ولسمشر مناسبه وبولي، ممکنه ده چې د نوموړي له تجربې په کوم بل ځای کې استفاده وکړي، خو دمګړۍ په دې اړه هېڅ ډول جوړجاړی نهدی شوی.
بلخوا د اسلامي جمعیت ګوند د ویاند د دې ادعا په اړه چې د سمنګان لیرې کړل شوی والي د سولې د عالي شورا مرستیال ټاکل کېږي، د سولې د عالي شورا ویاند امينالدين مظفري ازادي راډیو ته وویل چې دوی ته تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویل شوي.
په عین حال کې د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په کابل کې د سمنګان ولایت د یو شمېر قومي مشرانو سره په لیدنه کې په دې ولایت کې نوي والي ته په سولهییزه توګه د واک سپارل ستایلي دي.
په دې اړه د اجرائیه ریاست څخه په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې اجرائیه رئیس د سمنګان د ولایت د مشرتابه پر سر د کړکېچ له راپورته کېدو وروسته پرلهپسې د لیرې کړل شوي والي، نوي والي او ځايي مشرانو سره په تماس کې و او دا کړکېچیې په سولهییزه توګه حل کړ، خو په خبرپاڼه کې د کړکېچ د هواري لپاره د کوم توافق یا جوړجاړي یادونه نهده شوې.
د اجرائیه ریاست له مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې د ښاغلي عبدالله له خولې ویل شوي چې د حکومت مشرتابه د سمنګان د پخواني والي ښاغلي خدام د خدمتونو قدرداني کوي او د نوموړي له ظرفیت او تجربې به په کومه بله برخه کې استفاده وکړي.
په سمنګان ولایت کې د والي د څوکۍ پر سر راپورته شوی کړکېچ په داسې حال کې هوارېږي چې د بلخ د ولایت له لیرې کړل شوي والي عطا محمد نور سره د تېرو دوو میاشتو راهیسې د مرکزي حکومت کړکېچ دوام لري او نوموړی لا هم د بلخ د والي په توګه خپل کار ته دوام ورکوي.
د سیمهییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاندې منیرې یوسفزاده ازادي راډیو ته وویل، د بلخ د والي په اړه هم حکومت ژمن دی چې نوی والي به دغلته معرفي کېږي، خو زیاتهیې کړه چې لا هم یو لړ سیاسي بحثونه موجود دي او د نوي والي د معرفي کېدو د دقیق وخت په اړه لا څه نهشي ویلی.