د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

ویسا: نړۍ کې داسې حکومت شته چې والي دې ځان له ولسمشر سره برابر وګڼي؟


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د سمنګان د ګوښه کړل شوي والي د وروستیو څرګندونو په تړاو یو شمېر لیکنې او سرلیکنې چاپ کړې دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د سمنګان ګوښه کړل شوي والي عبدالکریم خدام هم د ولسمشر له فرمانه د بغاوت اعلان وکړ او ویې‌ویل چې د خپل قوم او ولایت خلک به زما په اړه پرېکړه کوي، ولسمشر غني زما د لیرې کولو واک نه‎لري.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، د ملي وحدت حکومت په نوم چې کوم شی زموږ پر ولس وتپل شو، یوه توطئه وه چې دا دی بدې اغېزې یې درې کاله وروسته یو په بل پسې راښکاره کېږي.

په سرمقاله کې دا حالت عجیب ګڼل شوی او پوښتنه مطرح شوې چې په نړۍ کې بل داسې حکومت څوک ښودلای شي چې والي دې ځان له ولسمشر سره په واک او صلاحیت کې برابر وګڼي؟

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې هم د موضوع په اړه د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي دي.

ورځپاڼه لیکلي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې داسې نښې نېښانې موجودې دي چې په نظام کې درزونه پیدا شوي او ورځ تر بلې د خلکو او حکومت ترمنځ فاصله زیاتېږي.

د سرمقاله لیکونکي په باور د بلخ والي بغاوت د دې ښکارندويي کويي چې نور نو د دولت رهبري په هېواد کې د سرتاسري حاکمیت د اعادې وړتیا نه‎لري.

په سرمقاله کې راغلي د نور په دوام خدام هم پرون یوې خبري غونډې ته وویل چې ولسمشر یې د ګوښه کولو صلاحیت نه‎لري.

ورځپاڼې ولسمشر د خپلو وروستیو پرېکړو له امله په قوم‌پالنه تورن کړی لیکلي چې روانو ستونزو ته په پام سره په‎کار ده چې ولسمشر خپل د حکومتوالۍ بڼه بدله او د افغانستان د ټولو خلکو ولسمشر پاتې شي.

داسې نښې نېښانې موجودې دي چې په نظام کې درزونه پیدا شوي.
  • هېواد

خو هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د موضوع په تړاو په خپله سرمقاله کې لیکلي، قومي او سمتي بازۍ مردودې دي او په افغان ولس کې ځای نه‎لري.

په سرمقاله کې راغلي چې د ګوښه کړل شوي والي عبدالکریم خدام دا ‌شان دریځ د خندا وړ دی، ځکه د سرمقاله لیکونکي په باور ولسمشر حق لري چې د قانون له مخې د ملت له غوښتنو سره سم په هر وخت کې د والیانو، وزیرانو او نورو چارواکو د ادلون بدلون په اړه تصمیم ونیسي او دا یې قانوني صلاحیت دی.

ورځپاڼې لیکلي:

له بده مرغه یو شمېر کسان خپلې ګټې په ګډوډۍ کې لټوي او د همدې ګډوډۍ لپاره قومي، سمتي او تنظیمي پارونو ته لمن وهي چې دا چاره د ملت او ولس په زیان ده او او ولس‌یې په کلکه غندي.

چمتو کوونکی: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG