د سمنګان نوي والي عبداللطیف ابراهیمي نن له غرمې وروسته خپل کار پیل کړ.
د مخالفتونو، جنجالونو او ګواښونو سره یوځای بالاخره د سمنګان نوی والي د شدیدو امنیتي تدابیرو لاندې خپل کار پیل کړ.
د افغانستان د سیمهییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاندې منیرې یوسفزاده د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۰۱» ازادي راډیو ته وویل چې د عبداللطیف ابراهیمي مراسم له کوم جنجال پرته ترسره شول.
د اغلې یوسفزاده په خبره د سمنګان خلکو او سیمهییزو مسؤلینو په دغه ولایت کې د ولسمشر له لوري د وروستیو تغییراتو له راوستلو هرکلی وکړ.
نوموړې زیاته کړه:
"د سمنګان نوی والي عبداللطیف ابراهیمي نن «یکشنبه» له غرمې وروسته د سیمهییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د پالېسۍ د مرستیال او د سمنګان د پخواني والي عبدالکریم خدام په حضور کې رسماً خلکو او سیمهییزو مسؤلینو ته وروپېژندل شو."
په دې برخه کې هېڅ ستونزه جوړه نهشوه او خلکو او سیمهییزو مسؤلینو له دغه تغییر او تبدیل څخه ډېر هرکلی هم وکړ.
ولسمشر محمد اشرف غني څلور ورځې وړاندې عبداللطیف ابراهیمي د سمنګان، عبدالجبار نعیمي د کندز، انورخان اسحاق زی د لوګر، محمد اصف ننګ د لغمان او شاه جهان نوري د میدان وردګو ولایت لپاره د نويو والیانو په توګه وګمارل.
په دې ډله کې د سمنګان پخواني والي عبدالکریم خدام چې د جمعیت ګوند غړی هم دی غبرګون وښود او ویېویل چې جمهور رئیس د نوموړي د لېرې کولو صلاحیت نهلري او د ده په اړه د ترکمنانو شورا او جمعیت ګوند پرېکړه کولای شي.
خو نوموړی له دغه څرګندونو درې ورځې وروسته حاضر شو چې خپله څوکۍ نوي والي ته پرېږدي او د معرفۍ په غونډه کې یې هم ګډون وکړي.
پوښتنه دا ده چې د سمنګان پخوانی والي عبدالکریم خدام ولې له خپل دریځه پر شا شو؟
د جمعیت ګوند د ویاند مرستیال ذبیحالله فطرت له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې سمنګان ولایت ته د نوي والي معرفي کېدل د دوی او حکومت ترمنځ د یوې معاملې له مخې شوی دی.
نوموړي زیاته کړه:
"جمعیت د جنجالونو او کړکېچ د زیاتېدو د مخینوي لپاره هوکړه وکړه چې د سمنګان نوی والي دې معرفي شي، حکومت منلې چې ښاغلی خدام به د سولې د عالي شورا د معاون او ډاکتر ضیاالدین ضیا چې د جمعیت ګوند غړی دی د سمنګان د والي د معاون او همداراز د ترکمن د شریف قوم یو کدر به په کوم اروپايي هېواد کې د سفیر په توګه وګماري."
له پرلهپسې اړیکو سره ونهتوانېدو د حکومت او جمعیت ګوند ترمنځ د تازه معاملې په اړه د افغان چارواکو نظر ترلاسه کړو.
په همدې حال کې د سیمهییزو ارګانونو خپلواکه اداره ټینګار کوي چې د اوونۍ تر پایه به نور ګمارل شوي والیان هم خپلې چارې پیل کړي.
خو د ارګ او د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور ترمنځ لانجه لاهم نهده هواره شوې او نوموړی په بلخ کې خپل کار ته دوام ورکوي.
راپورونه وايي چې د ښاغلي نور د برخلیک په اړه د جمعیت اسلامي او ارګ ترمنځ خبرې ناکامې شوي او د دغو خبرو څو پړاونو تر اوسه نتیجه نهده ورکړې.
راپور: محمد حدیث پردېس
- پخواني معلومات
د افغانستان د سیمهییزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي چې د سمنګان لپاره نوي ټاکل شوي والي عبداللطیف ابراهیمي نن رسماً په کار پیل وکړ.
د سمنګان پخواني والي عبدالکریم خدام چې درې ورځې وړاندې د ولسمشر د فیصلې له مخې له دندې لیرې شوی و، له دغې پرېکړې سره مخالفت کړی و، خو د سیمهییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاندې منیره یوسفزاده ازادي راډیو ته وویل چې د نوي والي د معرفي کولو په مراسمو کې یې په خپله حضور درلود.
نوموړې وايي:
"نن له غرمې مخکې د سمنګان نوي والي عبداللطیف ابراهیمي د سیمهییزو ارګانونو د ادارې د پالېسۍ د مرستیال او د پخواني والي ښاغلي خدام په حضور کې رسماً خلکو او سیمهییزو مسؤلینو ته معرفي شو او هېڅ ستونزه رامنځته نهشوه."
یوسفزاده دغهراز وویل چې نور نوي ټاکل شوې والیان به هم د دې اوونۍ تر پایه په کار پیل وکړي.
نوموړې د عطا محمد نور په اړه چې هغه هم د بلخ ولایت له مقامه د لیرې کېدو په برخه کې د ولسمشرۍ له فیصلې سره مخالفت کړی د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې د بلخ لپاره به هم نوی ټاکل شوی والي په کار پیل وکړي، وویل چې پر دې مسئلې خبرې روانې دي او ډېر ژر به دغه ستونزه هواره شي.
له دې مخکې د بغلان د ولایتي شورا یو شمېر غړو له ولسمشر اشرف غني څخه غوښتي و چې د سمنګان د پخواني والي پر ځای د نوي والي د کار د پیلېدو لپاره دې د بغلان ولایت له پوځي ځواکونو کار نهاخلي.
دوی دغه اندېښنه تېره شپه په بغلان کې په یوه خبري غونډه کې وروسته له هغې څرګنده کړه چې د راپورونو له مخې ولسمشرۍ ماڼۍ د سمنګان د نوي والي د کار د پیلېدو لپاره د بغلان ولایت پوځي او ملکي چارواکو ته د تیارسی امر کړی دی.