د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

د شمال زون د ترکمنانو شورا د حکومت په وړاندې د سمنګان د پخواني والي ننګه وکړه


د شمال زون د ترکمنانو د انسجام شورا د حکومت په وړاندې د سمنګان د پخواني والي له بغاوت او دریځه ملاتړ وکړ.

د ترکمنانو د انسجام شورا لسګونه غړو د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۳۰» مزار شریف کې د یوې اعتراضیه غونډې په ترځ کې رسنیو ته وویل چې د ولسمشر غني د فرمان د نه‌منلو په هدف راټول شوي او د حکومت په وړاندې د سمنګان د والي عبدالکریم خدام د دریځ ملاتړ کوي.

د سمنګان پخوانی والي عبدالکریم خدام د شنبې په ورځ د ولسمشر غني له لوري د یوه فرمان پر اساس له دندې ګوښه کړای شو، خو خدام د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د یکشنبې په ورځ وویل چې د ولسمشر غني فرمان نه‌مني او د ترکمنانو شورا او د سمنګان ولس اصلي تصمیم نیوونکي دي.

اوس‌مهال د ترکمنانو د شورا اجرائیه غړي سره له دې چې د ولسمشرۍ په وړاندې د عبدالکریم خدام د بغاوت ملاتړ کوي، له حکومت نه د څو نورو ولایتونو او وزارتونو غوښتنه هم لري.

دوی په دې اړه یو پرېکړه‌لیک هم صادر کړ چې یوه برخه کې یې داسې راغلي:

"د ملي یووالي حکومت دې باید داسې حکومت وي چې د اقوامو عادلانه مشارکت په پام کې ونیسي، متوازنه توسعې ته پام وکړي او د قدرت وېش دې په مساویانه توګه ترسره کړي. د کمیت له نظره د ترکمن قوم په هېواد کې پنځمه برخه برابروي، خو د حکومت په جوړښت کې هېڅ ونډه نه‌لري."

په شمال زون کې د ترکمنانو د انسجام شورا د سمنګان د پخواني والي د ګوښه کېدو په اړه د ولسمشر فرمان یو عجولانه تصمیم توصیف کړ او وايي چې ښاغلی غني د عبدالکریم خدام د ګوښه کېدو په اړه باید د قناعت وړ دلایل وړاندې کړي.

دوی د سمنګان پخوانی والي د حکومت یو غښتلی او کاري مأمور توصیف کړ او ویې‌ویل چې د سمنګان د والي په توګه د عبدالکریم خدام د ابقا غوښتونکي دي.

د ترکمنانو د شورا د رهبرۍ یوه غړي زوري ګیلده اوچي یې په اړه وویل:

"موږ ترکمنان غوښتنه کوو چې په ملي یووالي حکومت کې دې زموږ ځای او موقف ته هم پام وساتل شي، بناً څوک چې خدمت کوي، د خلکو او ملت غم ورسره وي او ورته کار کوي، باید پرته له کمیو او کاستیو ګوښه کړای نه‌شي."

په شمال زون کې د ترکمنانو د انسجام شورا غړي وايي چې د حکومت له لوري د غوښتنو د نه‌منل کېدو په صورت کې به په لویو لویو احتجاجونو لاس پورې کړي او لاریونونه به جوړ کړي.

د یادې شورا یو غړی عبدالحی حمیدي یې په اړه وايي:

"ترکمنان په سرحداتو کې ژوند کوي، که حکومت زموږ مشروع غوښتنې ځواب نه‌کړي، موږ به‌یې پر وړاندې اعتراض ترسره کړو، نه مو خوښېږي چې اختشاش رامنځته شي، خو باید مجبور کړای نه‌شوو."

تر دې دمخه د بلخ پخواني والي عطا محمد نور د ولسمشر غني له لوري د نوموړي د استعفا منظورېدل ونه‌منل.

عطامحمد نور
عطامحمد نور

عطا محمد نور سره له دې چې له دندې څخه‌یې د ګوښه کېدو دوه میاشتې کېږي، خو لا هم په خپل سره د بلخ د والي په توګه دولتي چارې پر مخ بیايي.

په همدې حال کې د افغانستان د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې د دولتي مأمورینو په وړاندې د ولسمشر فرمان به حتمي عملي کېږي.

د یادې ادارې ویاندې منیرې یوسف زاده ازادي راډیو ته وویل چې اولویت دا دی چې رامنځته شوې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل او فصل شي.

د سیاسي چارو کارپوهان په دې باور دي چې د ولسمشر او مرکزي دولت په وړاندې د بغاوت کوونکو په مقابل کې دې له پوځي قوت څخه کار واخيستل شي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG