د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۰

د ولسمشر له پرېکړو د چارواکو سرغړونه عادي وګړو ته څه پیغام لري؟


تېره ورځ د سمنګانو لیرې کړای شوي والي عبدالکریم خدام اعلان وکړ چې د جمهوري ریاست فیصله نه‌مني او خپله دنده نه‌پرېږدي.

ښاغلي خدام دغه‌راز وویل چې په دې برخه کې د جمعیت اسلامي د مشرتابه لارښوونې او د نورو مشرانو فیصلې ته انتظار باسي.

له دې مخکې عطا محمد نور د بلخ ولایت له مقامه د لیرې کېدو په برخه کې د ولسمشر پرېکړه نه‌وه منلې چې په یوې لانجمنې مسئلې بدله شوې ده.

دا چې د ولسمشر له پرېکړو د لوړپوړو چارواکو دغه سرغړونې تر څه حده د ملي یووالي د حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي او هغه د افغانستان یوه عادي وګړي ته چې د افغانستان د اساسي قانون او په دې هېواد کې د نورو نافذه قوانینو په مراعاتولو مکلف دی، څه پیغام ورکوي؟

نوریاس نوري دا او ځیني نور مسایل د سیاسي او حقوقي چارو له کارپوه اجمل هوډمن سره په مرکه کې څېړلي دي.

ښاغلی هوډمن د مرکې په پیل کې د افغانستان پر یوه عادي وګړي د چارواکو د دغې نافرمانۍ د اغېز په اړه وایي.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:15 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG