د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

صدیقي: په حکومت کې ځيني اختلافات له شخصي او ډله ییزو ګټو منشا اخلي


د مشرانو جرګې اداري پلاوی او یو شمېر افغان سیاسي کارپوهان وايي چې د ملي وحدت حکومت د مشرانو تر منځ اختلافات افغانستان له جدي ستونزو سره مخ کوي.

د مشرانو جرګې مرستیال محمد اصف صدیقي وايي، د حکومت د مشرانو تر منځ اختلافات د اندېښنې وړ دي چې دوام يې هېواد د کړکېچ په لور بېولی شي.

ښاغلي صدیقي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په حکومت کې ځينې اختلافانه او انتقادونه د شخصي او ډله ییزو ګټو نه منشا اخلي.

محمد اصف صدیقي
محمد اصف صدیقي

نوموړي زیاته کړه:

"په اوسنیو حالاتو کې کورنۍ ستونزې او اختلافات تر ډېره زموږ ولس او خلک زیانمنوي او تر ډېره مخالفینو ته روحیه ورکوي، هغه انتقادونه چې کېږي تر ډېره شخصي ګټې تعقیبوي او د ملي ګټو په خاطر نه دي، دوی یوه ورځ په یوه نوم بله ورځ په بل نوم بهانې لټوي."

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ په ارګ کې یوې غونډې ته وویل، وخت د تېرېدو په حال کې دی او باید د ځينو کارونو د ترسره کېدو لپاره چټک اقدامات وشي.

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې اساسي قانون ټول مسایل روښانه کړي او دا د حکومت وجیبه ده چې سم عمل وکړي.

خو اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په دغې غونډه کې وویل چې پرېکړې باید د ملي ګټو او د خلکو د غوښتنو په اساس وشي نه دا چې کړکېچ زیات کړي.

نوموړي دغه شان وویل واک تل پاتی نه وي نو باید ټول اقدامات په مدبرانه شکل وشي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو يو شمېر افغان کارپوهان د ولسمشر او اجرائیه رئیس دا شان څرګندونې کنايه ډوله بولي وايي چې د برېښنايي تذکرو د وېشلو پر سر د اختلافاتو له امله دواړه لورو پر يو بل اعتراضونه وکړل.

د دغو کارپوهانو له ډلې داوود مایار وايي، دغه اختلافات د هغو کارونو په وړاندې خنډ جوړوي کوم چې حکومت يې باید ترسره کړي.

داوود مایار
داوود مایار

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې چې موږ د ملت او هېواد پر وړاندې ستر موضوعات او قوي بهرني دښمنان لرو دا ډول تضادونه یا د نظر اختلافات زموږ انرژي په کورنیو مسایلو لګوي او اساسي هدف او دښمن نادیده نیول کېږي چې زیان یي ملت ته رسېږي."

د حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلافانو خبرې په داسې حال کې تودې دي چې د بلخ د پخواني والي او مرکزي حکومت ترمنځ رامنځته شوې شخړه لا هم پر خپل ځای پاتې ده او د يو شمېر سیاسي څېرو لخوا هره ورځ پر حکومت له دې امله انتقادونه کېږي.

ولسمشری ماڼۍ او اجرائیه ریاست تر اوسه د تازه اختلافونو په اړه چې شاید هم د برېښنايي تذکرو پر سر وي څه نه دي ویلي.

خو له دې وړاندې ارګ او د سپیدار ماڼۍ تل ټینګار کړی چې د ملي یووالی د حکومت د مشرانو تر منځ اختلافات نه شته بلکې د مسایلو په وړاندې لید لوري فرق لري.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG