د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

سرچینه: د ارګ او جمعیت ګوند ترمنځ تر اوسه هېڅ ډول خبرې نه دي شوي


د افغان حکومت یوه باوري سرچینه وايي، لا تراوسه د جمعیت اسلامي ګوند او ارګ تر منځ هېڅ ډول خبرې نه دي شوي.

د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور د څرګندونو په دوام چې ویلي یې دي، د حکومت او جمعیت اسلامي ګوند تر منځ لومړی پړاو خبرې شوي، د افغان حکومت یوه باوري سرچینه وايي چې د یادو لوریو تر منځ هېڅ ډول خبرې نه دي شوي.

دغه سرچینه چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي چې حکومت د بلخ د والي په توګه د انجنیر داود د کار پیلولو په پرېکړه کې قاطع دی.

که څه هم عطامحمد نور د تېرې چهارشنبې په ورځ په یوه غونډه کې له حکومت سره د لومړي پړاو خبرو د پیلېدو او د نتایجو د انتظار خبره کړې، خو د جمعیت اسلامي ګوند د ویاند مرستیال ذبیح فطرت د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د مرغومې په ۱۷ مه» د یادې حکومتي سرچینې د تازه څرګندونو په اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

خو د یاد ګوند د مشرتابه شورا غړی محمد اسماعیل خان ازادي راډیو ته وویل چې جمعیت اسلامي ګوند حکومت ته مهم وړاندیزونه وړاندې کړي دي.

دی که څه هم د دغو وړاندیزونو په اړه ډېر څه نه وايي، خو په خبره یې چې تمه نه لري چې د ولسمشر له خوا دې دا وړاندیزونه ومنل شي.

اسماعیل خان وايي، که چېرې موضوع همداسې وي، عطامحمد نور د بلخ د والي په توګه په خپل ځای پاتې شي.

محمد اسماعیل خان
محمد اسماعیل خان

نوموړي زیاته کړه:

"هغه وړاندیزونه چې د جمعیت ګوند له خوا ورکړل شوي، یو اوږد لېست او یا هم هغه غوښتنې دي چې د ملي وحدت حکومت په پیل کې د پنځوس پنځوس په اړه شوي دي او طبیعي ده چې ولسمشر سل په سلو کې دا نه مني، نو تر اوسه په دغو خبرو کې نه بن بست شته او نه هم نتیجه، خو کار روان دی."

د جمعیت اسلامي ګوند او حکومت تر منځ د خبرو اترو هیله هغه مهال د دغه ګوند او عطامحمد نور له خوا مطرح شوه چې شااوخوا دری اوونۍ وړاندې ارګ د ښاغلي نور د استعفا د منظورېدو او پر ځای يې د نوي والي محمد داود د ټاکل کېدو خبر ورکړ.

د جمعیت ګوند د ځينو سرچینو په وینا، د دوی او حکومت تر منځ د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې دوه پړاوه خبرې شوي او ټاکل شوې چې درېیم پړاو هم ډېر ژر پیل شي.

په ورته وخت کې د بلخ د نوي والي ویاند رحمت الله فطرت وايي، د حکومت او جمعیت اسلامي ګوند ځينو غړو ډاډ ورکړی چې د عطامحمد نور د استعفا په سر رامنځته شوي اختلافات به ډېر ژر حل شي.

ښاغلی فطرت وایي:

"موږ هیله مند یوو، د هغو خبرو اترو پر ترڅ کې چې ارګ يی د عطامحمد نور سره لري او د هغه ډاډ له مخې چې دوی موږ ته راکړی، ان‎شالله ستونزې به ډېر ژر حل شي، موږ بلخ ته د تلو چمتووالی لرو، یوازې دې ته منتظر یوو چې رامنځته شوی کړکېچ د خبرو له لارې حل پیدا کړي."

ښاغلی فطرت وايي، دوی تمه لري چې په روانه اوونۍ کې پیل شوې خبرې مثبته نتیجه ورکړي او رامنځته شوي اختلافات حل شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG