د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

ارګ او سپېدار: د کړکېچ نړیوالې ډلې وروستۍ څرګندونې بې‌بنسټه دي


د افغانسان ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه ریاست د کړکېچ نړیوالې ډلې هغه راپور چې د ملي يووالي حکومت مشران يې په خپل منځي اختلافاتو او قومي ګمارنو تورن کړي نه مني وايي چې په دې برخه کې هر ډول څرګندونې بې بنسټه دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د حکومت مشران په مهمو ملي مسایلو کې هېڅ ډول اختلافات نه‎لري او په ګمارنو کې هم ملي مشارکت په نظر کې نیول شوی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي
د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي

نوموړی وايي:

"د ملي يووالي حکومت رهبرۍ کې په ملي او مهمو مسایلو کې د نظر يووالي موجود دی، تاسو ته معلومه ده چې د ملي یووالي حکومت مشران له ډېرو جنجالي مسایلو هم په ښې همکارۍ او همغږۍ سره بریالي ووتل، دغه شان موږ د قومي ګمارونو خبره هم ردوو، په دې برخه کې سیاسي مشارکت په نظر کې نیول کېږي خو د ګمارنو اساس وړتیا ده."

ښاغلي مرتضوي د حکومت په ټيټو پوړیو کې ښايي اختلافات رد نه‎کړل خو ویې ویل چې دا اختلافات دومره د اندېښنې وړ نه‎دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د کړکېچ د نړیوالۍ ډلې وروستۍ راپور رد کړ

دا په داسې حال کې ده چې د کړکېچ نړیواله ډله چې مرکز یې د بلجیم بروکسل کې دی د ملي يووالي حکومت مشران په‎خپلو منځو کې په شدیدو اختلافاتو او د چوکیو د ويش برخه کې په قومي چلند تورن کړي دي.

د دغه راپور له مخې د دواړو مشرانو ترمنځ اختلافونه د هغه هوکړې په مادو کې د ابهاماتو له کبله دي چې ښاغلي اشرف غني او عبدالله عبدالله د امریکا د بهرنیو چارو د مخکني وزیر جان کري په منځګړیتوب لاسلیک کړې ده.

په راپور کې ویل شوي چې د ملي يووالي د حکومت مشران په لوړو ملکي او مهمو پوځي څوکیو باندې خپل متحدین ټاکي او دغه ټاکنې تر ډېره د قومیت په بنسټ کېږي.

په راپور کې په ځانګړي توګه ادعا شوې چې ښاغلی غني د پښتون قوم او ښاغلی عبدالله د تاجک قوم اشخاص په مهمو حکومتي څوکیو ګماري.

د کړکېچ نړیوالې ډلې دغه راپور کې د روان حالت دوام د افغانستان لپاره د اندېښنې وړ بللی او د حکومت د مشرانو په همغږۍ او يووالي یې ټینګار کړی دی.

خو د افغانستان اجرائیه رياست هم بیا د ملي يووالي حکومت د مشرانو ترمنځ د يووالي خبره کوي او لوړو حکومتي څوکیو کې د قومي ګمارنو موضوع هم ردوي.

فیصل: ملي يووالي حکومت کې د ټولو قومونو په عادلانه توګه نمایندګي شوې.
فیصل: ملي يووالي حکومت کې د ټولو قومونو په عادلانه توګه نمایندګي شوې.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فېصل وايي:

"هغه بحثونه چې دوی په راپور کې د قومي ګمارنو په اړه کړي اصلاً سم نه‎دي، بلکه د ملي يووالي حکومت کې د ټولو قومونو په عادلانه توګه نمایندګي شوې او په ټوله کې مقرري د شخصي او قومي علایقو په اساس نه‎ده شوې، دوهم دا چې د حکومت مشران د لویو ملي مسایلو په برخه کې هېڅ ډول اختلاف نه‎لري."

په ورته وخت کې د سیاسي چارو يو شمېر کارپوهان هم د ملي يووالي حکومت مشران په‎خپل منځي اختلافاتو او قوم پالنې تورنوي.

له ډلې يې خالد سادات د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د ملي يووالي حکومت مشرانو تېر دوه‎ نیم کاله خپل منځي اختلافانو تېرکړل او په دغه موده کې دوی ونه توانېدل چې د خلکو اعتماد خپل کړي.

نوموړی وايي:

"اختلافات تردې حده دي چې دوی نه‎شي کولای سره يوې هوکړې ته ورسېږي او د هغه په اساس دغه حکومت سره جوړ کړي، د دې پرځای چې دوی په ملي مسایلو بحث وکړي د ګوندي افرادو لپاره په ګمارنو لګیا دي."

ښاغلی سادات وايي، دغه راپور په ټوله کې د ملي یووالي حکومت لپاره د خطر زنګ دی چې که حکومت کې اصلاحات رانه‎شي نو حکومت به له سقوط سره مخ شي.

ښاغلی سادات وايي، که حکومت غواړي له دغه حالته ووځي او خلک په نظام اعتماد پیدا کړي نو دوی باید خپل منځي اختلافات او قومي ګمارنې پرېږدي او کومې تېروتنې یې چې کړي د تکرار مخه یې ونیسي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG