د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

د ارګ او نور کړکېچ: د یوناما منځګړیتوب ته د جمعیت ګوند خوشبیني


د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب له حکومت سره د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور پر سر د رامنځته شوې ستونزې حل ته خوشبینه دی او دغه منځګړیتوب مهم بولي.

د دغه ګوند د ویاند مرستیال ذبیح‌الله فطرت د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۹» ازادي راډيو ته وویل چې د ملګرو ملتونو یا یوناما په منځګړیتوب دې خبرو تر اوسه نتیجه نه‌ده ورکړې، ولې دا چې دا بنسټ د ملي یووالي حکومت په رامنځته کېدو کې مهم رول لري او د افغانستان حالت له نږدې ګوري اړتیا ده چې خپل رول ادا کړي.

ذبیح الله فطرت
ذبیح الله فطرت

نوموړي زیاته کړه:

"د خبرو په پړاو کې ځيني تخنیکي ستونزې وې چې د ملګرو ملتونو سازمان د همکارۍ اړتیا لیدل کېده، نو ځکه هیله دا ده چې ملګري ملتونه لکه څرنګه چې د هوکړه‌لیک په لاسلیک کې رول لري داسې یي په عملي کېدو کې هم رول ادا کړي."

ښاغلی فطرت وايي، د حکومت او جمعیت ترمنځ د خبرو له ۱۸ ورځني ځنډ وروسته دا منځګړیتوب پیل شوی دی.

د حکومت یوې باوري سرچینې هم چې د موضوع د حساسیت له کبله نه‌غواړي نوم‌یې یاد شي ازادي راډيو ته وویل دا خبرې له تېرې سې شنبې ورځې پیل شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني د روان لمریز کال د قوس د میاشتې په وروستیو کې د عطا محمد نور استعفا منظور او پر ځای یې انجنیر داوود هغه ولایت ته د والي په توګه وټاکه.

خو له دې اعلان وروسته خپله عطا محمد نور او د جمعیت ګوند د حکومت پر دغې پرېکړې غبرګون وښود ویې‌ویل چې دوی ته دا استعفا د منلو وړ نه‌ده.

له دغو اختلافونو وروسته د دواړو لورو ترمنځ د ستونزې د حل په خاطر په څو پړاوونو کې خبرې وشوې تر دې چې شااوخوا ۲۰ ورځې وړاندې د جمعیت ګوند د رهبرۍ شورا یوه غړي اسماعیل خان ازادي راډیو ته د دغو خبرو د بې‌نتیجې پای ته رسېدو په اړه وویل.

جمعیت اسلامي ګوند د بلخ د ولایت له مقامه د عطا محمد نور د لیرې کېدو په بدل کې حکومت ته ځیني وړاندیزونه کړي دي.

دغه حالت او د یوناما منځګړیتوب ته په کتو د افغانستان د حقوق‌پوهانو انجمن وايي، د ستونزې د حل په خاطر باید د سیاسي مصلحتونو پر ځای د قانون تطبیق ته کار وشي.

د دغه انجمن رئیس اجمل هوډمن ازادي راډيو ته وویل چې د سیاسي اختلافاتو په صورت کې د ملګرو ملتونو رول معلوم دی، خو دا هر څه باید د قانون په چوکاټ کې وي.

اجمل هوډمن
اجمل هوډمن

نوموړي زیاته کړه:

"اوس که د دوی په وینا د ملي وحدت حکومت موافقه‌لیک موادو ته د تخنیکي پلوه کتل کېږي او د افغانستان اساسي قانون له پامه غورځول کېږي د دې ښکاره معنی دا ده چې حکومت په خپله دا اعتراف کوي چې موږ د اساسي قانون پر اساس نه یو رامنځته شوي او چارې مو هم د اساسي قانون په رڼا کې مخته نه‌ځي دا د قانون د حاکمیت او سیاسي ثبات په برخه کې ډېر خطرناک حالت دی."

دی وايي، په خبرو کې د افغانستان اساسي قانون باید سره کرښه وي او کنه خطرناکې پایلې لرلای شي.

له دې ټولو سره د جمعیت اسلامي ګوند که څه هم د یوناما په منځګړیتوب د خبرو بیا پیل ته خوشبینه دی، خو د خبرو د نتیجو تر وخته د عطا محمد نور پر پاتې کېدو ټینګار لري.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG