د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

منیر فرهاد: عطا محمد نور د بلخ دوه ولسوالان بدل کړي


د بلخ د والي ویاند وايي، عطا محمد نور د دغه ولایت دوه ولسوالان بدل کړي دي.

ښاغلی نور چې د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له‌خوا مستعفي والي اعلان شوی، تېره ورځ‌یې د شولګرې او دولت‌اباد ولسوالان تبدیل کړي دي.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۶» ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلي نور د یادو ولسوالانو پر ځای نوي کسان نه‌دي معرفي کړي، بلکې د دوی د مأموریت ځایونه‌يې بدل کړي دي.

د ده په خبره، دغه چاره د والي صلاحیت دی او په دې اړه له مرکزي حکومت سره مشوره نه‌ده شوې.

منیر فرهاد
منیر فرهاد

ښاغلي فرهاد وویل:

"له يوې ولسوالۍ بلې ته د يوه ولسوال بدلول فکر کوم د يوه ولایت د والي له صلاحیتونو دي او له مرکز سره د مشورې اړتیا په‌کې نه‌لیدل کېږي. د دغو ولسوالانو یوازې کاري موقعیتونه له يوې ولسوالۍ بلې ته تغییر شوي دي."

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي د موضوع په اړه څه نه‌وايي، خو د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې بیا په دې اړه بې‌خبري وښوده.

ولسمشرۍ ماڼۍ د روان لمریز کال د قوس د میاشتې په وروستیو کې اعلان وکړ چې عطا محمد نور له خپلې دندې استعفا کړې او استعفا یې د ولسمشر محمد اشرف غني له‌خوا منظور شوې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري انجنیر محمد داوود د بلخ د نوي والي په توګه ټاکل شوی، خو اوس چې له دغې ټاکنې نږدې دوه میاشتې تېرېږي، ښاغلی داوود لا هم په رسمي ډول نه‌دی معرفي شوی.

د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاندې منیرې یوسف‌زاده له دې وړاندې ازادي راډيو ته ویلي چې د بلخ د والي په توګه د عطا محمد نور د کار دوام غیر قانوني او هېڅ یو رسمي مکتوب د نوموړي په لاسلیک قانوني اعتبار نه‌لري.

منیره یوسف‌زاده
منیره یوسف‌زاده

که څه هم د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ویلي چې دغه استعفا د جمعیت اسلامي ګوند د مشرتابه په توافق شوې، خو جمعیت ګوند د عطا محمد نور د استعفا منظوري يو اړخیز او د نه‌قبول وړ موضوع بللې ده.

له دې وړاندې جمعیت ګوند ویلي وو چې د دغې شخړې د هواري لپاره‌یې له حکومت سره خبرې پېل کړي، خو د دغه حزب يو شمېر غړو ویلي چې دغه خبرې له څو ورځو راهیسې په ټپه درېدلې دي.

منیر فرهاد د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی هیله لري چې دغه مذاکرات له سره پیل شي.

د ښاغلي فرهاد په خبره، عطا محمد نور په عادي توګه خپل کاري دفتر ته ځي او رسمي مکتوبونه لاسلیکوي.

د ده په خبره، د ښاغلي نور په لاسلیک يو شمېر مکتوبونه په کابل کې دولتي بنسټونو ته هم لېږل شوي او تر اوسه‌یې د رد ځواب نه‌دی اخیستی.

په ورته وخت کې يو شمېر افغان حقوق پوهان وايي، که عطا محمد نور د بلخ والي هم وي، د مرکزي حکومت له مشورې پرته نه‌شي کولای چې د ولسوالانو په ګډون، حکومتي مسؤلین تغییر او تبدیل کړي.

د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې مرستیال سبحان مصباح وایي:

"هر ډول پرېکړه که هغه د يوه ولسوال د لیرې کولو یا تبدیلۍ هم وي، قانوني بڼه نه‌لري او د افغانستان له نافذه قوانینو سره په ټکر کې ده."

ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونۍ ویلي وو چې د بلخ ولایت اړوند ټول اقدامات به د قانون په چوکاټ کې ترسره کېږي.

له دې وړاندې په کابل کې د امریکا سفارت او د امریکا د ولسمشر مرستیال هم ویلي وو چې د مرکزي حکومت او د بلخ د پخواني والي ترمنځ ستونزه باید ژر ختمه او د بلخ د ادارې مسؤلیت په سوله‌ییز ډول نوي والي ته انتقال شي.

خو د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد وايي، د بلخ ولایت په رهبرۍ کې بدلون هغه وخت شونی دی چې له حکومت سره د دوی مذاکرات نتیجې ته ورسېږي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG