د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

افغانستان

مدني ټولنې: د حکومتي مشرانو اختلافاتو هېواد کړکېچ ته بېولی

د افغانستان د مدني بنسټونو ګډه ډله وايي د حکومتي مشرانو ترمنځ روانو اختلافونو هېواد د کرکیچ په لور بېولی دی.

د دغې ډلې غړي خلیل روفي نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې د حکومت له مشرانو وغوښتل چې خپل منځي اختلافات یو خواته او ستونزو د اساسي حل لپاره کار وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې چې تېره اوونۍ د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ولسمشر او اجرائیه رییس په قوم پالنې تورن کړل، خو جمهوري ریاست د یوې اعلامې په خپرولو سره ویلي چې دا ډول څرګندونې د لومړي مرستیال له موقف سره نه ښي او عدلي اوقضايي پلټنو ته اړتیا لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په غزني او لغمان کې ټرافیکي پېښې او د ۳۰ کسانو مرګژوبله

غزني کې د یوې پخوانۍ ورته ټرافیکي پېښې انځور
غزني کې د یوې پخوانۍ ورته ټرافیکي پېښې انځور

په غزني کې د کابل- هرات پر لویه لار د یوه مسافروړونکي او باروړونکي موټرو د ټکر په پېښه کې یو تن مړ او ۷ تنه ټپیان شوي، چې شپږ تنه یې ماشومان دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس نن دوشنبه خبر ورکړی، چې مړه او ټپیان د یوې کورنۍ غړي وو.

بلخوا په لغمان ولایت کې پرون په یوه ټرافیکي پېښه کې لږ تر لږه ۵ تنه مړه او ۱۷ تنه نور ژوبل شول.

د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې، په لغمان کې د دې ډلې د امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزي ویلي، چې ۲۲ کسانو ته وروسته له هغې مرګ ژوبله واوښته چې د لغمان د مرکز مهترلام په قلعه کوټ ساحه کې یوه مرسډیز ډوله موټر له دوو رکشاوو سره ټکر وکړ.

د دغه ټکر د علت په اړه څه نه دي ویل شوي. د ټرافیکي اصولو نه رعایتول، د چلوونکو بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی په افغانستان کې د اکثرو ټرافیکي پېښو اصلي علت ګڼل کېږي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د پخوانۍ شارژدافېرې رافایلا آیودیس مړینه

رافایلا آیودیس
رافایلا آیودیس

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست پخواني مشر جوزیپ بوریل د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د پخوانۍ شارژدافېرې رافایلا آیودیس پر مړینه خپګان وښود.

بوریل ویلي، هغې د افغان ښځو کرامت او حقونو ته فوق العاده ژمنتیا درلوده او یوه الهام بخښونکې نمونه وه.

ښاغلي بوریل پر خپله ایکس پاڼه پرون ناوخته لیکلي، چې د مېرمن آیودیس پر مړینه سخت خپه دی. هغه زیاته کړې، چې د رافایلا آیودیس نه ستړې کېدونکو هڅو په افغانستان کې د بېشمېره خلکو ژوند بدل کړ او د هغو کسانو په ږغ بدله شوه، چې چا ورته غوږ نه نیوه.

بل لوري ته پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر خپله ایکسپاڼه د مېرمن آیودیس پر مړینه خپګان ښوولی او لیکلي یې دي، چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې دې پخوانۍ چارواکې د خپل ماموریت پر مهال له افغانانو سره زیاته مرسته او همکاري کړې وه.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ پرون د رافایلا آیودیس د مړینې خبر ورکړ. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د شارژدافېرې په توګه د هغې دنده د سږ میلادي کال د اګست میاشتې په وروستیو کې پای ته رسېدلې وه.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي له بیا راستنېدونکو سره یې مرستې چټکې کړي

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) اعلان کړی چې له راستنیدونکو افغان کډوالو سره د دوی د ژوند د بیا پيل په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي.

د یکشنبې په ورځ دغې ادارې په ایکس پاڼه یوه ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي چې د ټولنیزو سرچینو د مرکز له لارې چې د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت او د دغه صندوق له خوا یې ملاتړ کیږي د راستنیدونکو او بې ځایه شویو لپاره د روغتیا زده کړې، کارموندنې او عامه پوهاوي پروګرامونه وړاندې کړي.
دغې ادارې ویلي دي چې د ټولنیزو سرچینو د مرکز له جوړیدو راهیسې یې له ۱۷۸۰۰ کسانو سره د ژوند په بیا پيل کې مرسته کړې ده.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې هره اوونۍ له پاکستان او ایران څخه زرګونه کسان په زوره او یا په خپله خوښه هېواد ته راستنېږي.

تر دې مخکې یو شمېر راستنېدونکو ازادي راډيو ته ویلي و چې د ژمي په رارسېدو سره له بدو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

ایران کې یو بل افغان هم اعدام شوی

د ایران د بشري حقونو یوه څارونکي سازمان راپور ورکړی چې د ایران حکومت د یکشنبې په ورځ په لُرستان ولایت کې یو افغان اعدام کړی دی. (هه‌نګاو) سازمان ویلي چې دا افغان جلال ستانکزی نومېده او څلور کاله وړاندې د قتل په تور نیول شوی او په اعدام محکوم وو.

په دغه افغان باندې د اعدام حکم د لُرستان په الیګودرز زندان کې اجرا شوی.

ایراني رسنیو په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې د ایران د بشري حقونو څارونکو سازمانونو ویلي چې سږ کال په دغه هېواد کې د اعدام شویو افغانانو شمېر ۷۱ ته رسېدلی دی.

د بشري حقونو سازمانونه او مدافعین وايي، په ایران کې د قضیو د اورېدلو بهیر عادلانه نه دی او ډېری تورن کسان مدافع وکیلانو ته لاسرسی نه لري.

ترکیه کې ۳۲ افغان کډوال نیول شوي

کډوال
کډوال

د ترکیې ساحلي ګارد ۳۲ افغان کډوال د اژه سمندرګي له شمالي څنډې نیولي دي. ترکي رسنیو له هغې ډلې انادولو اژانس یکشنبه راپور ورکړی چې ساحلي ګارد دا افغان کډوال له یوې ربړي بېړۍ نیولي چې ۱۶ تنه ماشومان هم پکې شامل دي.

نیول شوي کډوال بېرته د کډوالۍ مرکزونو ته استول شوي.

افغان کډوال اکثر په قاچاقي توګه د ترکیې له ځینو ساحلي سیمو د اژه سمندرګي له لارې په وړو او غیرمعیاري بېړیو کې د یونان ټاپوګانو ته د رسېدو په هدف ځانونه په خطر کې اچوي.

هر کال د سلګونو هغو کډوالو د مړینې او ډوبېدو خبرونه خپریږي چې غواړي له ترکیې د اوبو یا ځمکې له لارې اروپا ته ولاړ شي.

د افغانستان او زیمبابوې ټیستلوبه د باران له کبله ځنډېدلې

CRICKET-SRI-AFG-TEST
CRICKET-SRI-AFG-TEST

د افغانستان او زیمبابوې ټیسټلوبه نن په څلورمه ورځ د باران د اوریدو له کبله ځنډېدلې ده.

تر باران مخکې د افغانستان لوبډلې په داسي حال کې چې ۳ لوبغاړي یې له لاسه ورکړي وو، ۵۱۵ منډې کړي او لا هم تر زیمبابوې ۷۱ منډې شا ته دی.

نن د څلورمې ورځې په پیل کې رحمت شاه وسوځېد. نوموړي په تېرو دوو ورځو کې ۲۳۴ منډې وکړې چې دا په یوه ټیستلوپه کې د یوه افغان لوبغاړي تر ټولو ډېرې منډې دي.

همداراز کیپتان حشمت الله شهیدي ۱۷۹ منډي کړي او لا هم نه دی سوځېدلی.

له ده سره افسر ځاځی لوبیږي چې تر دې دمه یې ۴۶ منډې کړي دي.

سبا به د دې ټیستلوبې وروستۍ ورځ وي.

د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې پخوانۍ شارژدافیره مړه شوه

Afghanistan - Raffaella Iodice, Head of EU delegation in Afghanistan
Afghanistan - Raffaella Iodice, Head of EU delegation in Afghanistan

د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې پخوانۍ شارژدافیره رافایلا یودیس په حق ورسیده.


د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې استازولۍ نن (یکشنبه، د جدي نهمه) په خپلې ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې د هغې د مړینې خبر ورکړ خو د هغې د مړینې علت ته یې اشاره نه ده کړې.

دغه استازولۍ لیکلي چې رافایلا د افغانستان ریښتینې ملګرې او د ښځو او نجونو اتله وه.

رافایلا یودیس د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې د شارژدافیرې په توګه خپل ماموریت د اګست په وروستیو کې پای ته ورساوه.

هغې د خپل ماموریت په پای کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال عباس ستانکزي سره په یوه کتنه کې ویلي و چې په بروکسل کې به د افغانستان په اړه د اروپایي اتحادیې له چارواکو سره خبرې وکړي.

د خوړو نړیوال پروګرام د زعفرانو په کښت کې د افغان کروندګرو ملاتړ کوي

AFGHANISTAN -- Afghan women harvest saffron flowers in Herat, November 5, 2019
AFGHANISTAN -- Afghan women harvest saffron flowers in Herat, November 5, 2019

د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې د تخمونو او مشورې په ورکولو سره په افغانستان کې د زعفرانو د کروندګرو ملاتړ کوي څو هغوی دا ارزښتناکه بوټی وکري او پروسس کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې دا د کورنیو لپاره د تغذیې د برابرولو یوه لاره ده.

دې پروګرام نن (د یکشنبې ورځ، د جدي میاشتې په نهمه) په یوه بیان کې ویلي چې زعفران د نړۍ سره زر بلل کېږي، او د دې کښت د دوامداره فرصتونو د رامنځته کولو یوه لاره ده.

راپورونه وايي، وروسته له هغه چې په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت بندیز لګول شوی، افغان کروندګرو په بیلابیلو ولایتونو کې زعفرانو ته د یوه بدیل په توګه پام زیات کړی دی.

د افغانستان زعفران د کیفیت له نظره د نړۍ تر ټولو ښه زعفران ګڼل کېږي.

طالبانو په فاریاب کې یوه مېرمن په عام محضر کې په درو ووهله

طالبانو د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر په اتمه په پروان ولایت ولایت کې ۲۷ کسان په عام محضر کې په درو ووهل
طالبانو د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر په اتمه په پروان ولایت ولایت کې ۲۷ کسان په عام محضر کې په درو ووهل

په فاریاب ولایت کې د طالبانو سیمه ایزو چارواکو (د مرغومي اتمه) یوه ښځه په عام محضر کې په درو ووهله.

د طالبانو سترې محکمې پرون په یوه بیان کې وویل، د تعزیری سزا دا حکم پر هغه ښځه چې په غلا تورنه وه، تطبیق شو.

د بیان له مخې دا ښځه د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې له خوا په ۳۹ درو محکومه شوې وه او د سترې محکمې له تایید وروسته حکم پرې تطبیق شو.

د طالبانو د حکومت ستره محکمه وايي چې په تېرو دریو اونیو کې پر شاوخوا ۵۰ کسانو تعزیري سزاګانې تطبیق شوې دي.

د بشري حقونو ډلې پر طالبانو انتقاد کوي چې د بشري حقونو اصولو ته درناوی نه کوي او دا هم وايي چې د تورنو د محاکمې بهیر شفاف نه دی.

په خوست کې سلګونه کسانو د پاکستان پرضد اعتراضیه مظاهره وکړه

د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالۍ د پاکستان د هوايي حملو ټپیان چې په روغتون کې تر علاج لاندې دي.
د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالۍ د پاکستان د هوايي حملو ټپیان چې په روغتون کې تر علاج لاندې دي.

د خوست ولایت یوشمېر اوسېدونکو د افغانستان پر خاوره د پاکستان د حملو پر وړاندې د اعتراض په توګه لاریون وکړ.

سلګونه کسان نن (د مرغومي ۸مه) د خوست ښار په سرګردان چوک کې راټول شول او په یوه اعتراضیه غونډ کې یې د پاکستان حملې وغندلې. معترضانو د پاکستان پرضد شعارونه ورکړل.

د تېرې اونۍ د سه شنبې په ماښام د پاکستان پوځ د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالۍ هوايي حملې وکړې چې په نتیجه کې یې له ۵۰ ډېر ملکي وګړي ووژل شول.

د طالبانو چارواکو پرون وویل چې د پکتیا او خوست ولایتونو له اړوندو سیمو څخه د ځوابي حملو په ترڅ کې ۱۹ پاکستاني سرتېري وژلي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG