د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

دفاع وزارت: له وسله‌والو مخالفینو مو د وروستیو خونړیو پېښو غچ اخیستی


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د وروستیو ۲۰ ورځو په پرله‌پسې عملیاتو کې یې له وسله‌والو د وروستیو خونړیو بریدونو غچ اخیستی دی.

که څه هم پخوا په افغانستان کې جګړې په ژمي کې کمېدې او په اوړي کې یې زور اخیست، خو سږنی ژمی که په افغانستان کې هوا سړه وه، خو په دې هېواد کې جګړه توده وه.

د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتېژۍ پر بنسټ په افغانستان کې د وسله‌والو پر اهدافو د امریکا هوايي بریدونه په روان ژمي کې زیات شول.

افغان سرتېري
افغان سرتېري

د افغانستان دفاع وزارت هم وايي چې د وسله‌والو د ځپنې په هدف‌یې په بېلابېلو ولایتونو کې پراخ هوايي او ځمکني عملیات کړي او لا هم روان دي.

افغان او امریکايي چارواکي په دې باور دي چې د ژمي دا عملیات به د وسله‌والو مخالفينو خلاف د جګړې لوری بدل کړي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، د جګړې په ډګر کې همدا اوس د پراخو ژمنیو عملیاتو اغېز محسوس او د جګړې په ډګر کې د وسله‌والو فعالیتونه په ۱۰۰ کې تر ۵۰ یا ۶۰ راکم شوي دي.

بل‌خوا د حکومت وسله‌والو مخالفينو د زیاتېدونکو هوايي بریدونو او پوځي عملیاتو په عکس‌العمل کې په ګڼو مېشتو سیمو کې بریدونو ته زور ورکړی.

د فرانسې خبري اژانس په واشنګټن کې د ترهګرۍ د څېړنې د یو مرکز په حواله وايي چې یوازې د جنورۍ په میاشت کې د ۴ سوه ۷۲ بریدونو مسؤلیت وسله‌والو طالبانو پر غاړه اخیستی چې د دې څېړونکې ډلې په وینا، په جنورۍ میاشت کې دا شمېر بې‌سابقه دی.

په دې لړ کې وسله‌والو طالبانو څو اوونۍ مخکې په کابل کې خونړي بریدونه وکړل چې تر ۱۳۰ زیات کسان‌یې ووژل.

افغان دفاعي او امنیتي ادارې وايي، دوی چې لا دمخه‌یې ژمني عملیات پیل کړي وو، د کابل له خونړیو بریدونو وروسته‌یې شدت ورکړی.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي، په تېرو ۲۰ ورځو کې توانېدلي چې په بېلابېلو سیمو کې له وسله‌والو مخالفينو د وروستیو خونړیو بريدونو غچ واخلي.

دولت وزیري
دولت وزیري

نوموړي وویل:

"په اخرو ۲۰ شپو کې موږ ډېر ښه عملیات او بریاوې لرلې، له دښمن څخه مو د دوی له‌خوا په کابل کې په انټرکانټیننټال هوټل کې او د جمهوریت روغتون سره نږدې په برید کې د بې‌ګناه خلکو د وژلو غچ اخیستی، هماسې چې ولسمشر د غچ خبره کړې وه، موږ سلګونه وسله‌وال د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې وژلي او ټپیان کړي چې د جګړې له صفه خارج شوي او ډېر تلفات‌یې ورکړي."

د دفاع وزارت وايي، وروستي عملیات‌یې د پسرلي تر پیلېدو مخکې په هغو ولایتونو متمرکز دي، چېرې چې په زیاته اندازه ګواښونه شته او یا د حکومت د وسله‌والو مخالفينو مرکزونه په‌کې دي.

دولت وزیري له ازادي راډیو سره په خبرو کې په شمالي ولایتونو جوزجان، بدخشان، تخار، سرپل، فاریاب او بغلان کې د پراخو عملیاتو او بریاوو یادونه وکړه او ویې‌ویل چې په تېرو درې اوونیو کې دغلته لسګونه وسله‌وال چې بهرني هم په‌کې شامل وو، په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې وژل شوي دي.

نوموړي همدارنګه په غزني کې د عملیاتو یادونه وکړه او ویې‌ویل:

"د دې تر څنګ موږ دا دوه اوونۍ په غزني ولایت کې عملیات درلودل چې د دوه اوونیو په موده کې ۲۴۴ مخالف وسله‌وال وژل شوي، لسګونه کسان ټپیان دي او لسګونه موټرونه، موټرسایکلونه او وسلې مو ترې نیولې دي."

ښاغلي وزیري زیاته کړه چې دوی په ژمې کې یوازې عملیات نه‌کوي، بلکې په بېلابېلو ولایتونو کې د نظامي واحدونو په اکمالولو او پیاوړي کولو هم کار کوي.

جنرال وزیري وايي، دوی همدارنګه د پسرلي لپاره د کورنیو چارو او ملي امنیت سره په یوه ګډ داسې پلان کار کوي، څو د هوا په تودېدو وسله‌وال د افغانستان په هېڅ سیمه کې جدي ګواښ پېښ نه‌کړای شي.

افغان او امریکايي چارواکي په دې باور دی چې روان ۲۰۱۸ میلادي کال به په افغانستان کې د روانې جګړې د لوري د بدلېدو کال وي.

خو یو شمېر څېړونکي وايي، نتیجه چې هر څه وي، خو روان کال به بېلابېلو سیمو کې جګړې تودې او بشري تلفات به زیات وي.

د افغانستان د تحلیلګرانو د شبکې څېړونکې کیت کلارک د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، داسې ښکاري چې هم افغان حکومت او هم‌یې مخالفينو جګړې ته زور ورکړی او دواړو خواوو د یو بل خلاف د جنګېدو نوي تاکتیکونه خپل کړي دي.

XS
SM
MD
LG