د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۵

ناټو وايي په بدخشان کې د طالبانو لوی روزنیز مرکزونه له منځه وړي


په افغانستان کې دېره امریکايي ځواکونه وايي چې په بدخشان ولایت کې یې د چین پر اویغور وسله والو او افغان طالبانو هوايي بریدونه کړي او د هغوی یوشمېر وسله وال یې وژلي دي.

د امریکا پوځ وايي، په بدخشان ولایت کې له تاجکستان او چین سره د افغانستان په ګډ سرحد کې د طالبانو د روزنې مرکزونه او د ختیځ ترکستان د اسلامي نهضت افراطي ډلې د ملاتړ شبکې یې په افغانستان کې په نښه کړي دي.

د ناټو مطبوعاتي څانګې پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په دې بمباریو کې د وسله والو طالبانو روزنیز مرکزونه او سنګرونه- چې ناټو وايي افراطي وسله والو په افغانستان کې دننه او له چین او تاجکستان سره په ګډ سرحد کې د تروریستي عملیاتو لپاره کار ترې اخیست، له منځه یوړل شول.

ناټو وايي چې دا عملیات به له افغانستان سره، خپلو ګاونډیانو ته د دې ډاډ په ورکولو کې مرسته وکړي چې افغانستان د افراطي وسله والو ډلو د عملیاتو لپاره خوندي ځای نه دی.

خبرپاڼه په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن له قوله لیکي چې نوموړی وایي، په افغانستان کې د هېڅ تروریستي ډلې لپاره پټنځایونه نشته او د ناټو په مشرۍ ځواکونه به دا ډلې په هرځای کې په خپلو هوايي حملو کې په نښه کړي.

ناټو وايي چې په وروستیو څو میاشتو کې د افغانستان په شمال کې د طالبانو، داعش او نورو تروریستي ډلو پرضد د ناټو او افغان هوايي ځواک حملې زیاتې شوې دي.

د افغانستان دفاع وزارت هم وايي چې د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ او د شمال په نورو سیمو کې وروستۍ هوايي حملې، د افغان او ناټو د هوايي ځواکونو له خوا په ګډه شوي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري په دې اړه ازادي راډیو ته نور معلومات ورکړل:

دولت وزیري
دولت وزیري

"په بدخشان کې هم زموږ ځواکونو او هم بهرنیو قوتونو عملیات کړي چې په نتیجه کې یې شپږ تنه تاجک تروریستان ووژل شول، تېره ورځ هم موږ هلته هوايي عملیات درلودل چې په هغو کې هم د دښمن کسان ووژل شول."

خو ایا په افغانستان کې د اویغور وسله والو پرضد دا عملیات د چین د حکومت په غوښتنه ترسره کېږي.

وزیري وویل:

"هېڅ عملیات موږ د چین یا بل هېواد په غوښتنه نه کوو او نه مو تراوسه کړي دي، چین زموږ دوست هېواد دی او له موږ سره په ښوونه او روزنه او نورو برخو کې مرستې کوي، خو اهداف زموږ خپل کشف او استخبارات پیدا کوي او موږ عملیات پرې کوو."

د ختیځ ترکستان اسلامي نهضت ETIM د اویغور مسلمانانو یوه افراطي ډله ده چې د چین په ختیځ ایالت سینکیانګ کې فعالیت کوي.

ناټو وايي دغه ډله له القاعدې او طالبانو سره اړیکې لري.
ناټو وايي دغه ډله له القاعدې او طالبانو سره اړیکې لري.

د ناټو خبرپاڼه وايي چې دا ډله له القاعده شبکې او طالبانو سره ګډ فعالیت کوي او په چین کې دننه او بهر د ډېرو تروریستي حملو مسؤله بلل کېږي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په ۲۰۰۲ مېلادي کال کې د ETIM یو شمېر غړي په بشکېک کې د امریکا پر سفارت د حملې د پلان په خاطر له قرغزستان څخه وایستل شول.

XS
SM
MD
LG