د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۳۰

امریکایي ځواکونو د طالبانو او د ترکستان اسلامي غورځنګ خلاف حملو ته زور ورکړی

په افغانستان کې مېشت امریکایي ځواکونه وایي چې په شمال کې یې د چین او تاجکستان پولو ته څېرمه د طالبانو د روزنې مرکزونه او د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ د ترورېستي سازمان ملاتړ کوونکې شبکې تر هوايي بریدونو لاندې نیولې دي.

امریکایي ځواکونو د یوه بیان په خپرولو سره ویلي دي چې دغه بریدونه له افغانستان سره مرسته کوي، څو خپل ګاونډیان قانع کړي چې خاوره‌یې د هغو ترورېستانو لپاره خوندي ځای نه‎دی چې غواړي د دغه هېواد له پولو په ګاونډیو هېوادونو کې عملیات وکړي.

په بیان کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د قوماندان جنرال جان نېکلسن په حواله ویل شوي دي:

"دلته د هېڅ یوې ترورېستي ډلې لپاره خوندي ځای نه‌شته، موږ چې دوی په هر ځای کې ووینو، په نښه به‌یې کړو. موږ به په ټول هېواد کې د دوی تعقیب ته دوام ورکړو."

د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلسن
د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلسن

د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ یو ترورېستي سازمان دی چې د چین په لوېدیځ کې د اویغور توکم په بېلتون‌پاله ډلو کې ریښې لري.

د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ جنګیالي په افغانستان کې د القاعده او طالبانو په لیکو کې جنګېدلي دي او په چین کې دننه او بهر په څو بېلابېلو ترورېستي فعالیتونو کې د ښکېلتیا له کبله ګرم بلل شوي دي.

د ۲۰۰۲ میلادي کال په مې میاشت کې د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ دوه غړي چې په قرغستان کې یې د امریکا په سفارت د برید پلان درلود له قرغزستان نه چین ته ډیپورټ کړای شول.

دوی په بدخشان او په ټوله کې سرحدي سیمه کې د طالبانو ملاتړ له ځانه سره درلود، چین ته‌یې یو امنیتي ګواښ پېښ کړی وو.

په بیان کې ویل شوي دي چې په وروستیو میاشتو کې په شمال کې د طالبانو، داعش او نورو ترورېستي ډلو پر ضد چې هڅه کوي ځان ته په شمال کې یو خوندي ځای ومومي د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو عملیات زیات شوي دي.

په بیان کې دا هم ویل شوي دي چې په وروستیو کې افغان کمانډویي ځواکونو د ۲۰۹ شاهین قول اردو سره په نږدې همغږۍ کې د کندز ښار په شمال کې طالبانو ته د دوی په مرکزونو کې ماتې ورکړه او د کندز ښار یې د وسله‎والو له ګواښه خوندي کړ.

د امریکایي ځواکونو د هوایي عملیاتو د قوماندان مرستیال جنرال جېمز هکر د فبروري د میاشتې په اوومه نېټه په یوه خبري غونډه کې وویل چې د جنګ او افکارو ازمیښت دی.

دی وایي چې افغان پوځ د هرې ورځې په تېرېدو سره لا غښتلی کېږي.

په بیان کې په افغاستان کې د امریکایي ځواکونو د قوماندان جنرال جان نیکلسن په حواله ویل شوي دي چې موږ له افغانستان سره یوو او له افغانانو سره به پاتې شو.

This item is part of
XS
SM
MD
LG