د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

د دفاع وزارت: په ناامنه ولایتونو کې ژمنيو عملیاتو ښې نتیجې ورکړي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، په ناامنه ولایتونو کې ژمني سخت عملیات روان دي او ښې نتیجې یې تر لاسه کړې دي.

د افغان ځواکونو د ژمنیو عملیاتو په دوام د افغانستان د دفاع وزارت په ځينو ولایتونو کې داعش جنګیالیو ته د پراخو تلفاتو اړولو خبر ورکوي.

د دغه وزارت چارواکي وايي، په ننګرهار، جوزجان او بدخشان ولایتونو کې دا ډله ځپل شوې او لا هم د دولت د وسله والو مخالفینو پر وړاندې جدي عملیات روان دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د سلواغې په ۲۲ مه» ازادي راډیو ته وویل، د افغان ځواکونو په دغو عملیاتو کې بهرني جنګیالي چې د داعش په لیکو کې جنګېږي، هم وژل شوي دي.

دولت وزیري
دولت وزیري

ښاغلي وزیري وویل:

"په تېره یوه اوونۍ کې دښمن ته زیات تلفات اوښتي، په تېره هم داعش ډلې ته، په وروستیو عملیاتو کې د دغې ډلې ۱۴ غړي وژل شوي چې څلور تنه یې بهرني وو، په نورو عملیاتو کې هم څلور کسان وژل شوي چې دوه تنه یې بهرنیان وو، په ننګرهار کې هم هره ورځ په داعش ډلې حملې کېږي او دوی ځپل کېږي او په بدخشان کې هم د دغې ډلې شپږ بهرني غړي وژل شوي دي."

د دفاع وزارت وايي، دا وخت په څو ولایتونو کې چې د وسله والو مخالفینو له ګواښ سره مخ دي، عملیات روان دي او هڅه کېږي چې د دوی مرکزونه له منځه یوړل شي.

فاریاب، کندهار، بدخشان، تخار، غزني، لوګر، پکتیا، ارزګان، ننګرهار، هلمند، فراه او بغلان هغه ولایتونه دي چې د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند په وینا، وسله وال مخالفین پکې فعالیت کوي، خو دوی یې پر وړاندې ژمني عملیات پیل کړي دي.

د امنیتي چارو یو شمېر کارپوهان هم د دولت د وسله والو مخالفینو په تېره بیا، د داعش ډلې پر وړاندې ژمني عملیات ستايي، خو وايي چې باید لا تېز شي.

افغان ځواکونه
افغان ځواکونه

له ډلې یې محمداګل مجاهد ازادي راډيو ته وویل، د دغو عملیاتو د اغېزمنتیا په خاطر باید د خلکو همکاري او د ځواکونو تر منځ همغږي ډېره شي.

نوموړي وویل:

"موږ کولای شو چې له هوايي ځواکونو چې دا وخت زموږ په واک کې دي، ځمکنیو امکاناتو څخه او د خلکو له همکاریو څخه ډېره استفاده وکړو، ځکه چې هر یو یې خپل اغېز لري، باید هڅه وشي چې د ملکیانو له مرګ ژوبلې ډډه وشي او د امنیتي ځواکونو تر منځ په همکارۍ او همغږۍ عملیات مخته ولاړ شي."

د طالبانو او حقاني ډلې تر څنګ داعش ډله چې له ځانه سره بهرني جنګیالي لري، په افغانستان کې یو جدي ګواښ ګڼل کېږي چې د ملي شورا ځينو غړو او عامو خلکو ترې په ځلونو اندېښنه څرګنده کړې ده.

له افغانستان څخه بهر روسيې او ایران هم په افغانستان کې د داعش ډلې د شتون او فعالیت په اړه تل اندېښنې څرګندې کړې دي.

خو افغان حکومت بیا تل ټینګار کړی چې د داعش ډله په دغه هېواد کې د اوسېدو ځای نه لري او د دفاع وزارت د ویاند په وینا، د افغان ځواکونو د ژمنیو عملیاتو یو مهم هدف د داعش ډلې ځپل او ختمول دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG