د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۰۵

هکر: د مخدره موادو په وړاندې عملیات به د افغانستان ټولو سیمو ته وغځېږي

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت وايي چې د وسله‌والو طالبانو د مالي سرچینو د وچولو لپاره د افغان او ناټو ګډو نظامي ځواکونو عملیات تر هلمند وروسته د افغانستان شمال ته هم غځېدلي دي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت د هوايي ځواک قوماندان وايي چې د مخدره موادو د کارخانو او وسله‌والو طالبانو د مالي سرچینو له‌منځه وړلو لپاره د افغان او ناټو ګډو نظامي ځواکونو عملیات اوس هم دوام لري.

جېمز هکر د پنجشنبې په ورځ له کابله د وېډیویي کنفرانس له لارې په پنټاګون کې خبریالانو ته ویلي چې په دې عملیاتو کې له دوی سره افغان کمانډویان، د ۲۱۵ نمبر میوند قول اردو او افغان هوايي ځواکونه هم ملګري دي.

هکر: دا عملیات لاهم دوام لري.
هکر: دا عملیات لاهم دوام لري.

ښاغلي هکر ویلي چې د دې عملیاتو له پيله بيا تر اوسه پورې وسله‌والو طالبانو او مافیايي ډلو ته نږدې ۲۰۰ میلیونه امريکايي ډالره زیان اوښتی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"طالبان یوه جرمي شبکه ده چې د مخدره موادو له خرڅلاو څه پېسې ترلاسه کوي. د ۲۰۱۷ میلادي کال په نومبر میاشت کې د دې عملیاتو له پیله تر اوسه د ۲۱۵ میوند قول اردو، افغان کمانډویانو او افغان هوايي ځواک له امریکايي ځواکونو سره په ګډه یوازې وسله‌والو طالبانو ته په مستقیم ډول ۳۰ میلیونه او د مخدره موادو مافیايي ډلو ته ۱۶۰ میلیونه ډالره زیان اړولی، دا عملیات لاهم دوام لري. نه‌یوازې په هلمند کې، بلکې د افغانستان ټولو برخو ته به وغځېږي."

د مخدره موادو د کارخانو ويجاړولو او وسله‌والو طالبانو د مالي سرچینو وچولو لپاره د افغان او ناټو ګډو نظامي ځواکونو هوايي عملیات د ۲۰۱۷ میلادي کال په نومبر میاشت کې پیل شوی، خو تر ډېره بريده پر هلمند تمرکز شوی و چې د کوکنارو د کښت او د مخدره موادو د تولید ستر مرکز بلل کېږي.

خو په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت د سې شنبې په ورځ په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې د افغان او ناټو ګډو نظامي ځواکونو هوايي عملیات د افغانستان شمال ختیځ ولایت بدخشان ته هم غځېدلي چې د ترورېستي ډلو پر ځپلو سربېره د وسله‌والو طالبانو د مالي سرچینو وچول‌يې هم له مهمو هدفونو څخه ګڼل کېږي.

هاخوا په افغانستان کې د ناټو پخوانی سلاکار شفیق همدم بيا په دې باور دی چې تر هلمند وروسته بدخشان د وسله‌والو طالبانو او مافیايي ډلو د عایداتو لپاره يوه غوره مالي سرچينه ده.

ښاغلی همدم وايي، وسله‌وال طالبان او مافیايي ډلې په بدخشان کې هم د طبیعي زېرمو د غیر قانوني کېندنو او هم د مخدره موادو د پروسس څخه پیسې ترلاسه کوي.

محمد شفیق همدم
محمد شفیق همدم

نوموړي زیاته کړه:

"په شمال، په ځانګړي ډول بدخشان کې د وسله‌والو مخالفینو دوه عمومي عایداتي سرچینې شته چې مخدره مواد او طبیعي زېرمې دي. په بدخشان کې هم کوکنار کرل کېږي او هم د هیروئینو د تولید لسګونه فابریکې په‌کې فعالې دي، بل دا چې بدخشان له مرکزي اسیا هېوادونو سره پولې لري چې قاچاق کوونکي له دې لارو څخه په استفادې کولای شي مرکزي اسیا هېوادونو او بیا اروپا ته مخدره مواد قاچاق کړي."

دغه ډول ښاغلی همدم وايي چې په دې ولایت کې د مخدره موادو د فابریکو جوړښت د هلمند او نورو ولایتونو په پرتله توپیر لري، ځکه چې بدخشان یو غرنی ولایت دی او د مخدره موادو فابریکې هم تر ډېره حده د غرونو ترمنځ او سمڅو کې جوړې شوې دي.

دی د ناټو او افغان ګډو نظامي ځواکونو وروستیو هوايي بریدونو ته په پام سره د دې عملیاتو دوام ګټور بولي.

راپور: عبادالله حنانزی

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00
مستقیم لېنک
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG